له افغان سيمه ييزو ژورنالستانو سره اړيکي تامين شوې

د رسنيو لپاره د آی ډبليو پي آر دوه مرکزونه ولايتي ژورنالستانو ته د اړتيا وړ روزنه او انټرنيټ ته لاسرسی چمتو کړ.

له افغان سيمه ييزو ژورنالستانو سره اړيکي تامين شوې

د رسنيو لپاره د آی ډبليو پي آر دوه مرکزونه ولايتي ژورنالستانو ته د اړتيا وړ روزنه او انټرنيټ ته لاسرسی چمتو کړ.

Reporters friom Radio Dunya making use of IWPR's Charikar centre. (Photo: IWPR)
Reporters friom Radio Dunya making use of IWPR's Charikar centre. (Photo: IWPR)
Monday, 15 August, 2011

د آی ډبليو پي آر د خبريالانو د ډلې ليکنه

فهيم فطرت د تېرو پنځو کلونو راهيسې کابل شمال ته د پنجشېر په ولايت کې د خبريال په توګه دنده سرته رسوي، خو د ځای د لرېوالي له امله نشي کولای له روزنيزو کورسونو او د خبرونو د توليد له اسانتياوو څخه ګټه واخلي، چې ملي پانګه جوړوي.   

آی ډبليو پي آر په افغانستان کې د تېرو څو مياشتو په بهير کې، په کابل کې د ناروي د سفارت په مرسته د فطرت کور ته نژدې، د پروان ولايت د چاريکارو په مرکز کې، يو نوی مرکز پرانيست.

د چاريکارو  مرکز له هغو دوو مرکزونو څخه يو دی، چې آی ډبليو پي آر په روان کال کې تاسيس کړی دی. دويم مرکز په جلال آباد کې جوړ شوی دی.

تر اوسه له پروان، پنجشېر او کاپيسا ولايتونو څخه د پنځو مېرمنو په ګډون، پنځوس تنه ژورنالستان د چاپي، آنلاين او راديوي ژورناليزم په اړه د يو لړ سيمنارونو له لارې روزل شوي دي. 

د پروان مرکز د پروان ولايت تجربه لرونکي ژورنالست، فهيم بهير  او له کابل څخه د نويدالله وليزاده له خوا اداره کيږي. فهيم  بهير د د فتر د مشر او نويدالله د ادارې مسؤول په توګه کار کوي.  

فطرت، چې له «روز خبري آژانس» سره کار کوي، وويل: «له تېرو پنځو کلونو راهيسې ما د پنجشېر، پروان او کاپيسا ولايتونو له بېلابېلو رسنيو سره کار کړی، خو داسې يو مرکز  موجود نه و، چې ژورنالستان راټول او وروزي.»    

نوموړي زياته کړه: «په پروان کې د آی ډبليو پي آر د مرکز پرانيستلو او د آی ډبليو پي آر ورکشاپونو ژورنالستانو ته د مسلکي معلوماتو په زياتولو کې مرسته وکړه. دا داسې يو مرکز دی چې د درېواړو ولايتونو ژونالستان پکې خپل نظرونه له يو بل سره شريکوي او ورپېښې ستونزې هواروي.»

په پروان ولايت کې د پژواک خبري رسنۍ خبريال، فريد تنها له پورته خبرې سره موافق دی. هغه وويل: «په رښتيا هم ژورنالستان په پروان ولايت کې د آی ډبليو پي آر له کار  څخه خوښ دي، ځکه هغه د ژورنالستانو د وړتياوو د لوړولو لپاره ډېر پروګرامونه لري.»   

«دا په پروان ولايت کې يوازنی مرکز دی چې ددې ولايت له ژورنالستانو سره يې په مسلک کې د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې مرسته کړې ده. د آی ډبليو پي آر له دفتر دمخه دلته انټرنيټ نه و، خو اوس د خپلو رپوټونو د اخيستلو او ليږلو لپاره ددې مرکز له انټرنيټ څخه ګټه اخلو.» 

د کاپيسا ولايت د بهار راديو خبريال، فرزاد خاموش وويل، آی ډبليو پي آر ددې ولايتونو [خبريالانو] ته د اړتيا وړ روزنه ورکړه، چې نورو موسسو ورته چمتو کړې نه وه.

خاموش وويل: «آی ډبليو پي آر نه يوازې د ژورنالستانو د وړتياوو له لوړولو سره مرسته وکړه، بلکې د هغوی د خبري رپوټونو په منځپانګې او د چمتو کولو په لارو چارو کې يې هم بدلون راوست. زه د آی ډبليو پي آر  د رپوټونو له امله د حکومت په بېلابېلو دفترونو او د خلکو په ژوند کې بدلون ګورم.»

په پروان ولايت کې لومړنۍ روزنه د دنيا د راديو دېرشو تنو تکړه ځوانو ژونالستانو ته چمتو شوه، چې د اسوشيتيد پرس رسنۍ د پخواني خبريال، لاري ګربر له خوا پر مخ يوړل شوه.

په دويم ورکشاپ کې له ګاونډيو ولايتونو څخه راغلو ژورنالستانو ته د پرمختللې ليکنې د تخنيک په اړه روزنه ورکړل شوه. دا لومړی ځل و، چې هغوی له يو بل سره وليدل. په دې توګه د سيمه ييزو ژورنالستانو لپاره د  پروان نوی مرکز د ليدنې کتنې د يٍو مرکز په توګه وکارول شو.

د روزنې دويم پړاو د جولای د مياشتې په لومړيوکې د ګڼو رسنيو د ژورناليزم  په اړه جوړ شو. دا کورس هم د چاريکارو په ښار کې جوړ شو او د جرمني هېواد د رسنيو د ماهر، مارتين ګرنر له خوا پر مخ يوړل شو، چې لس تنه سيمه ييز ژورنالستان يې د ګڼو رسنيو په ژورناليزم کې وروزل.   

د پروان، کاپيسا او پنجشېر د ولايتونو د ژورنالستانو د ټولنې مشر، احمد همايش وويل: «د آی ډبليو پي آر دفتر په دې سيمه کې ډېر اهميت لري. آی ډبليو پي آر د ژورناليزم نړيوال معيارونه او د خبري رپوټونو نوې تکنالوژي معرفي کړه. هيله لرم آی ډبليو پي آر  خپلو پروګرامونو او روزنو ته دوام ورکړي، ترڅو ددې سيمې ژونالستان نور هم تکړه شي.»

په جلال آباد کې د آی ډبليو پي آر د رسنيو مرکز د يو تجربه لرونکي ژورنالست، حقوقپوه او د جلال آباد د رسنيو د کورنۍ د د رناوۍ وړ غړي، هجرت الله اختيار له خوا ادره کيږي. نوموړی مرکز د سيد جمال الدين افغان د روزنې د خصوصي انستيتوت د ودانۍ دننه موقعيت لري. 

دا مرکز له مازې يو څو مياشتو وروسته د سيمې  د ژورنالستيکي فعاليتونو په مرکز واوښت او اوس په سيمه کې خبري ژور رپوټونه ددې مرکز له لارې چمتو کيږي.  د آی ډبليو پي آر رپوټونه هلته په منظم ډول خپريږي.  

د ژوندون راديو – تلويزيون خبريال، ارشاد رغند وويل، «هغه هره ورځ د جلال آباد مرکز ته ځي. هغه ګټور دی، ځکه هغه د ښار په مرکز کې يو خوندي ځای دی او تل برښنا لري.» 

په جلال آباد کې د مينې مجلې چلوونکي، عزت الله ځواب وويل، د انټرنيټ په لاسرسۍ هغه کولای شي د خپلې خپرونې لپاره موضوعات راټول کړي. هغه وويل: «د رسنيو مرکز د افغانستان په ختيځ کې د آی ډبليو پي آر  يو ګټور  او له مرستې ډک کار دی. خبريالان هلته ډېر څه زده کوي.»

د افغان ژورنالستانو د ملاتړ د کمېټې مشر، عبدالمؤيد هاشمي وويل، د هغه د [ټولنې] غړي  د لا زياتو روزنيزو کورسونو غوښتنه کوي. هغه وويل: «هيله من يم آی ډبليو پي آر به په جلال آباد کې خپل کار ته دوام ورکړي.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists