لشمانيا د افغاني مېرمنو ژوند تباه کوي

روغتيايي چارواکي د ناروغۍ د پارازيت د ډېرېدو له امله اندېښمن دي.

لشمانيا د افغاني مېرمنو ژوند تباه کوي

روغتيايي چارواکي د ناروغۍ د پارازيت د ډېرېدو له امله اندېښمن دي.

Leishmaniasis patient in a Kabul hospital. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Leishmaniasis patient in a Kabul hospital. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

رحيمه، ٢٢ کلنه مېرمن د خوست د لشمانيا د درملنې په يوه حکومتي مرکز کې ناسته او خپل لاس يې په خپل پوړني کې تاو کړی دی.

هغې وويل، هغه پر خپل لاس د لشمانيې د څرگند ټپ او نښې له امله نوره د خلکو له ملنډواوخنداوو څخه پوزې ته راغلې ده.

رحيمې وويل: «ما خپل لاس له دې امله پټ کړی چې خلک راته په کرکه گوري.» نوموړې زياته کړه، هغه يوه کليواله بېوزلې ښځه ده.

نوموړې د لشمانميا په اړه له دې حقيقت پرته، چې انسانانو ته د يو ډول ماشي په واسطه انتقاليږي، نور معلومات نه لري.

رحيمې وويل: «پخوا به درمل او پشه خانې د حکومت او ځينو موسسو له خوا په وړيا توگه وېشل کېدې، خو اوس يې بايد په بيه واخلو. زما کورنۍ ډېره لويه ده او کله چې خپلو سړيو ته د پشه خانې ووايو، نو وايي، پيسې نه لرو؛ ځکه يوه پشه خانه لس ډالره بيه لري.»

لشمانيا يوه پرازيتي ناروغي ده او د خاورين ماشي له لارې لېږدول کيږي. د پوستکي پر سر يوه دانه پيداکيږي او وروسته ډېر ژر پر يوه خوږمن ټپ بدليږي. آن د دې ټپ تر جوړېدو وروسته، چې له څو مياشتو څخه تر يونيم کال پورې وخت نيسي، پر بدن يو بدرنگ داغ پاتې کيږي.    

که درملنه يې ونشي، د اوږدې تبې په څېر د ناروغۍ ځانگړې بڼه رامنځته کوي چې په پای کې د بدن د کمزورۍ لامل کيږي. که لشمانيا د بدن دننه سرايت وکړي، يوه ناروغي چې د کالا اذر په نامه مشهوره ده، رامنځته کيږي او ناروغ تر مرگه رسوي.

د لشمانيا د درملنې د مرکز رئيس، محمدگلاب منگل وويل، دا ناروغۍ په سويل ختيځ ولايت کې مخ په زياتېدو ده. خاورين ماشي، چې دا ناروغي لېږدوي، عموما د دېوالونو په درزونو او غوجلو کې ژوند تېروي. د هغې د مخنيوي يوه مهمه لار په درملو د پاشل شوو پشه خانو کارونه ده. منگل په دوام وويل، مېرمنې تر نورو زيات پر دې ناروغۍ اخته کيږي.     

هغه وويل: «زموږ زياتره ناروغان ښځې جوړوي، ځکه نارينه ښځو ته دومره ارزښت نه ورکوي، پشه خانې ورته نه اخلي. بل لامل يې دا دی چې ښځې زياتره په هغو ځايونو کې کار کوي چې د لشمانيا ماشي هلته ژوند کوي. د بېلگې په توگه، ښځې کورونه، غوجلې او کنډرې پاکوي او هلته يې ماشې چيچي.»

له دې خبرې سره د ښاپيرۍ په نامه يوه ښځه، چې د درملنې لپاره راغلې ده، موافقه ده.

هغې آی ډپليو پي آر ته وويل: «نارينه موږ ته غوږ نه نيسي. هغوی پشه خاني کاروي، خو کله چې موږ ترې پشه خانې وغواړو، نه يې راته راوړي او زموږ غوښتنه نه مني. هغوی زموږ حقونو ته ارزښت نه ورکوي. موږ ټول اوړي له پشه خانو پرته تېروو.»

ښاپيرۍ زياته کړه، ډېری خلک د دغې ناروغۍ په اړه ناسم معلومات لري، فکر کوي گوندې دا ناروغي ورته له ناروغ شخص سره د اړيکو نيولو له امله انتقاليږي.

هغې وويل: «ډاکټرانو راته وويل، دا ناروغي انسان ته د ماشي په واسطه لېږدول کيږي. که خلک پر دې پوهېدای، نو پر دې ناروغۍ له اخته شخص څخه به يې دومره کرکه نه کوله او په هغوی پورې به يې نه خندل.»

منگل وويل، په حقيقت کې خلکو ته معلومات ورکول حياتي ارزښت لري. هغوی هڅه کوي د رسنيو له لارې په دې اړه خلکو ته معلومات ورکړي. پرمختگ لا تر اوسه غړند دی، په تېره بيا چې خبره عملي سرچينو ته ورسيږي.

هغه وويل: «موږ دومره مالي سرچينې نه لرو چې د خوست ټولو اوسيدونکو ته پشه خانې واخلو. د خوست د نفوس شمېره شاوخوا ١٦٠٠٠۰٠ تنه اټکل شوې. که هرو دوو تنو ته يوه پشه خانه واخلو، بايد اته لکه  پشه خانې ووېشو. له دې امله، که نړيوالې موسسې راسره مرسته ونه کړي، د دې کار د سرته رسولو وس نه لرو.»

د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، هغوی هم په دې ولايت کې د لشمانيا د ناروغۍ د خپرېدو له امله اندېښمن دي.

د ساري ناروغيو د کنترول د څانگې مسؤول، گل احمدشاه لکڼوال وويل، د عامې روغتيا وزارت د خوست ولايت د ټولو ولسواليو له روغتيايي کلينيکونو سره د نړيوالې مرستې او همدارنگه د زيات مسلکي پرسونل د گومارلو غوښتنه کړې وه.

هغه وويل: «موږ د لشمانيا او ملاريا د ناروغيو د مخنيوۍ لپاره د ١١٠ زرو پشه خانو د وېشلو پلان لرو.» هغه زياته کړه، کابل ته هم پکار ده چې د روغتيا له سيمه ييزو رياستونو سره د درملو او کارکوونکو د کمښت په پوره کولو کې مرسته وکړي.

آن د پوستکي کوچنۍ ناروغي ناوړه ټولنيز اغېز لري.

خلک زياتره په پښتني ټولنه کې يو د بل عيبونه او نيمگړتياوي لټوي، خاندې پرې او يو پر بل ملنډي وهي. دا خبره په ښځو کې ډېره عامه ده. د هر هغه چا پر مخ او لاسونو چې د لشمانيا داغ موجود وي، معمولا په غونډو کې له گډون څخه ډډه کوي. 

د درملنې د مرکز يوې ناروغې، صبريې وويل: «له هغه وروسته چې د لشمانيا دانه مې پر مخ راوخته، د يوه خپلوان واده ته لاړم. هلته مې وکتل چې ښځې راته گوري او بيا له يو بل سره خاندي. هلته وشرمېدم او له هغې وروسته بلې کومې غونډې ته لاړه نشوم.»

دا ترخه خاطره تر ډېره په انسان کې پاتې کيږي او د ځوانو مېرمنو پر راتلونکې ناوړه اغېز کوي.

د ښځو د چارو فعالې، کاملې اکبري وويل: «ما ته پته ده ځينې ښکلې مېرمنې، چې د لشمانيا نښه يا داغ لري، هيڅکله د واده چانس نه تر لاسه کوي.»

اکبري وويل، آن هغه پخپله زړه نا زړه ده چې د دغې ناروغۍ له امله له بدرنگه شوي نجلۍ سره دخپل زوی واده وکړي، که نه.

نوموړې په دوام وويل: «زه هم غواړم زوی مې واده وکړي، خو البته، له هغې نجلۍ سره به يې واده ته پرېنږدم چې په لاسونو يا مخ يې د لشمانيا داغ موجود وي.»

Frontline Updates
Support local journalists