طالبان قاچاقي وسلى رانيسي

داسى ويرى دي چى قاچاق کوونکي پخوانيو طالب او د القاعدى جنګياليو ته وسلى پلوري.

طالبان قاچاقي وسلى رانيسي

داسى ويرى دي چى قاچاق کوونکي پخوانيو طالب او د القاعدى جنګياليو ته وسلى پلوري.

هغه مهال چى د پوليسو له خوا يو روسي کاماز ګاډى د کابل د ښار په مرکز کى ودرول شو د وسلو داسى انبار وليدل شو چى د يوه کوچني پوځ د تجهيز کولو له پاره کافي و.


د دغه ګاډي د تلاشي په ترڅ کى ٣٠ کلاشنيکوفونه، درى پاکستاني ماشين ګڼى، دوه توغندي ويشتونکي، ٢٠ لاسي بمونه او ٧٠٠٠٠ مرمۍ تر لاسه شوي دي.


د دغه انبار تر لاسه کول هغه نوى ويرونکي قاچاق جوتوي چى له افغانستان څخه ګاونډي پاکستان ته وسلى ځي .


د دفاع وزارت وايي سږکال تر اوسه ٤٧٥ ځله داسى د وسلو انبار تر لاسه شوى چى پکښى ٢٠٠٠ توغندي او ٤٠٠ د ځمکى ماينونه او پنځه مليونه مرمۍ هم دي.


vدا وسلى په ګاډو، لاريو او آن د غرنيو سيمو له لارى انتقاليږي. داسى ويرى دي چى د دغو وسلو ډيره برخه د پخوانيو طالبانو او القاعده جنګياليو لاس ته لويږي چى د پولى تر شاوخوا فعاله دي.


د وردګو له ولايت څخه چى د پلازمينى لويديځ ته پروت دى د وسلو يو تن قاچاق کوونکى لطف اله د دغى سوداګرۍ په هکله وضاحت ورکړ. هغه وايي موږ دا وسلى اکثره له هغو عسکرو څخه تر لاسه کوو چى تنخواه ګانى يي نه دي ورکړ شوي. وسلى د لوګر او وردګو د ولايتونو له لارى د پاکستان سرحدي سيمو لکه ميرانشاه، واڼى او بنو ته وړل کيږي او هلته يي موږ په لوړه بيه پر قبايلي خلکو پلورو. يو کلاشنيکوف په ٥٠٠٠ پاکستاني روپيو (٨٠ امريکايي ډالره) رانيسو او هلته يي په ١٥٠٠٠ روپيو خرڅو. عزيزاله يو عسکر چى اوس دغه قاچاق کوي له بيلا بيلو قومندانانو سره اړيکى لري او ترى وسلى رانيسي. قومندانان په دى خوشحاله دي ځکه څومره چى د عسکر و شمير يي ډير وي هومره له حکومت څخه پيسى تر لاسه کوي. هغه وايي تر اوسه مى ٦ کلاشنيکوفونه پر قاچاق کوونکو پلورلي دي. زه له يوه قومندان سره وسله اخلم او د څو ورځو له تيرولو وروسته بيا بل قومندان ته ځم.


د پوځ پخوانى افسر ډګروال عبدالاحد وايي قاچاق کوونکو ته د عسکرو له خوا د وسلو پلورلو دود ډير پخوانى دى. هغه وويل دا عسکر اکثره په ليرى ولايتونو کى وو او حکومت نه شو کولى چى پر وخت يي تنخواه ګانى ورکړي.


اوس قاچاق کوونکي او د وسلو سواګر په لويديځو وسلو کى دلچسپي اخلي. دوى وايي چمتو دي چى يوه امريکايي يا ايساف تومانچه په دوه لکه پاکستاني روپيو رانيسي. د آيساف د مطبوعاتو افسر ټيري هى وايي زموږ ټولى وسلى ګرانى دي او دوى نه شي کولى تر څو چى موږ ونه وژني وسله راڅخه واخلي.


د جولاى په مياشت کى ولس مشر کرزي اعلان وکړ چى د هيواد له لر او بر څخه به يو مليون وسله ټوله کړي. خو په داسى هيواد کى چى وسله يي د کلتور برخه وي، دا يو ګران کار دى. ډيرى دا وسلى چى اوس پرى قاچاق کيږي د وسلو ټولولو د کميسون له خوا راټولى شوى وى او هيڅکله هم له منځه نه دي وړل شوي. او هغه مهال چى د جلال آباد له تورى بوړى څخه طالبان وتښتيدل په زرګونو وسلى يي قومندانانو ته پاتى شوى.


د پاکستان سره پوله لرونکي ولايتونه او قبايلي سيمى هغه ځايونه دي چى د وسلى قاچاق پکښى تر سره کيږي چى په څرګنده سيمه اييز قومندانان پکښى لاس لري.


يو عسکر اختر محمدچى د ننګرهار د عبدالوحيد د ټولي سره کار کوي وايي: موږ ١٥ کاله جهاد وکړ. موږ ډير ځوريدلي يو او نن قومندانان زموږ پر وينه لوبى کوي. ما يو کلاشنيکوف درلود چى عبدالوحيد راکړى و. لس ورځى وړاندى يي له ما بيرته واخيست او ما ته يي وويل چى حکومت ته يي ورکوي، خو هغه يي حکومت ته ور نه کړ او پاکستان ته يي يوړ. يوه بل جنګيالي شريف اله د محمد د ادعا په تائدولو وويل قومندانان له خپلو کسانو وسلى ټولوي او بيا يي خرڅوي.


پوځي قومندانان په دغى سوداګرۍ کى لاس لرل ردوي. حاجي محمد حسن د حزب اسلامي يوه قومندان وويل موږ له خپلو کسانو څخه وسلى راټولى کړي دي خو پلورلي مو نه دي. خلک زموږ په هکله ناسم پوهاوى لري.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists