طالب جنګيالي د سولې د خبرو په اړه يوه خوله نه دي

په ختيځو سيمو کې يو شمېر ياغيان د جګړې بندېدو ته چمتو دي.

طالب جنګيالي د سولې د خبرو په اړه يوه خوله نه دي

په ختيځو سيمو کې يو شمېر ياغيان د جګړې بندېدو ته چمتو دي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

تردې څو اوونيو پورې د طالب جنګيالي په توګه محمد ګل ټينګه عقېده درلوده چې د ناتو ځواکونو په وړاندې جګړه دخدای (ج) امر دی او تغيير نه منونکې ده.

اوس د هغه نظر ددې خبرونو په اورېدلو له شک سره مخامخ شوی، چې طالبان له متحده ايالتونو سره خبرې اترې پيلوي.

محمد ګل آی ډبليو پي آر ته وويل: «[په دې خبره] زما سر نه خلاصيږي. بهرنيانو پر دې هېواد يرغل وکړ. زموږ انډيولانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، شهيدان شول. خو اوس له امريکايانو سره د سولې خبرې کيږي. ما عقل له لاسه ورکړی (تلولی يم). نه پوهيږم چې دا جګړه سمه ده او که ناسمه.»  

د افغان پلازمينې، کابل، شمال ختيځ ته د کاپيسا ولايت د تګاب د ولسوالۍ اوسيدونکي، دې ياغي وويل، د سولې د خبرو  خبرونه د هغه په څېر طالب غړو ته يو ټکان دی. هغوی حيران دي چې که دا جګړه جهاد دی، نو د غورځنګ مشران ولې له «کافرو» سره خبرو اترو ته کښيني. 

هغه وويل: «طالب مشران بايد ددې پوښتنو ځواب ووايي.»

 د اوونۍ په پای کې داسې خبرونه خپاره شول چې طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستلو لپاره قطر ته يو پلاوی استولی دی او د متحده ايالتونو له چارواکو سره يې د رسمي خبرو اترو د پيلولو په موخه ليدلي کتلي دي.  په همدې وخت کې افغان حکومت اعلان وکړ چې هغوی په سعودي عربستان کې له طالبانو سره مستقيما خبرې پيلوي.

له يو څه وخته راهيسې په کاپيسا کې، چې زيات شمېر طالبان پکې مېشت دی، د قطر د سولې د راتلونکو خبرو اترو خبرونه اورېدل کيږي.  ښکاري چې يو شمېر طالبان د وسلو ايښودلو ته چمتو وي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور غواړي جګړې ته دوام ورکړي او هيڅ  راز روغه جوړه ونه مني.   

د طالبانو يو غړي، مولوي طارق وويل: «کله چې د سولې د خبرو اوازې خپرې شوې، څلوېښتو طالبانو خپلې وسلې کېښودې. نور  اته ويشت تنه بهرنيان او د افغانستان د نورو سيمو اوسيدونکي له سيمې ووتل.»  هغه زياته کړه، د ياغيانو قوماندانان د تشې د ډکولو لپاره «د ليکو د بيا تنظيم په هڅو لګيا دي.َ»   

د کاپيسا ولايت د اله سای د ولسوالۍ ولسوال، ملا محمد وويل، د سولې خبرو پر سيمې زيات اغېز وکړ. 

هغه وويل: «له هغه مهاله چې د سولې د خبرو اترو خبرونه خپاره شول، ددې سيمې زيات شمېر منځلاري طالبان په بشپړ ډول بدل شول. د ملي اردو او بهرنيو سرتيرو په وړاندې نور د پخوا په څېر بريدونه، نه کوي.»

نوموړي چارواکي زياته کړه، هغه ياغي ډلې، چې د «حقاني له شبکې» سره تړاو لری، يا هغه يو شمېر ياغيان چې افغانان نه دي، د خبرو له بهير سره مخالف دي.

حقاني ډله د طالبانو متحده ډله ده چې  د پاکستان له شمال لويديځي سيمې څخه فعاليت کوي.

د تګاب د ولسوال، عبدالحکيم اخونزاده په وينا د حقاني تر مشرۍ لاندې ياغيان «له امريکايانو سره خبرو اتر ته چمتو نه دي.»

په داسې حال کې چې افغانان د جګړې پای ته تږی دي، زيات شمېر خلک په ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له اسلام څخه د هغوی د سخت تعبير له امله بېرته سياسي بهير ته د طالبانو له راستنېدو ډاريږي. 

افغان رسنيو په اسلام آباد کې د طالبانو د پخواني سفير، عبدالسلام ضعيف له خولې، چې د ګوانتنامو بند يې هم تېر کړی،  ليکلي، پخواني سخت قوانين د هغه مهال خبره وه او اوس غورځنګ نه غواړي هغسې سخت قوانين پلي کړي.

هرڅوک پر دې نه قانع کيږي، چې ګوندې طالبان دې بدلون ومومي. د کاپيسا يو دولتي کارکوونکي له ياغيانو سره د معاملې له امله د سخت حالت وړاند وينه وکړه. 

هغه وويل: «کورنۍ جګړه به بيا پيل شي، طالبان به افراطيت بېرته راوړي او ښځې به له زده کړې پرته د کورونو دننه پاتې شي. د اوسني حکومت کارکوونکي به له سختې سزا سره مخامخ شي.خلک به له هېواده ووځي.  [د تېرو لسو کلونو] لاسته راوړنې به پر اوبو لاهو شي.»

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists