كابل او د دولتي مامورينو ستونزې

لږ معاش حكومتي مامورين دې ته اړ ايستلي چې له رسمي دندې بهر يوه بله دنده هم پر مخ يوسي، چې په دې توګه حكومتي كارونه لږ اغيزمنتوب لري.

كابل او د دولتي مامورينو ستونزې

لږ معاش حكومتي مامورين دې ته اړ ايستلي چې له رسمي دندې بهر يوه بله دنده هم پر مخ يوسي، چې په دې توګه حكومتي كارونه لږ اغيزمنتوب لري.

د افغانستان د دولتي موسسو په خپلو پښو باندې د ودرولو هڅې له كار څخه د مامورينو دواټن د نيولو له امله غړندې شوي، ځكه چې حكومتي مامورين هغو ځايونو ته مخه كوي چې وړ تنخواه ګانې وركوي.


هغه معاش چې حكومت يې مامورنيو ته وركوي، په ګرانه د يوې كورنى د لګښت لپاره كفايت كوي. له دې امله زيات شمير دولتي كاركوونكي اړ دي، چې كله ناكله سوداګرى او زياتره غير حكومتي موسسو او نورو كارونو ته هم مخه كړي ، چي زيات عايد لاس ته راوړي.


يو دولتي مامور د نوم د نه ځرګندولو په شرط وويل: "زه يوه ورځ ترمنځ دفتر ته ځم او حاضري لاسليكوم. همدارنګه كله چې په كار شم، هم دفتر ته ورځم. رئيس مې يو خپلوان دى. داسې نور ډير مامورين شته چې په يو وخت كې په دوه درې ځايونو كې كا ركوي."


د حكومتي معاشونو يوه زياته برخه له نړيوالو مالي مركزونو څخه افغانستان ته ددې هڅې د يوې برخې په توه راځي، چې دولتي موسسې ځواكمنې شي. خو حكومتي مامورين زياتره د هغو غير حكومتې موسسو له خوا زياتې پيسې تر لاسه كوي، چې د همدغو بهرنيو مرسته كوونكو له خوا تمويليږي. د غير حكومتي موسسو د كار په هكله د مرسته وركوونكو رسمي تګلاره داده، چې د هغوى کار همغږ ې شي، ځكه د مركزي موسسو له كار سره مرسته كوي.


خو وزارتونه د غير حكومتي موسسو د كار د زياتوالې له امله له زيان سره مخامخ دي او دا په داسې حالت كې چې د حكومت د اغيزمنولو په اړه ناظرين سره توافق لري.


يوه ميرمن، چې په يوې دولتي موسسې كې كا ركوي، د يوې بهرنى موسسې په مرسته د يوې خپرونې د اديت كار هم كوي، وايې چې د يو خوار حالت د ښه كولو لپاره زيات كار ته اړتيا موجوده ده. هغې آى ډبليو پي آر ته وويل: "د حكومتي معاشونو او د غير حكومتي موسسو د معاشونو تر منځ د ځمكې او آسمان فرق دى او آن دا چې حكومت په خپل مهال معاش نه وركوي."


هغه وايي: "دا يوازې زه نه يم، نور خلك هم هڅه كوي چې د لوړ معاش لپاره غير حكومتي موسسو ته مخه كړي. دا كار د افغانستان د پرمختيا په لاره كې او د هغې د حكومتي موسسو په وړاندې يو لوى خنډ دى."


د ماليې د وزارت مامورين ، چې ددولتي سكتور د معاشونو كچه كنترولوي وايي، چې هغوى ته دا ستونزه معلومه ده، خو د بودجوې محدوديتونو له مخې هغوى معاشونه نه شي لوړولاى. آن معاشونه د كلونو كلونو راهيسې نه دې لوړ كړاى شوي.


د ماليې د وزارت د خزاينو د رياست مدير نرګس نيهان وايي: "له جګړې د مخه (په1979 كال كې پيل شوي) مامورينو كوپون او نور امتيازات درلودل، چې اوس يې هغه يو هم نه شته. له دې امله اوسني معاشونه نامناسب دي."


نوموړى وايي: "حكومت ددې توان نه لري چې د غير حكومتي موسسو په څيرخپلو مامورينو ته معاشونه وركړي." هغه زياتوي چې په نتيجه كې د مامورينو غيابت دوزارتونوكارونه له خنډ سره مخامخ كوي. نيهان وايي په داسې حال كې د حكومتي مامورينو لپاره په رسمي وخت كې په يو بل كار لاس پورې كول غير قانوني دي، خو لاره يې دانه ده چې هغوى تعقيب شي، ولې ښه به دا وي چې د دولتې سكتور د سمون لپاره كار وشي او داوږدې مودې لپاره د معاشونو په لوړلو فكر شي.


يوازې وزارتي مامورين له دې كا رڅخه نه دي اغيزمن شوي. غلام محمد د پوليسو يو افسر په ښار كې د ويديوكستونو دكان لري. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "پر دې برسيره چې يو پوځي افسر يم او ډيره سخته او له مسووليت ډكه دنده په غاړه لرم، دكانداري هم كوم. ځكه چې يوازې په دولتي معاش ګوزاره نه كيږي، مجبور يم دوه دندې پر مخ يوسم. "


د پوليسو د يو افسر په توګه د 15 كلنې مخينې سره سره هغه د مياشتې 2100 افغانى، د 44امركايي ډلرو په شاوخوا كې معاش لري. او آن دا معاش په منظمه توګه نه وركول كيږي. هغه وايي: "يوه مياشت معاش اخلو او نورې درې مياشتې بيا ګورو."


سره له دې له دې زيات څه شى نه شي كولاى، غلام محمد دا خبره مني، چې دده په څير د نورو خلكو چلندد حكومتي وزارتونو اغيزمنتوب له زيان سره مخامخ كوي.


په يو وخت كې د دوو دندو د پر مخ وړلوستونزه په كابل پوهنتون كې د تدريسي كدرونو له كمبوت څخه ښه ليدل كيداى شي. ښې زده كړې او ژبنى وړتياوې د خرڅلاو وړ توكي دي. زياتره استادان چې د مياشتې له سلو ډالروڅخه لږ معاش اخلي، په نړيوالو غير حكومتي موسسو كې خورا ډيگر معاش ترلاسه كوي. خو له دې سره سره هغوى خپلې د تدريس څوكى ساتي او يوازې په ساده ډول د تدريس ساعتونه بدلوي او يا كانسلوي.


د آي ډبليو پي آر خبريال ته د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي يو محصل وويل: "لكه څنګه چې تاسو وينى اوس كوم استاد نه شته. زياتره استادان له بهرنيوموسسو سره كا ركوي، هغوي د غيابت د ورځو دتلافى لپاره موږ ته ته لكچرنوټونه راكوي. موږ نه پوهيږو چې څه شى زده كوو او كه نه، خو د خپلې راتلونكې په هكله انديښمن يو."


د طب د پوهنحگي يواستاد چې د يوې نړيوالې موسسې د ادارې مرستيال په توګه كاركوي وويل: "زه دادواړه كارونه په يو وخت كې كولاى شم."


د هغه ځينې نور ملګرې ددغې اړتيا په هكله زيات انديښگمن دي، چې په كې قوانين تر پښولاندې كيږي او محصلان د دوى له دې كاره زيان مومي.


يو بل استاد وايي: "كله چې په بهرني دفتركې كار زيات شي، نو هغه مهال بيا پوهنتون ته نه شم تللاى. خو په بله ورځ د تير شوي درس تلافي كوم."


دا استاد د دويمې دندې د اخيستلو له امله خوښ نه دى. د هغه لپاره تدريس يوه سپيڅلې دنده ده. هغه وايي: "هغه معاش چې موږ ته راكول كيږي، زموږ د سکرتو هم نه بس كيږي. كورنى اړتياوې خو لا په ځاى پريږده."


د دولتي سكتور مامورين د "بخور و نه مير" ژوندلري، خو له دولتي دندې څخه د وتلو په هكله هم زړه نازړه دي. يو شمير يې لكه د هغه استاد په څير چې له آى ډبليو پي آر سره يې مركه كړې، په بشپړه توګه خپل مسلك ته ژمن دي. نور بيا د دولتي دندې د پايښت او د تقاعد حقوقو ته ګوري، ځكه د بهرنيو موسسو كار د تل لپاره نه وي او هم سړى نه پوهيږي، چې دا موسسې به د څومره مودې لپاره په افغانستان كې پاتې وي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists