قوماندانان بېوسلې شوي سرتېري بېرته استخداموي

داسې برېښي، د شمال يو شمېر جنرالان د ملګرو ملتونو هغه پروګرام بې لارې کوي، چې غواړي د هغوی پياوړې مليشې بېوسلې کړي.

قوماندانان بېوسلې شوي سرتېري بېرته استخداموي

داسې برېښي، د شمال يو شمېر جنرالان د ملګرو ملتونو هغه پروګرام بې لارې کوي، چې غواړي د هغوی پياوړې مليشې بېوسلې کړي.

عنايت الله څلور کاله دمخه، هغه مهال چې اتلس کلن و، دې ته اړايستل شو، تر څو د رمو څرول پريږدي او د جوزجان په ولايت کې د قوماندان عبدالمحمد له ملېشو سره يو ځای شي.


د روان کال د جولای په مياشت کې د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو تر پروګرام لاندې، عنايت الله د دندې په پرېښودو، بېرته د هغه پخواني قوماندان له خوا اړ ايستل شو، چې د هغه له ملېشو سره يوځای شي.


هغه په دې وروستيو وختونو کې د لازمو مهارتونو او زده کړو د ترلاسه کولو لپاره يو ورکشاب ته معرفي شوی و، تر څو خپل ملکي ژوند له سره پيل کړي. نوموړی وايي: ((ما د بې وسلې کولو ترپروګرام لاندې خپله وسله وسپارله، خو ځايي قوماندانانو بېرته وسله وال کړم او اوس بېرته يو سرتېری شوم.))


له دې پېښې وروسته آای ډبليو بي آر داسې زيات رپوټونه تر لاسه کړل، چې د بې وسلې کولو په پروګرام کې برخوال سرتېرې له بې وسلې کېدو وروسته د ځايي قوماندانانو له خوا بېرته په زوره ګومارل شوي دي.


په شمال کې د بې وسلې کولو د پروګرام مشر، ميلوس کرسمانوويچ ددې رپوټونو پخلی وکړ، خو سمه شمېره يي ونه ښووله.


کرسمانوويچ قوماندانان او د هغوی د فعاليت سيمه ونه ښوده، خو ويي ويل: ((موږ د هغو قوماندانانو لست تر لاسه کړی دی، چې بې وسلې شوي سرتېري يي بېرته استخدام کړي. موږ دا لستونه په کابل کې خپل مرکزي دفتر ته ليږلي، تر څو يي د دفاع وزارت ته واستوي.))


د دفاع د وزارت وياند، جنرال عظيمي آی يبليو پي آر ته وويل، د هغه وزارت تر اوسه له ملېشو سره د بې وسلې شويو افرادو د بېرته يوځای کېدو په اړوند معلومات نه لري. هغه وويل، که داسې رپوټونه موجود هم وي، ښايي ددې ډول قوماندانانو شمېرډېر لږ وي. نوموړي وويل دا کار د قانون په خلاف دی او حکومت به داسې سرتېرو ته عفو ونه کړي.


تر ننه ټول ټال 16 زرو سرتېرو او افسرانو د بې وسلې کولو تر پروګرام لاندې خپلې وسلې سپارلي دي. ددغه بې وسلې شويو له شمېرې څخه 13 زره تنه د سواد دزده کړې، ماين پاکولو، کرکيلې، کوچنيو کسبونو، معلمۍ، ترکاڼۍ، خياطۍ، مستري ګرۍ او فلزکارۍ کې مسلکي روزنه تر لاسه کوي او د مياشتې 30 ډالره ورکول کيږي. ددغو سرتېرو يو شمېر يې د ملي اردو او ملي پوليسو له ليکو سره يوځای شوي دي.


د بې وسلې کولو پروګرام د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په مياشت کې پيل شو. د پروګرام هدف د روان کال په اکتوبر کې د ولسمشرۍ تر ټول ټاکنو پورې د ٤٠ زرو او تر ٢٠٠٦ کال پورې د سلو زرو تنو وسله والو مليشو بې وسلې کول دي.


په دې پروګرام کې شامل شوي جنګيالي وايي، له ملېشو سره د خپلو بې وسلې شويو ملګرو په بېرته يوځای کېدو بې زړه کيږي.


د آی يبليو پي آر يو خبريال په جوزجان کې په يو ورکشاپ کې وليدل، چې له اتو تنو برخوالو څخه څلور تنه بېرته د ځايي قوماندانانو له خوا ګومارل شوي او پروګرام ته يې شا اړولې ده.


عنايت الله په تفصيل خبرې وکړې او ويي ويل: ((قوماندانان خبر نه و، چې زه ورکشاپ ته ځم. ما له هغوی سره ژمنه کړې وه، چې په ورکشاپ کې شامل نه يم، که نه نو ډبوي مې.))


عنايت الله په خپل بدن باندې (د وهلو) تغمې وښودې او ويي ويل: ((کله چې قوماندان ورکشاپ ته زما له تګ خبر شو، نو ويې وهلم او يوه اوونۍ يي بندي کړم. پر دې برسېره چې سرتېری يم، بايد ربړ هم وګالم، لکه د بې وسلې کولو له پروګرام سره د يوځای کېدو سزا. ))


د عنايت الله پلار په سترګو ړوند دۍ او د نهه کسيزې کورنۍ د نفقې پيداکول د عنايت الله په غاړه دي. هغه په داسې حال کې چې له سترګو يې د اوښکو باران څڅېده، وويل: ((که قوماندانان مې پرېږدي، نو له (مالي) ستونزو سره سره غواړم مستري شم او حلالې پيسې وګټم.)) عنيات الله وويل، چې ولسمشری ته کانديد، عبدالرشيد دوستم د هغه د مليشو په سر کې دی.


د جوزجان ولايت د پوځي تنظيم، جنبش ملي اسلامي د مشر، دوستم پورې د تړلو ملېشو اساسي مرکز دی.


عنايت الله وويل، نور بې وسلې شوي سرتېري هم د دوستم د قوماندانانو له خوا اړايستل شوي، چې بېرته وسله واخلي.


د آی ډبليو پي آر يو خبريال د ملېشې له يو 26 کلن ځوان سره، چې د بې وسلې کولو له پروګرام سره ملګری شوي و، خبرې وکړې. سرتېری، چې د خپل نوم له ښوولو يي ډډه وکړه د ترکاڼۍ په کورس کې شامل شوی و. هغه وويل، چې څلور نيم کاله د قوماندان سيف الدين د ملېشو په ليکو کې و او بيا ورسته د جولای په مياشت کې د بې وسلې کولو له پروګرام سره يوځای شو. هغه زياته کړه، ځايي قوماندان سيف الدين، چې له دوستم سره تړاو لري، بېرته يي خپلو مليشو ته راوستم.


هغه اوس په پټه د ترکاڼۍ کورس ته راځي. هغه وايي: ((د سيف الدين سرتېري ګزمې کوي او هغه کارونه کوي، چې هغه يې ورته وايي. تر هغه چې هغه هلته وي، په ازادانه ډول تګ او راتګ نه شي کېدای.))


په جنبش کې د دوستم مرستيال عزيز الله اخګر په ټينګار سره وويل، چې جنرال له هيڅ کومې ملېشې سره تړاو نه لري. هغه وويل: ((موږ ددې پېښو په اړه څه نه دي اورېدلي. جنبش يو سياسي سازمان دی او دافغانستان د ګوندونو له قانون سره سم په خپل جوړښت کې هيڅ قوماندان نه لري.)) هغه زياته کړه چې دوستم د جمهوري رياست څوکۍ ته د کانديدو په خاطر د دفاع د وزارت له مرستيالۍ څخه استعفا ورکړې ده.


يو شمېر خلک اندېښمن دي، چې د بې وسلې شويو سرتېرو بېرته وسله وال کېدل او خپلوپخوانيو مليشوته ورستنېدل به د راتلونکي مياشتې ټول ټاکنې له خطر سره مخامخ کړي.


سياسي څيړونکى حبيب الله رفيع وايي: ((که هغه خلک، چې يو وار د بې وسلې کولو له پروګرام سره يوځای شوي وي، بېرته له خپلو پخوانيو ملېشو سره يوځای شي، نو ټاکنې به د ټوپک تر سيورې لاندې تر سره شي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists