له ايران څخه (د کډوالو) په ز وره ايستلو کابل تر فشار لاندې راوستی دی

قانوني او ناقانونه کډوال راټول او له پولې څخه اړول کيږي.

له ايران څخه (د کډوالو) په ز وره ايستلو کابل تر فشار لاندې راوستی دی

قانوني او ناقانونه کډوال راټول او له پولې څخه اړول کيږي.

Monday, 21 May, 2007
. هغه شمېر کډوال چې له دې کمپاين څخه ځورېدلي وايي، چې د ايران د امنيتي ځواکونو له خوا ورسره ناوړه او له سپکاوي ډک چال چلن شوی دی.



د کډوالو د ايستلو دا هڅه چې د اپريل د مياشتې په 22 نېټه پيل شوه، په رسمي توګه هغه کډوال په موخه کوي، چې په ناقانونه ډول په هغه هېواد کې اوسيږي، خو داسې نښې نښانې هم شته، چې د استوګنې د قانوني پاڼو لرونکي کډوال هم بنديان شوي او په ډله ييزه توګه د پوليسو له خوا د ايران له خاورې څخه ايستل شوي دي.



د افغانستان په لويديځ کې په بې خوړو او بې اوبو سيمې کې د زيات شمېر خلکو ډب کېدل، چې له دومره زيات شمېر سره د مقابلې وسه نه لري، په کابل کې د سياسي ناندريو لامل شوې ده. دوه تنه وزيران له دې امله د پارلمان له خوا له کاره ګوښه شول، چې نه وو توانيدلي، تهران په دې هکله له خپل پلان څخه واړوي.



څلوېښت کلن نورمحمد له ايران څخه نوی ايستل شوی کډوال اوپه روغتون کې بستر دی. هغه وهل ټکول شوی او جامې يي لا تر اوسه په وينو لت پت دي.



هغه وويل په ايران کې يي په يوې ودانۍ کې کار کولو، چې امنيتي ځواکونه راورسېدل. هغه ادعا وکړه، چې هغوی هغه او نور درې تنه افغانان د هغې نيمکاره ودانۍ له دويم پوړ څخه لاندې ګوزار کړل. يو تن يي مړ شو او نور پاتې ژوبل شول.



له هغې وروسته نورمحمد له پولې راواړول شو او کورنۍ يي هملته پاتې شوه. اوس هغه نه پوهيږي په کورنۍ به يي څه چل شوی وي. هغه د خپل ځان په هکله د ناوړه چلن له امله خپه دی.



هغه وويل: " ايرانيان ... د بشري او اخلاقي موضوعګانو پروا نه ساتي. پام کوئ، چې دا خلک مو ونه غولوي. هغوی ډېره پسته ژبه لري. زه به د تل لپاره د ايران غليم واوسم."



د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دادارې (UNHCR) په وينا په ايران کې 920000 تنه قانوني او خواوشا يو مليون ناقانونه افغانان اوسي.



UNHCR يوازې د قانوني کډوالو په هکله په رسمي توګه لاسوهنه کولای شي. نوموړې ادارې د ښو او منظمو راستنېدو په اړه له ايران او کابل سره يو درې اړخيز تړون لاسليک کړی دی. په 2001 کال کې له واکه د طالبانو له ليرې کېدو وروسته له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي کډوال له ستونزمن ژوند سره لاس او ګرېوان دي. يو زيات شمېر خو يي لا تر اوسه د ژوند له لومړنيو اړتياوو پرته په خيمو کې اوسيږي.



ايراني چارواکو د 2008 کال ترمارچ پورې د اټکل له مخې د ټولو يو مليون ناقانونه کډوالو د ايستلو په اعلان پسې په دې وروستيو اوونيو کې د هغوی د شړلو کار ګړندی کړ. د UNHCR په وينا له 52 زرو تنو څخه زيات د اپرېل له 21 څخه د می د مياشتې تر اتم پورې ايستل شوي دي. افغاني سيمه ييز چارواکو په هرات او نيمروز کې د آی ډبليو پي آر خبريالانو ته د 54600 تنو شمېره ورکړې ده.



ايراني چارواکو د می د مياشتې په 13 وويل، چې 85 زره ناقانونه افغاني کډوال يي په درېو تېرو مياشتو کې له خاورې څخه شړلي دي.



د هرات د کډوالو او د راستنېدونکو د چارو رئيس، شمس الدين حامد آی ډبليو پي آر ته وويل له ايران څخه د کډوالو په زوره ايستل له درې اړخيز تړون سره مغايرت لري.



هغه وويل: "د ايران امنيتي ځواکونه افغاني کډوالو سره په داسې يوې لارې چلن کوي، چې نه اسلامي ده او نه بشري. موږ د وهلو ټکولو، شکنجې او آن د وژلو پېښې ثبتې کړي دي."



په کابل کې د ايران سفير، محمد رضا بهرامي دا تورونه نه مني، چې ګوندې ايراني قانون پلي کوونکو ځواکونو دې له افغانانو سره له پولې څخه د اړولو ترمخه سپک چلن کړی وي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "د ايران امنيتي ځواکونه بشر ته درناوی لري. د ايران د امنيتي ځواکونو په لاس د يو افغان کډوال د وژلو کيسه تشه يوه اوازه ده."



بهرامي ټينګار وکړ، چې ټول له پولې رااړول شوي افغان کډوالو په ايران کې د استوګنې اجازه نه درلوده او نه يي داسې اسناد لرل، چې د هغوی قانوني دريځ څرګند کړي.



خو حامد دا خبره ناسمه بولي. هغه وويل: "ايراني چارواکو هغه افغانان بنديان کړل، چې د ګرځندويي اسناد يي لرل او پوله ليکونه (پاسپورتونه) يي ورته وشکول." هغوی آن هغه افغانان هم له ايران څخه وشړل، چې د ايران د دولت پېژندپاڼې يي په لاس کې وې.چې شميره يې له دوو زرو څخه زياد دي ))



په کابل کې د UNHCR وياند، نادر فرهاد دا مني، چې له پولي يو شمېر اړول شوي افغانان د کډوالۍ او سم رسمي سندونه لرل. هغه وويل ((UNHCR دا موضوع ايراني چارواکو ته څرګنده کړې ده او غوښتنه مو ترې کړې ده، چې په دې هکله له کابل سره خبرې وکړي.))



احمدشاه په لاس کې د ايران د دولت پېژند پانه ده او له پولې څخه د خپلو اړولو په هکله خبرې کوي.



هغه وويل: "کله چې زه د ايرانيانو له خوا ونيول شوم ... ما ورته وويل چې کارت لرم. هغوی وښکنځلم او ويې وهلم، ځکه چې افغان وم. هغوی زما کارت وشکولو او ټوټې يي بېرته په لاس کې راکړې."



شاه محمد وويل، د کډوالو له شړلو دمخه هغوی د څو ورځو لپاره په يو پنډغالي کې ساتل کېدل او د ورځې يوه مړۍ ډوډوۍ ورته ورکول کېده. په ځينو حالتونو کې ښځې او کوچنيان سمدلاسه له پولې اړول کېدل او کله ناکله به په نوموړو پنډغالو کې ساتل کېدل. دا داسې يو تاکتيک و، چې د شاه محمد په وينا ددې لپاره جوړ شوی و، ترڅو د کورنيو نارينه ګان يي او دکورنۍ نور غړي يي هم حاضر شى او بيا هغوى ټول وباسي.



پنځه ويشت کلنه نوريه ايران ته د ګرځندوی په ويزې تللې وه، چې د استوګنې له هوټل بهر امنيتي ځواکونو ونيوله او سپکې سپورې يي ورته وويلې، په موټر کې يي واچوله او د افغاني پولې يي راواړوله. هغې آی ډبليو پي آر ته خپل پوله ليک (پاسپورت) او ايراني ويزه وښوده ترڅو وښايي چې اسناد يي سم و.



هغې وويل: "هغوی زه ونيولم او آن دومره وخت يي رانه کړ، خپل مېړه ته چې د هوټل دننه و، خبر ورکړم. اوس دلته په هرات کې هيڅوک نه پېژنم. نه پوهېږم په کومه لاره خپل مېړه ته خبر ورکړم او ورته ووايم، چې زه دلته يم."



د افغانستان پارلمان په دې هکله د حکومت له خوا د کوم ګام د نه اخيستلو له امله د بهرنيو او د کډوالو د چارو وزيران راوغوښتل او سخته سزا يي ورکړه. (مواخذه يي کړل)



د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا څه موده دمخه د می په اتمه په يوې خبرې غونډې کې ويلي و، هغه د کډوالو د ايستلو په هکله له ايراني چارواکو سره خبرې کړي دي او ترې يي غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د امنيتي حالت او ټولنيزې ستونزو د رامنځته کېدو له امله په خپلې تګلارې باندې نوې کتنه وکړي.



هغه وويل: "په ډله ييزه توګه له پولې اړول، آن که ناقانونه کډوال هم وي، د نړيوالو اصولو او معيارونو مخالف کار دی. د ايران دا کړنه به زموږ دوستانه اړيکې خړ پړ کړي."



د پارلمان غړو د می د مياشتې د لسمې ورځې په غونډې کې د کډوالو د چارو له وزير، استاد محمد اکبر اکبر څخه د باور رايه بېرته واخيسته. په هغې پسې ورسته د می د مياتشې په 12 د بهرنيو چارو له وزير سپنتا څخه هم د باور رايه بېرته واخيستل شوه.



ولسمشر حامد کرزي په هماغه ورځ يوه بيانيه خپره کړه او په کې يي وويل، د اکبر د ليرې کولو د ګام درناوی به وکړي، خو دسپنتا قضيه يي سترې محکمې ته استولې، ترڅو وګوري، د داسې يوې موضوع په سر، چې د وزير له دندې سره نېغ په نېغه اړيکه نه لري، عادلانه ده او دا چې پارلمان ددې واک لري، د يو چا د ګوښه کولو لپاره د اکثريت د تر لاسه کولو دوه ځلې رايې راغونډې کړي. په بيانيې کې ويل شوي، چې د بهرنيو چارو وزير به د سترې محکمې تر پرېکړې پورې په خپلې څوکۍ پاتې وي.



افغان شنونکي د کډوالو د شړلو د مهال په هکله حيران شوي دي. افغان کډوال په ايران کې له ډېرې مودې راهيسې اوسيږي او د UNHCR درې اړخيز تړون د ستيندو په اړوند يو منظم او رغنده بهير روښانه کړی دی.



زيات شمېر په دې اند دي، چې دا تګلاره د جيوپوليتيکي کتنو (ملاحظو) له مخې رامنځته شوې ده. تهران په دې ډېر ښه پوهيږي، چې د افغانستان په ډېرو برخو کې د کاواکه امنيت له امله د زيات شمېر کډوالو يوځايي راستنېدل او د کډوالو د اړتياوو په وړاندې د پوره امکاناتو نشتوالی به نور هم د امنيت کاواکۍ او ګډوډۍ ته لاره هواره کړي.



نوموړي شنونکي وايي، رښتينې موخه د امريکا په متحده ايالتونو باندې د فشار راوړل دي، چې د خپل ملګري، کرزي د ادارې ملا تړ کوي



په هرات کې ميشت يو شنونکی، محمد ابراهيم وايي: "ايران په زوره د افغاني کډوالو په ايستلوغواړي په ځان باندې د لګيدلو بنديزونو فشار لږ کړي. پرځای يي هغوی دا فشار په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د فعال شتون له امله پخپله دهغوی په غاړه واچوي."



"خو دا به افغانان وي، چې له امله يي کړيږي."



ابراهيم ګوته وڅنډله چې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د استوګنې ځايونه او کارونه نه شته. ښايي له دې امله له ياغيانو سره يوځای کېدو او يا هم د نيشه يي توکو سوداګرۍ ته وهڅول شي.



د ايران سفير بهرامي دا ادعا رد کړه، ويي ويل تهران به له کابل سره خپلې دوه اړخېزي اړيکې له امريکا سره د خپلو ناندريو په ګټه ونه کاروي.



هغه وويل: "د ايران او افغانستان تر منځ اړيکې (له نورو اړيکو څخه) خپلواکې دي. دا موضوع د ايران او امريکا له چارو او يا په افغاني چارواکو باندې له فشار سره هيڅ تړاو نه لري."



د ايران دننه هم په ډله ييزه توګه د کډولو د ايستلو په اړوند اندېښنې موجودې دي. د پوهانو يوې ډلې، فعالينو، ليکوالو او خبريالانو خپل حکومت ته يو پرانيستی ليک ليکلی او د اخراج او نورو جزاګانو د بندولوغوښته يي کړې ده.



د ننني ايرن (Iran Today) خپرونې د می د مياشتې په نهمې ګڼې کې يو مطلب خپور شوی چې پکې د امنيت د نشتوالي او د ژوند د کچې د ټيټوالي له امله د کډوالو ستنول افغانستان ته غيرعادلانه ګڼل شوي دي.



په خپرونې کې راغلي دي: "دا غيرانساني او غيراخلاقي اقدام ښايي سرچپه پايلې ولري او ښايي زموږ د حکومت او زموږ د افغاني ګاونډيانو تر منځ اړيکې خړې پړې کړې. موږ غوښتنه کوو، ترڅو له کډوالو سره په منل شوې توګه انساني چلن وشي. ښه خبره داده ترڅو له خپل ګاونډي سره دوست واوسو او د ټولو انسانانو يو برابرتوب اصل ته ارزښت ورکړو."

د می د مياشتې په 14 د ازادۍ راديو د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال، مهدي سفري له خولې ويلي و، چې ولسمشر محمد احمدي نژاد د تګلاري له بدلولو سره خپله موافقه څرګنده کړې ده، ترڅو افغانان خپل هېواد ته (په تدريجي او منظم ډول) ستانه کړای شي. سفري دا موضوع په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په يوې غونډې کې اعلان کړه.
Frontline Updates
Support local journalists