طالبان په غزني کې هوايي څپي کنترولوي

ياغيانو د راډېو له لارې په يو ولايت کې موسيقي او د ټولټاکنو کمپاين منع کړى دى.

طالبان په غزني کې هوايي څپي کنترولوي

ياغيانو د راډېو له لارې په يو ولايت کې موسيقي او د ټولټاکنو کمپاين منع کړى دى.

. طالبان چې ددې سهيلي ولايت زياته برخه په لاس کې لري د هوايي څپو له لارې په موسيقۍ او د تفريحي پروگرامونو پر خپراوۍ بنديز لگولى دى.



د رادېو ستيشنونو مسؤولين ډاريږي، چې دا بنديز سياست ته ونه رسيږي. ژورنالستان د اگست په شلمه ولسمشريزو او د ولايتي شوراگانو ټولټاکنو په اړه ځانونه ډېر محدود بولي.



له غزني څخه د "اميد جوانان" خپرېدونکې رادېو مسؤول، ادريس سروش آزاد زوى وويل: "موږ له طالبانو څخه ډاريږو."



آزاد زوى د خپل ډار لپاره ښه دليل لري. د جولاى د مياشتې په اتمه د ماښام په اتو بجو په غزني کې د درېو رادېوگانو خپرونې نه وې. کله چې درې ورځې وروسته بېرته پيل شوې، د هغو ى پروگرامونو زيات بدلون موندلى و. موسيقي او تفريحي پروگرامونه ٩٠ سلنۍ بند شوي وو.



آزاد زوى وويل: "طالبانو پر موږ شرطونه ايښي دي. يو شرط دا و چې شخصي رادېوگانې بايد تفريحي پروگرامونه خپاره نه کړي. د غزني ولايت امنيتي وضعه ښه نه ده. له دې امله د وضعې تر ښه کېدو پورې بايد موږ هغه څه وکړو، چې طالبان يې راته وايي."



طالبانو د ولسمشريزي ټولټاکنو د گډوډولو په اړه خپله غوښتنه نه ده پټه کړې. د جمعې په لمانځه کې له ياغيانو څخه ډکې موټرې څرگنديږي او گواښ کوي چې که هرچا په دې "کفري" ټولټاکنو کې گډون وکړ، نو له سخت غچ سره به مخامخ شي. راکټي او ځانمرگي بريدونو پلازمېنه کابل او د هلمند په څېر يو شمېر ولايتونه ولړځول. ښايې هيڅ څوک هيڅ رايه ورنه کړاى شي.



غزنى له کابل څخه يوازې يو ولايت وړاندې پروت دى. په منځ کې شمال لويديځ ته د ميدان وردک او شمال ختيځ ته د لوگر ولايت پروت دى. دا دواړه ولايتونه د تېر کال راهيسې له ياغيانو ډک دي.



د اميد جوانان يو خبريال آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د رايو ورکولو په ورځ به د ټاکنو د بهير په اړه هيڅ رپوټ ورنه کړم.



هغه وويل: "موږ به ونه کړاى شو په ښار يا ولسواليو کې د رايو په اړه څه شى خپاره کړو. په پام کې و د سيمه ييزو رادېوگانو ستيشنونه خلکو ته معلومات او د رايو د شفافيت په اړه ډاډ ورکړي، خو له بده مرغه موږ به و نشو کړاى ددې ډېرې مهمې ورځې په اړه رپوټ ورکړو."



په غزني کې د الجزېرې د تلويزيوني شبکې مېشت خبريال، رحمت الله نېکزاد وويل، په دې ولايت کې خبريالان هم د حکومت او هم د ياغيانو تر سخت فشار لاندې دي.



هغه وويل: "تر دې وروستيو وختونو پورې په غزني کې د ژورنالستانو وضعيت په نسبي توگه ښه و. اوس هغوى له طالبانو او پوليسو دواړو سره په ربړ کې دي. ژورنالستان ډاريږي، خو له هغې سره سره بايد په يو ډول نه په يو ډول د ټاکنو په اړه خبرونه ورکړو."



په غزني کې د "دهکدې رادېو" مشر، سيد احمد سروش تر هغه چې طالبان په واک کې وي، د وضعې په اړه اندېښمن دى.



هغه وويل: "دا کار په غزني کې د خلکو او ژورنالستانو لپاره يوه ستره ننگونه ده. موږ نه پوهيږو چې څه به پېښ شي."



د دهکدې د رادېو يو کارکوونکى، حامد يزدان پناه له دې خبرې سره موافق دى.



هغه وويل: "په غزني کې ژورنالستان په ناتار کې دي. هغوى ولسواليو ته له دې امله نشي تللاى چې د طالبانو ترگواښونو لاندې دي. که په هغې سترگې پټې کړو، ښايي زموږ د رادېو ستيشن وسوځوي."



پناه وويل، طالبانو ژورنالستانو ته گوته څنډلې چې د کمپاين په اړه څه ونه وايي. "زه فکر نه کوم چې څوک دې د ټاکنو په اړه رپوټ ورکړي."



دغزني د پوليسو د امنيت امر، عبدالرحمن شهيدزي آى ډبليو پي آر ته وويل، وضعه ښه ده. رسنۍ کولاى شي په ازادانه توگه خپرونې وکړي.



هغه وويل: "موږ غواړو د غزني ټولو اوسيدونکو ته ډاد ورکړو چې هيڅ ستونزه نشته. امنيت د پوليسو د هڅو په نتيجه کې تر هغې ورځې پورې ښه کيږي. موږ د دې رادېو گانو مسؤولينو ته ډاډ ورکوو چې آن د ټاکنو په ورځ هيڅ ډله او فرد هغوى نه ترهولى شي او نه يې په خطر کې اچولاى شي."



د شهيد زي د وينا له مخې د پوليسو، ملي اردو او نړيوالو سرتېرو په گډون پوره امنيتي ځواک شته چې د ټاکنو پر مهال امنيت تضمين کړي. هغه زياته کړه، پوليس به د پليټ له شمېرې پرته موټرو ته ښار ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي. دا راز ټولې موټرې به ونيول شي.



د غزني د ټولټاکنو د کميسون مشر، عبدالباري رحيمي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې کميسون خبريالانو ته کارتونه ورکړي دي ترڅو د ټاکنې په ورځ له امنيتي پوځونو سره په ستونزو کې پاتې نشي.



د پېژندنې کارتونه له طالبانو سره د مخامخ کېدو پر مهال مرسته نشي کولاى. د طالبانو د رسمي ويب پاڼې له مخې ياغيان په پام کې لري چې له ټاکنو څخه يوه ورځ دمخه لارې بندې کړي او په هېواد کې ازاد تگ راتگ ته اجازه ورنه کړي.



د اميد جوانان د رادېو آزادزوى وويل: "که وضعه همداسې دوام ومومي، هيڅ کوم خبريال به د ټاکنو په ورځ رپوت چمتو نه کړاى شي."



نولس کلن اميد چې د دهکدې رادېو تفريحي پروگرامونه يې اورېدل، آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه د وضعې په اړه خوشبين نه دى.



اميد وويل: "امنيت ښه نه دى. له دې درې واړو رادېوگانو څخه يوه هم موسيقي نشي خپرولاى. زه باوري يم چې د ټاکنو په ورځ به دا ټولې تړلې وي. "



د غزني اوسيدونکي ښايي د ټاکنو په اړه خبرونه وانه اورېد لاى شي، خو زياتره خلک د تفريحي پروگرامونو د نه خپرېدا له امله اندېښمن نه دي.



د قدرت الله په نامه د غزني يو اوسيدونکي وويل: "موږ د رادېو له نوو پروگرامونو څخه خوښ يو. هيله من يو د ټاکنو په ورځ د رادېو دا درې واړه ستيشنونه وکړاى شي په غزني کې د ټاکنو په اړه سم رپوټونه خپاره کړي."



د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وويل اسلامي بنسټپالو پتېلې د "غيراخلاقي" پروگرامونو د خپرولو په اړه د يو شمېر شکايتونو له رارسيدو وروسته د غزني د رادېو پروگرامونه بدل کړي.



د محمد نسيم په نامه يو ځايي اوسيدونکي وويل: "د غزني خلک مذهبي خلک دي. دا ډېره ښه خبره ده چې د موسيقۍ پروگرامونه په يو لړ پيغام لرونکو خپرونو باندې بدل شول. پروگرامونه بايد اسلامي وي."



يوه رادېو چې له ستونزو سره مخامخ شوې نه ده، د غزنويان راديو ده؛ ځکه د هغې محتوا لا له پخوا څخه د طالبانو له غوښتنو سره سمون درلود.



د غزنويان د رادېو مشر، فريد احمد عمري وويل: "زموږ رادېو يوه مذهبي رادېو ده. موږ له هيچا څخه نه ډاريږو او په ازادانه ډول خپل رپوټونه خپروو."



د غزنويان د رادېو يو خبريال، مصطفى عندليب له دې خبرې سره موافق دى.



هغه وويل: "زه نه ډاريږم. په رادېو گانو باندې پلى شوى قانون مثبت اغېز لري. د هغې له امله په تفريحي پروگرامونو کې کموالى راغلى دى."



يوازې هغه سړى چې ښکارى د طالبانو د محمدوديتونو په اړه يې څه نه دي اورېدلي، هغه د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، راز محمد تلاش دى. هغه د رسنيو د څارنې مسؤوليت لري.



هغه وويل: "موږ ته هيچا په دې باره کې څه نه دى ويلي. موږ ددې موضوع په اړه معلومات نه لرو. که څه معلومات مې لاس ته راوړل تاته به يې ووايم."
Frontline Updates
Support local journalists