Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

له خطرونو سره سره افغانان په دوديزې درملنې عقيده لري

کليوال زياتره ولسي درملنو ته مخه کوي. يو شمېر پرې پښېماني څرگندوي، خو نور ترې خوښ دي
By Ahmad Shah

په افغانستان کې د احمد شاه ليکنه

هغه مهال چې شپېته کلن حاجي جرنيل د خپلې اوږدې ناروغۍ دوديزه درملنه پيل کړه، لا پسې بدتر شو.

دوديزې طبي درملنې د هغه حاجي جرنيل له ناروغۍ سره مرسته ونه کړای شوه. يوه پخواني ملگري يې ورته وويل چې د تازه حلال شوي غويي پوستکي واچوي. د پوستکي له اچولو وروسته يې ډېر ژر پر بدن ټپونه پيدا شول، چې د هغه په وينا يې نژدې وژلی و. بيا يې يوه لوستي ډاکټر ته مراجعه وکړه.   

د خوست ولايت د مندوزيو اوسيدونکي، جرنيل وويل: "کله چې يې ډاکټر ته يوړم، زما درملنه يې نه کوله. ويې ويل، نه رغيږم. هغه ډېر په غوسه و، خو کله چې مې ورته خپلوانو زارۍ وکړې، درمل يې راکړل."

د پوستکي ماهر، دکتور جلال فيض، چې جرنيل يې تر درملنې لاندې دی، وويل، د څارويو د پټې ناروغۍ "درملنه"ډېره خطرناکه ده.

هغه وويل: "په حقيقت کې جرنيل ځان واژه. ښه شول چې ما ته يې راورساوه. پر بدن يې ټپونه راښکاره شوي وو، چې مکروبونو ته يې زمينه چمتو کوله او له وينې سره گډېدل. درملنه يې ډېر وخت غواړي."

دکتور فيض وويل، زيات ناروغان ورته راغلي چې د دوديزې درملنې وروسته ورته په درملو پورې اړوندې ستونزې جانبي عارضه پيدا شوې وې.

په افغانستان کې د عصري طبي تاسيساتو له رامنځته کېدو سره سره، دوديزه درملنه په لرې پرتو ولسواليو او کلو بانډو کې، چې خلک روغتيايي مرکزونو ته نشي رسېدای، ډېره دود ده.

نه يوازې دا چې دا ميتود زيات اغېزمن نه دی، بلکې زياتره زيان رسوي او آن کله ناکله د ناروغ په مړينې پای ته رسيږي.

په لرې پرتو کلو بانډو کې لا تر اوسه نايان(سلمانيان) ماشومان سنتوي (ختنه کوي) او غاښونه باسي. که د چا لاس يا پښه ماته شي، نو شکسته بند ته ورځي.

يوه معموله درملنه د تازه حلال شوي غوايي، وري يا سيرلي د پوستکي اغوستل دي. خلک پر دې هم عقيده لري چې د ماشومانو د يو ډول ناروغۍ درملنه د وري، سيرلي يا خوسکي په لريکې د ماشوم په کېښودلو کيږي. عقيده داسې ده چې په دې کار له ماشوم څخه "خرابه وينه"لرې کيږي. 

په نورو درملنو کې د سابندۍ لپار د سويې د وينې کارول، په غاړه کې د تعويذونو ځړول او د ځينو بوټو خوړل شامل دي. 

نارينه گان او ښځې دواړه دوديزه درملنه کوي.

د متون په کلي کې د الف جانې په نامه يوه درمل ورکوونکې وايي، د زيات شمېر ماشومانو درملنه يې د تازه حلال شوي سيرلي په پاکې شوې لري  کې په کېښودلو کړې ده. په داسې حال کې چې د دې کار د لامل په اړه څه نشي ويلای، خو ټينگار کوي چې ډېر گټور کار دی.

هغې وويل: "پخوا نه دومره ډېر ډاکټران وو، نه درمل. موږ به دا لارې کارولې او خدای به صحت ورکاو. اوسمهال د خلکو عقېده اوښتې او پر ډېرو شيانو باور نه لري."

الف جانې د نورو درملنو يادونه هم وکړه، لکه د ماشومانو د نسناستې درملنه. که چېرته د هگۍ ژېړ د يوه ټاکلي بوټي له دانو سره گډ شي، په يوې ټوټې هوار شي او د ماشوم د سر په يوه ځانگړي ځای (شېردهن) کېښودل شي، [نو د ماشوم نسناسته ودريږي.] 

هغې وويل د ماشومانو د سينه بغل د ناروغۍ د درملنې لپاره که لږه مالگه په غوړو کې سره شي او د ناروغ ماشوم سينه پرې غوړه شي او په پلاستيک وپوښل شي، نو سينه  يې ښه کيږي. 

نوموړې زياته کړه: "ما ته داسې ماشومان راوړل شوي، چې څو څو ځله ډاکټر ته وړل شوي، خو ښه شوي نه دي."

په خوست کې د شيخ زاهد پوهنتون د طب د پوهنځي استاد، دکتور بادشاه زر ابدالي وويل، دوديزه درملنه بيخي ناسمه ده، کوم علمي  بنسټ نه لري. د هغه د وينا له مخې د دې درملنې له امله هرکال د افغانستان په گوډ گوډ کې په سلگونه ناروغان مري.

هغه وويل: "د زياتره ناروغانو درملنه لومړی، په اصطلاح، د دغو کليوالي ډاکټرانو او متخصصانو له خوا کيږي. تر هغه د ناروغ دا ناسمه درملنه کيږي چې دناروغ حالت دير خراب شي اوله لاسه وځي. بيا يې نو روغتون ته راولي. په دې وخت کې ناروغ د ژوند او مرگ تر منځ وي. زيات شمېر ناروغان له دې حالته مري. د بېلگې په توگه، هر کال د مار چيچلو له امله زيات شمېر خلک له لاسه ورکوو. دا ناروغان لومړی دمگرو (پاړوگانو) ته وړل کيږي. هغوی تر هغه د ناروغ وخت ضايع کوي، چې يا ځای په ځای او يا روغتون ته په لاره مړ شي."

د هډوکو د ماتېدو يا د بندونو د وتلو درملنه پر شکسته بند کيږي. دا کار له پلرونو او نېکونو څخه زامنو او لمسيانو ته رارسيږي. هغوی د هډوکو په اناتومۍ نه پوهيږي. 

د خوست د ښار د مرکزي برخې په کونډي سيمه کې د خيالي خان په نامه مشهور شکسته بند په خپل کور کې د ناروغانو درملنه کوي.  

هغه په ډېر وياړ او ډاډ وويل: "خلک آن له پاکستان څخه ماته راځي. زه يې درملنه کوم او خدای يې رغوي. دا کار په لاس پورې هم تړاو لري. يو شمېر شکسته بند شوم لاس لري. نه يوازې هغوی د خپلو ناروغانو درملنه نشي کولای، بلکې زيان ورته رسوي. زه ډېر ښه لاسونه لرم."

هغه وويل، ايا پوهيږې چې څنگه مات شوی او بېځايه شوی هډوکی پرځای کوم او د ماهرو ډاکټرانو په پرتله په ښه ډول دنده سرته رسوم.

هغه وويل: "که لاس يا پښه دې ماته شي او د روغتون ډاکټر ته لاړ شي، نوسمدلاسه يې پرې کوي، په داسی حال کې چې موږ يې درملنه کوو. خلک به پر داسې علم څه وکړي چې انسان ته زيان رسوي.؟"

دکتور ابدالي وويل، کله ناکله ډېره ستونزمنه وي چې د يوه شکسته بند له خوا رسېدلی زيان جبيره شي. هره اوونۍ دوه، درې تنه د هغه شخصي کتنځي ته راځي چې مات شوي هډوکي يې کاږه جوړ شوي وي.

هغه وويل: "يوه مياشت دمخه يې راته يو ماشوم له ځاځي مېدان ولسوالۍ څخه راوست. د کلي شکسته بند ورته لاس په يوه ټوټه لرگي ټينگ تړلی و. لاس يې ناسم جوړ شوی و. داسې برېښېده چې ماشوم معيوب پاتې شي. موږ د ماشوم د لاس هډوکی بېرته مات کړ او درملنه مو وکړه."

هغه وويل، به يوې بلې پېښې کې يې: "يو هلک راوست، پښه يې د کلي شکسته بند دومره ټينگه تړلې وه چې د وينې جريان يې بند شوی و. پرته له دې چې پښه يې پرې شي، د حل بله لار نه وه او همداسې مو وکړل."

يوناني  درمل په ټوله نړۍ کې دود دي او د ناروغيو د درملنې يوه منل شوې برخه ده، خو په افغانستان کې ورته قانوني بڼه ورکړل شوې نه ده او نه يې د زده کړې لپاره کوم علمي مرکز شته. د دې کار پر مخ وړونکو ته، چې زياتره پر لوست ليک نه پوهيږي، دا دنده له پخوانيو نسلونو څخه راپاتې ده.

په خوست کې يو طبيب، مولوي محمد ابراهيم وويل، له جراحۍ پرته د هر راز ناروغيو درملنه کولی شي.

په خپله هټۍ کې د ناروغانو د کتلو پر مهال هغه وويل: "ما په پېښور کې د مشهورو طبيبانو تر لاس لاندې کار کړی او له هغوی څخه مې زده کړه کړې ده."

هغه زياته کړه، ناروغان يې د هغه له درملنې خوښ دي.

ټول خلک له دويزو درملو څخه ښه خاطره نه لري.

د خوست د مرکزي برخې اوسيدونکې، دين ودير شاه، چې د روماتيزم ناروغي لري، وويل، چا ورته وويل چې د ناروغۍ د درملنې لپاره کوم دوديز ډاکتر ته ورشي.

هغه وويل: "د يوه طبيب درمل مې وخوړل. خو کله چې مې دويم وار وخوړل، نو شعور مې له لاسه ورکړ. نه پوهيږم څه وشول، چې سترگې مې وغړولې، په روغتون کې وم. معده يي راته مينځلې  وه. نه پوهيږم حکومت ولې د داسې اشخاصو مخه نه نيسي. ولې ورته اجازه ورکوي چې د خلکو درملنه وکړي؟"

د خوست د عامې ورغتيا د رياست کفيل، دکتور هدايت الله حميدي وويل، د هغه ادارې څو څو ځلې د ولسي درملنې او دوديزو ډاکترانو په اړه د خلکو د خبرتيا کمپاينونه پلي کړي.

هغه وويل: "موږ يو زيات شمېر خپلسري ډاکتران او درمل پلورونکي بنديان کړي دي."نوموړي زياته کړه، لا تر اوسه هم په خوست کې ډېرې سرغړونې روانې دي.

احمد شاه په خوست کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.