طوفانونه ورانى رامنځ ته کوي

ساړه بادونه د پلازمينى په شاوخوا کى زراعتي ځمکى ورانوي.

طوفانونه ورانى رامنځ ته کوي

ساړه بادونه د پلازمينى په شاوخوا کى زراعتي ځمکى ورانوي.

Monday, 21 February, 2005

له تيرو څلورو کلونو د محمد آصف د انګورو فارم (باغ) د کابل شمال ته د طالبانو او تاجک مقاومت تر منځ د يو بﻻ د کمزورى کولو لپاره د جګړى په لومړۍ کرښه و.


په ٢٠٠١ کال کى د طالبانو له ماتى او خواره واره کيدو وروسته ، دغه بزګر فکر وکړ چى ستونځى يي پاى ته ورسيدى. خو د دى مياتى په لومړيو، څنګه چى انګور د غوړيدو په حال کى و ، يوه نوي دښمن د هغه کروندى ورانى کړى.


ساړه بادونه چى له هندوکش څخه چليدل، د کابل په شاوخوا کى يي ډيرى زراعتي ځمکى يي ورانى کړى.


د پروان، لوګر او کاپيسا په ولايتونو کى بزګر د غيرطبعي او سړى هوا له امله حيران شوي او اوس رارسيدلى زيان حسابوي.


آصف جبل السراج ته نژدى د تګلار په کلي کى د انګورو شپږ کروندى درلودى. زه د انګورو ١٨٠٠ تاکونه لرم او تيرکال مى ٤٥٠٠ ډالره له هغو څخه تر لاسه کړي.


هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى هغه به نيکبخته وي چى سږکال ٤٠٠ امريکايي ډالر هم تر لاسه کړي، ځکه يخجن باد د هغه حاصل تباه کړ.


د کابل په هوايي ډګر کى د نړيوال سوله ساتي ځواک يا آيساف د ميترولوژي ماهرين وايي: هغه ساړه بادونه چى د جون د مياشتى په لومړيو دوو ورځو کى چليدل ، سرعت يي ٩٠ کيلومتره في ساعت و او د سوړوالي او تودوالي درجه يي د سانتي ګراد منفي لس وه.


د پروان په ولايت کى د زراعت د ادارى يوه چارواک عبدالراقب د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: ماهرين دغو پنځو ولسواليو يعنى، چاريکار، جبل السراج، بګرام او غوربند ته استول شوي چى د رسيدلي زيان سروى وکړي. هغوى رايور ورکړى چى له دريو څخه له دوو زياته برخه د انګورو حاصل په دغو سيمو کى له منځه تللى.


سربيره پر دى، په سلو کى اتيا سبزيجات چى هلته کرل شوي و هم بله کاره لويدلي دي.او په تقريبي ډول د حبوباتو او غنمو نيمايي هم تلف شوى.


د پروان د زراعت د ادارى يوه بل چارواک اول ګل دا خبره تائيد کړه چى په غوربند کى د سړو بادونو په ترڅ کى ٨٠٠ د زردالو او توتانو ميوه هم له منځه تللى.


دغو ونو فقط په ميوه کولو پيل کړى و، او دومره لا غټ شوي نه و چى د دغى هوا په وړاندى مقاومت وکړي. همدغه برخليک د انګورو هم و چى د پراخه په پروان کى شنه کيږي.


د زراعت د سيمه اييزه پلان ګذاري د ماهرينو په وينا، دا نوى راشنه شوي ميوى د سړو بادونو په ترڅ کى يخ او وروسته وچ شول. تر ټولو بده خو په کى لا دا ده چى د انګورو فصل د جګړو له کلنو څخه نوى د راغوړيدو په حال کى و، ځکه جګړى په هکټارونو زراعتي ځمکى له نش سره برابرى کړى.


د انګورو سږني فصل ته دا ټکان ورکوونکى ګذار به د افغانستان د مميزو چى د ملاحظى وړ صادرات لري هم اغيز ولري.


د سوداګرۍ وزارت د مميزو او ميوى د صادرولو د ادارى مشر سلام منير د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى د دى مياشتى ساړه بادونه به توليد نيمايي کم کړي. د مميزو توليد په کال کى ٦٠٠٠٠ ټنه دى ، خو سږکال يي ښايي دا بادونه ٣٥٠٠٠ ټنو ته راټيټ کړي.


که څه هم منير وويل: حکومت ٢٥٠٠٠ ټنه مميز له تيرکال څخه ذخيره کړي، نو اروپا، متحدو ايالاتو ، روسيي او آسيا ته به پر صادراتو اغيز و نه لري. د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى دغه راز راپورونه تر لاسه کړي چى د کابل او لوګر د ولايتونو بوټو ته هم شديد زيان رسيدلى دى.


د خاک جبار د ناحيي اوسيدونکى زمين اله وسيق وايي ، د هغه د زرداو څلور کلن باغ ايله ميوه کړى وه چى سړو بادونو هغه وچه کړه.


د بن حصار له کلي څخه نائب خان ناصري وايي چى د هغه د انګورو له نيمايي څخه زيات فصل ته زيان رسيدلى دى. او د محمد آغى له ولسوالۍ څخه د الوګانو کرونکى شفيع اله وايي: هغه نژدى ١٠٠٠ ډالره توليد د سړو بادونو له امله له لاسه ورکړي.


د بوټو د زيانمنيدو له راپورونو سره سره، د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال پروګرام او په کابل کى د زراعت د سازمان وياند ، عبدالوهاب د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل ، دوى د سړو بادونو او سړو طوفانونو له امله د زيانونو په هکله معلومات نه لري.


Frontline Updates
Support local journalists