Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

غالۍ واردولو کورني صنايع سخت زيانمن کړي دي

د ارزانه او مصنوعي ايراني غاليو د واردولو سيلاب ، افغاني خوارو کسب ګرو ته سخت زيان رسولى دى.
By IWPR

مصنوعي غالۍ ارزانه او مينځل يي هم آسانه دي. پر دى سربيره شب پره يا (اوربلک) يي هم نه شي خوړلى. خو د دغو غاليو واردول د افغانستان تر ټولو لوى او سنتي صنعت ته شديد زيان رسوي.


په لاس د اوبدل شويو افغان غاليو صنعت د ايراني واردو شويو غاليو له امله سخت متاثره شوى دى. د دى په نتيجه کى بيي ټيټى شوي دي او د غاليو توليدونکي د خپل ژوند د امرار له پاره بايد د غالى اوبدلو کسب پريږدي.


هغه غالۍ چى د هيواد په شمال او په ځانګړي توګه د کندز په ولايت کى اوبدل کيږي د خپل رنګ، ډيزاين او د دوام له امله په کورني او نړيوالو بازارانو کى ډپر شهرت لري.


دا غالۍ د مرينوس له وړيو څخه چى په طبيعي ډول رنګيږي اوبدل کيږي. يوه ښه افغاني غالۍ دوه سوه کاله عمر درلوداى شي. د غاليو د سوداګرو په وينا ډيرى غالۍ هر څومره چى عمر يي زيات شي هومره ښه کيږي.


خو دوى خبردارى ورکوي چى ايراني غاليو شديده سيالي رامنځ ته کړى ده. ځکه دا غالۍ په ارزانه بيه د افغانستان بازارونو ته راخليږي. يوه ٦ متر مربع ښه افغاني غالۍ له ٢٥٠ څخه تر ٤٠٠ امريکايي ډالرو بيه لري خو د يوى ايراني غالۍ بيه د افغاني غالۍ څلورمه برخه ده.


ايراني غالۍ له دى امله ارزانه دي چى مواد يي مصنوعي دي او د ماشين په وسيله اوبدل کيږي.


محمد نسيم چى يو وخت په کابل کى د غاليو د رانيولو اوپلورلو کسب درلود وايي ايراني غالۍ دومره ارزانه دي چى له پامه غورځول يي ګران دي. هغه وايي زموږ غالۍ ښه کيفيت لري خو تاسى کولى شى د يوى افغاني غالۍ په بيه پنځه ايراني غالۍ رانيسى.


د هيواد د کورني صنعت د ساتلو له پاره حکومت په دى وروستيو کى د ايراني غاليو په واردولو خنډونه لګولي دي.


د کورنيو چارو وزارت ژمنه کړى چى ډير ژر به د پولو کنترول تې لاسه کړي. د قاچاقو پر ضد د مبارزى مدير جنرال الحاج سلطان قريشي باور لري چى کيدى شي د ايراني غاليود وارداتو مخه ونيول شي.


البته د افغانستان مزدهمى پولى او د ګمرکي مامورينو تر منځ د فساد شته والى د دى پريکړى د تطبيق کار لاپسى ګرانوي.


د هيواد د غالۍ اوبدلو صنعت چى ٢٥٠٠ کاله عمر لري د افغانستان په شمال لکه چار درى، قلعۀ زال، امام صاحب، دشت ارچي سيمى چى ښه اقليم لري د پسونو د ساتلو له پاره مناسب ځايونه دي او له وړيو څخه يي غالى اوبدل کيدى شي ، متمرکز دى. خو د سيمى خلک وايي چى د غاليو د بازار خرابوالي پر هغوى منفي اثر درلودى دى.


د بيلګى په توګه ساجده په پام کى نيسو. هغه ٥٥ کلنه ده او له کوچنيوالي څخه غالۍ اوبي. هغه وايي د هغى مزد په يو متر مربع کى په دريو کى يوه برخه يعنى ٦٠٠ پاکستاني روپۍ (١٠ډالره) ټيټ شوى دى.


په هغو سيمو کى چى د خلکو ژوند ډير په دغه صنعت پورى تړلى دى، لږ تر لږه په هره کورنۍ کى له پنځو غړو څخه يو دغه کسب پريښى دى.


اشرف يو تن بل له دغو غالۍ اوبدونکو څخه دى. هغه شکايت کوي چى د غاليو په اوبدلو کى د اوږدو ګړيو کار او د ظريف کارۍ مهارت په پام کى نه نيول کيږي. هغه وايي د درى په دوو مترو کى يعنى د يوى شپږ متر مربع غالۍ د اوبدلو له پاره درى کسان بايد له ٤٠ څخه تر ٥٠ ورځو پورى کار وکړي.


بيه ، د غاليو په پير او پلور کى اساسي ارزښت لري. ايراني غالۍ د بيى له ټيټوالي ځينى نورى ښيګڼى هم لري. هغه وايي دا چى افغاني غالى له طبيعي وړيو څخه جوړيږي، شب پره (اوربلک) يي هم خوړو ته ميل پيدا کوي. د افغاني غاليو ښه والى دا دى چى اوږد عمر لري.


همدا سبب دى چى لويديځوال رانيوونکي اوس هم افغاني غاليو ته ترجيع ورکوي. يو تن له رانيوونکو څخه يو امريکايي عسکر دى چى وايي: افغاني غالۍ اوس هم د خپلى بيى ارزښت لري.


پيغمبرقل دوغان د افغاني غاليو د واردولو او صادرولو د اتحاديي ريس وايي: په ١٩٨٠ کال کى موږ ٢٥ هيوادونو ته غالۍ استولى چى له دى درکه مو مياشتنى عايد ٩-١٠ مليونو ډالرو پورى رسيده. په ١٩٨٥ کال کى زموږ صادرات د مياشتى ٦٥٠٠٠ متر مربع ته ورسيدل او زموږ عوايد ١٤ مليونو ډالرو ته ورسيدل.


په ١٩٩٢ کال کى د کورنۍ جګړى له پيل وروسته زموږ د غاليو صادرات يوازى په پاکستان پورى محدود پاتى شول او په چټکۍ سره د افغاني غاليو د توليد په مرکز بدل شو. دا له دى امله چى خلک د جګړو له کبله پاکستان ته کډه شول. دغى سوداګرى د پاکستان له پاره داسى حياتي ارزښت پيدا کړى چى د هغو د پايښت له پاره د پاکستان حکومت له سخا څخه ډکه سبسايډي وړاندى کوي .


کابل هڅه کوي چى د غاليو سوداګر هيواد ته راستانه شي خو په دى پوهيږي چى د غاليو صنعت د خپل پايښت له پاره په مبارزه دى ځکه چى بهرني رانيوونکي د افغانستان د امنيتي وضعى او د يوه بانکي سيستم د نشتوالي له امله ناراحته دي.


د دوغان په وينا له ضايعاتو سره سره ، د غالۍ اوبدلو په صنعت کى په سلو کى څلويښت استخدام او کار د کندز، بغلان، تخار، بلخ ، باميانو او د هرات په ولايت کى دى.


په عين حال کى ډيرو غير حکومتي موسسو د زياتو کارګرو له پاره په روزنى پيل کړى دى.


مجاهداله چى د بشري مرستو د سازمان د اوبدنى صنايعو د څانګى ريس دى وايي: د دوى ادارى د کندز، هرات، بادغيس او کابل په ولايتونو کى ٤٠٠ زده کوونکي د غالۍ اوبدلو په کورسونو کى تنظيم کړي دي. هغه وايي تر اوسه هم په نړيوال کچ د افغاني غاليو په برخه کى دلچسپي شته چى نوي غالۍ اوبدونکي دغه صنعت ته راجلب شي.