له افغانستان څخه د سرتېرو چټک وتل، يوه ناسمه مفکوره

د می په لومړيو کې د اسامه بن لادن له مړينې وروسته او د امريکايانو تر منځ د کمزوري اقتصاد او زياتيدونکو ملي پورنو په اړه د اندېښنو له امله له افغانستان څخه د امريکا د متحده ايالتونو د سرتيرو د چټک وتلو په اړه نارو سورو زور اخيستی دی.

له افغانستان څخه د سرتېرو چټک وتل، يوه ناسمه مفکوره

د می په لومړيو کې د اسامه بن لادن له مړينې وروسته او د امريکايانو تر منځ د کمزوري اقتصاد او زياتيدونکو ملي پورنو په اړه د اندېښنو له امله له افغانستان څخه د امريکا د متحده ايالتونو د سرتيرو د چټک وتلو په اړه نارو سورو زور اخيستی دی.

American soldiers at an outpost in the southern Zabul province. (Photo: Staff Sergeant Adam Mancini/US Army)
American soldiers at an outpost in the southern Zabul province. (Photo: Staff Sergeant Adam Mancini/US Army)

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر د مشر، پيتر ایکستيد  ليکنه

واشنګټن اشاره کړې ښايې په افغانستان کې د هغوی جګړه ييزه دنده د ۲۰۱۴کال په وروستيو کې پای ته ورسيږي. داسې ګونګوسې هم روانې دي چې له پورته نېټې وروسته به هغوی د افغان ملي اردو د سرتيرو د روزنې او له هغوی سره د مرستې په موخه دلته پاتې شي. افغان ځواکونه به د ۲۰۱۴کال په پای کې امنيتي مسؤوليت پر خپله غاړه واخلي.

له افغانستان څخه په دې نازک وخت کې د متحده ايالتونو چټک وتل به يوه ستره اشتباه وي.

دا کار به نه يوازې کورنۍ جګړې او بدمرغۍ ته لار پرانيزي، چې يو مهال يې نژدې ټول افغانستان ويجاړ کړی و، بلکې بېرته به هماغه حالت ته وروګرځي چې متحده ايالتونه او ناتو ځواکونه يې دلته [د جګړې] په مخکښه ليکه کې ودرول.  

دا کار به د مليونونو افغانانو د ځانته پرېښودلو معنا هم ولري چې ځانونه يې د دوی له هېواد سره د نړيوالې ټولنې د ژمنې پر بنسټ راتلونکې ته ژمن کړي دي. د هغوی ځانته پريښودل به يوځل بيا هغوی د قومی او توکميزو جګړو ډګر ته ورننباسي، چې هيله يې درلوده، شاته يې پريښي دي.

د بن لادن مړينه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې يو سمبوليک برياليتوب و او نړۍ يې خوندي او محفوظه نه کړه. القاعده د يو سازمان په توګه شتون لري او هرڅوک کولای شي د مشرۍ تشه يې ډکه کړي.  

دا په افغانستان کې د القاعدې شتون و، نړيواله ټولنه يې وهڅوله د طالبانو حکومت رانسکور کړي، چې د نوموړې ډلې کوربانه وو.

يو مهال طالبان د متحده ايالتونو په مشرۍ تالا ترغۍ شول، خو بېرته يې د پام وړ موجوديت څرګند کړ او له تېرو څلورو، پنځو کلونو راهيسې تر دې کچې پياوړي شوي، چې ښايي له هر بل وخت څخه غښتلي وي.

طالبان له نورو ياغی ډلو سره يوځای شوی دي، چې يو شمېر يې خورا خطرناکې مفکورې لري. ددوی په ډله کې د جلال الدين حقاني د زوی سراج الدين حقاني تر مشرۍ لاندې د حقاني شبکه، د ګلبدين حکمتيارحزب اسلامي او د پاکستاني طالبانو له څو ډلو څخه جوړه شوې د لشکر اسلام ډله شامله ده. 

د متحده ايالتونو له وخت څخه د مخه وتل په هغه ويناګانو کې غبرګ شوي و، چې په تېرو مياشتو کې د طالبانو په وړاندې د افغانستان په سويل کې د برياوو په اړه د اردو د قوماندانانو له خوا ترسره شوې وې. په داسې حال کې چې هغه پوځي برياوې سمې وې، خو حقيقت دادی هغه مهال چې متحده ايالتونه او نور نړيوال پوځونه له افغانستان څخه ووځي، طالبان به بېرته راوګرځي، د افغانستان له هغو ملي ځواکونو سره به مخامخ شي، چې تر اوسه يې د هېواد د امنيت د ساتلو وړتيا څرګنده کړې نه ده. 

ددې خبرې تر ټولو ډاروونکې  بېلګه د کندهار له محبس څخه د نژدې ۵۰۰  طالبانو او له هغوی سره د مل نورو جنايتکارانو تېښته وه، چې د حکومت د امنيتي ځواکونو تر سترګو لاندې ترسره شوه.

په داسې حال کې چې د سويل بريا موقتي ده، وضعه په پرتله ييز ډول په کرارو شمالي ولايتونو کې هم په ډراماتيک ډول ناوړه شوې ده.

وروستيو پېښو ته کتنه يو تريخ او ډاروونکی حقيقت څرګندوي. د کندوز ولايت د طالبانو د بغاوت په ځانګړي مرکز اوښتی او د افغانستان په شمال يې ناوړه اغېز ښندلی او داسې بريښي چې ياغيان په اسانۍ کولای شي بريدونه سرته ورسوي.

د مارچ د مياشتې په څوارلسمه د کندوز ولايت د اردو په مرکز کې يو شمېر ځانمرګو بريد کوونکو ځانونه وچول.  ۳۶  تنه يې ووژل او نور ۳۲  يې ټپيان کړل. دا بريد د څو اوونيو دمخه  بريدونو وروسته سرته ورسېد، چې يو يې له حکومت سره د کار لپاره د يوې ادارې مخې ته په ليکه ولاړ خلک په نښه کړل. 

تر ټولو وروستی ناوړه بريد د می د مياشتې په اته ويشتمه نېټه ترسره شو. په دې بريد کې د پوليسو په جامو کې يو تن د تخار ولايت د لوړې کچې امنيتی غونډې ځای ته ځان ورساوه. د افغانستان  د شمالي ولايتونو د پوليسو قوماندان يې وواژه او په سيمه کې د ناتو د سرتېرو جرمنی قوماندان يې ټپي کړ.

د می د مياشتې په دېرشمه طالب وزمه ځواکونو د لويديځ ولايت هرات ښار کې له څلورو خواوو نه يو ښه تنظيم شوی بريد ترسره کړ. تر پام لاندې موخه د ايټالويانو تر مشرۍ لاندې د ولايتي بيارغاونې ډله وه.بريد د څو تنو ځانمرګي بريد کوونکو له خوا ترسره شو،  د ښار په منځ کې د تودو وسله جګړه روانه وه چې له پنځو ساعتونو څخه يې زيات دوام وکړ. 

څو ورځې وروسته په ختيځ ولايت،  ننګرهار کې ملېشو د يو  بريد پر مهال د هميشه ګل ولسوال نهه تنه خپلوان  ووژل شول، چې پولې ته څېرمه په يو کلي کې د واده غونډې ته راغلي وو. ددې بريد پړه د پاکستاني طالبانو اړوند، پر لښکر اسلام  اچول شوې، چې غوښتل يې پر هميشه ګل بريد وکړي. هميشه ګل د ملېشو په وړاندې مقاومت کې ځايي خلکو ته په قناعت ورکولوکې ډېر پرمختګ کړی و.  نوموړې ملېشې  له دې سيمې څخه  د جګړې لپاره افغانستان ته تګ راتګ کوي.    

دا ورځنۍ پېښې دي چې د افغانستان په هرې سيمې کې رامنځته کيږي، خو نړيوالې رسنۍ د هغو يادونه، نه کوي.  

انکار نه منونکي حقيقت دادی چې طالبان بيا راټوکېدلي او افغانستان موازنه له لاسه ورکړې ده.

جګړه ګرانبيه ده. دا خبره د پوهېدو وړ ده، امريکايي او اروپايي ولسونه په داسې يو هېواد کې د لسګونو کلونو پای ته نه رسيدونکې جګړې له امله ستړي او ستومان شوي، چې د امپراتورانو د مړستون (هديرې) په نامه ياد شوی دی.

له افغانستان څخه د نړيوالو پوځونو  له وخته دمخه وتل به هرو مرو د افغانستان په زياترو برخوکې د بدمرغۍ لامل شي او يو ځل بيا به ترهګر د استوګنې خوندي ځاله پيدا کړي، چې اوس ترې انکار کوي. 

دا ډول وتل به د ترهګرو د ډلو په ګټه پای ته ورسيږي.  له خلکو سره په تړاو کې د مهارت له مخې به په اصطلاح پر بهرنيو نيواکګرو د بري ادعا وکړي.

که نړيواله ټولنه يو پلا ووځي او بيا ځانونه د نوو رازرغون شوو ترهګرو ډلو تر بريدونو لاندې وګوري او بيا هلته د بېرته ورګرځېدو اړتيا وويني، نو له شک پرته به د نننيو جګړو د پيسو لګښت د هغه په پرتله لږ وي.   

ددې هڅو ملکي او ولسي دواړو خواوو ته په ليدلو په افغانستان کې د دندې پای ته لا ډېر واټن په مخ کې پروت دی.

متحده ايالتونه اوناتو بايد له پلان سره سم   ۲۰۱۴کال ته د پيل د نېټې په توګه لومړی له افغانستان څخه د خپل غير ضروري ځواکونو په ايستلو پيل وکړي، نه د ايستلو د پای د نېټې په توګه. ځکه زياته امنيتي دنده به د افغاني ځواکونو پر غاړه پريوځي. 

يوخوندي او د پايښت وړ افغانستان  د سيمې د ټيکاو او همدارنګه د نړيوال امنيت لپاره اړين دی. د لنډې مودې مالي او سياسي ګټو په خاطر چټک او بېوخته وتل د نن او د ليد وړ راتلونکې لپاره  ناسم کار دی.  

پيتر آيشتيت د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مسؤول دی.

په دې ليکنه کې راوړل شوی نظر الزاما د آی ډبليو پي آر نظر نه دی.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists