فساد په ولسواليو کې د پراخيتا يي پرواگرامونو مخه ډب کوي

د ولايتي شوراگانو غړي دا مني چې کله ناکله د مرستو هڅې د ټولنو رښتينې اړتياوې په پام کې نه نيسي

فساد په ولسواليو کې د پراخيتا يي پرواگرامونو مخه ډب کوي

د ولايتي شوراگانو غړي دا مني چې کله ناکله د مرستو هڅې د ټولنو رښتينې اړتياوې په پام کې نه نيسي

Wednesday, 5 November, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د ليکوالو ليکنه

د افغانستان د درېو ولايتونو له چارواکو څخه وپوښتل شول د کمزورو پراختيايي پروژو په اړه معلومات ورکړي چې نيمگړې او پيسې يې جيبونو ته اچول شوي دي.

آی ډبليو پي آر د افغان د بياپخلاينې د پروگرام په ترځ کې د ننگرهار، باميانو او خوست په ولايتونو کې په رابلل شوو مناظرو کې د سولې د بهير د ملاتړ په موخه يو لړ سختې پوښتنې راولاړې شوې او عادي خلکو له حکومت څخه د حساب کتاب غوښتنه کوله.  

په ختيځ ولايت، ننگرهار کې په يوې رابلل شوې مناظره کې د کامې ولسوالۍ د ځايي شورا مشر، رحمان الله دل اغا وويل، په وروستيو کلونو کې د خير ښيگڼې يو شمېر ولسي گرانبيه پروژو د گټو پرځای ډېر تاوان رسولی دی. نوموړي په کامه کې د سپتمبر په ٣٠ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې د خبرو پر مهال وويل، حکومت او بسپنه ورکوونکو دواړو د ځايي خلکو پر اړتياوو سترگې پټې کړي او يو شمېر پروژې يې په اتفاقي ډول رامنځته کړې دي.   

د نوموړو پروژو په لړ کې يوه هم اغېزمنه نه وه، ځکه بودجه يې ځايي چارواکو او مشرانو چاڼ کړې. دل اغا وړاندې وويل، «په کامې کې داسې کومه پروژه نشته چې فساد پکې نه وي.»  

دل اغا د بېلگې په توگه په نوموړې ولسوالۍ کې د څاگانو د کنلو د يوې پروژې يادونه وکړه، چې پيسې يې له ځنډ پرته له لاسه وتلې وې. څاگانې په ناسم ډول کنل شوې او ژورې نه وې. په نورو پروژو کې د چرگانو د فارمونو او د برښنا د بندونو د پروژو يادونه وشوه چې ښايي په مليونونو ډالر پرې ولگول شي.  

هغه وويل: «زما په گډون د کامې د ولسوالۍ يو شمېر مشرانو په منظم ډول ځايي چارواکو، ولايتي ادراې او آن وزارتونو ته شکايتونه وکړل. هغوی نه يوازې زموږ پر غوښتنو غوږونه کاڼه کړل، بلکې ډېر ژر يې هغه پروژې پرانيستلې.»

د کامې ولسوال، حاجي زلمي ومنله چې فساد د تېر وخت يوه ستونزه ده، خو ټينگار يې وکړ، چې د خپلې دندې له پيل سره سم يې د هغې مخه نيولې ده. 

هغه وويل: «د کامې څلور تنه قومي مشران او د څاگانو د کنلو د پروژې دوه تنه انجينران څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.»

زلمي وويل، د ملي پيوستون پروژه، چې د ځايي اوسيدونکو په گډه مرسته د کلو د بيارغاونې کارونه پر مخ وړي، په دې ولسوالۍ کې فعاله ده.  

هغه وويل: «د ملي پيوستون پروژه او د جرمن اگرو اکشن د ودانولو پروژه اوس په شفاف ډول په کامې کې په کار بوختې دي. دا پروژې د ولسي شورا له خوا وړانديز شوې وې. پيسې شورا ته ورکول کيږي او د لگولو دنده يې د هغوی پر غاړه ده.»

د مرکزي افغانستان د باميانو د ولايت اوسيدونکي هم پر چارواکو د بې کفايتۍ او فساد تور پورې کوي.

د يکاولنگ په ولسوالۍ کې د سپتمبر په ٢٩ نېټه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د ولايتي شورا غړي، حيدر علي احمدي سلو تنو گډون کوونکو ته وويل، د ځايي حکومت له چارواکو د حساب کتاب پوښتنه، نه ده شوې.

هغه وويل: «هغه مهال چې ولسوالان د والي په دفتر کې خپل کاري رپوټونه وړاندې کوي، د مليونونو ډالرو په لگښت د پروژو د پلي کېدو يادونه کوي، خو کله چې سيمې ته څوک ورشي، نو حيران پاتې کيږې چې په مليونونو ډالره په کومو پروژو لگيدلي دي. چارواکي بايد ولس ته د بشپړو او نيمگړو پروژو رپوټ په سم ډول ورکړي. هغوی بايد د دې پروژو د پاتې راتگ يا برياليتوب لاملونه بيان کړي.»

احمدي وويل، د فساد او ناسم مديريت له امله کلونه کلونه يو شمېر نوښتونه سرته نارسيدلي پاتې دي.

هغه وويل: «موږ په باميانو کې داسې پرژې لرو چې له دولسو کلونو راهيسې نيمگړې پاتې دي. لکه د ساچک ښوونځي ودانۍ، د سربولک وياله، د بيگم سيغان ښوونځي ودانۍ او نورې پراختيايي پروژې.»

د يکاولنگ ولسوال، عبدالاحمد مبارز د دې ادعاگانو په غبرگون کې وويل، له خلکو سره پروسږکال او وړم کال سلا مشورې او غونډې جوړې شوې او په هغو کې «مو د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او خپل فعاليتونه مو ورته بيان کړي دي.»

د مناظرې يوه برخوال، اکبر له مبارز وپوښتل، څو پروژې يې د کار د نيمگړتيا له امله درولي دي.

مبارز په ځواب کې وويل: «په درۀ علي کې د برښنا د يوې پروژې او د سر گل د سړک جوړولو د يوې پروژې کارونه ودرول شوي او سرغړوونکي څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.»

په درېمه مناظره کې، چې په سويل ختيځ ولايت، خوست کې رابلل شوې وه، چارواکو ټينگار کاوه چې هر څه سم دي.

د مندوزيو ولسوال، محمد يونس ځدران وويل، د هغه ولسوالي د «سولې د ولسوالۍ» په نامه نومول شوې، چې د ښه امنيت له امله د زيات شمېر پراختيايي کارونو وړتيا لري.

هغه وويل، د څلورو مليونو ډالرو په ارزښت ٤١ پروژې د ملي پيوستون له خوا او سربېره پر هغې يو شمېر مرستندويه فعاليتونه، چې ټول لگښت يې ٦٠٠٠٠٠ ډالرو ته رسيږي، تر لاس لاندې دي.

د مناظرې دوو گډون کوونکو پوښتنه وکړه، ولې يو شمېر پلان شوي بنسټيزې پروژې پر مخ نه دي تللې، چې څو کاله د «سولې ولسوالۍ» ته د انعام په ډول ورکړل شوې وې. ځايي چارواکو په ځواب کې وويل،  له ولايتي دفتر او نړيوالو پراختيايي موسسو سره د ستونزې د هوارۍ په موخه په گډه کار کوي.

د مندوزيو د ولسوالۍ د روغتيا د څانگې مشر، فريدالله نصرت ومنله چې روغتيايي تاسيسات پوره سرچينې نه لري. په دې ولسوالۍ کې يوازې درې کلينيکه موجود دي او د اړتيا وړ کارکوونکي او وسايل نه لري.

هغه وويل: «سره له دې چې موږ په دې کلينيکونو کې پوره سرچينې نه لرو، خو د ملاريا، نري رنځ او موسمي ناروغيو او همدارنگه د ښځينه ناروغيو درملنه چمتو کوو.»

دا رپوټ د آی ډبليو پي آر د پروژې د مناظرو  د لړۍ: افغانې روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلتيا له لارې د سولې تامين او د باور رامنځته کول، پر بنسټ چمتو شوی دی.   

Frontline Updates
Support local journalists