طالبان د هلمند د بند د ورانولو خبره نه مني

.ياغيانو ويلي چې په سيمه کې خپل حضور زياتوي

طالبان د هلمند د بند د ورانولو خبره نه مني

.ياغيانو ويلي چې په سيمه کې خپل حضور زياتوي

The Kajaki dam in Helmand province. (Photo: Musadeq Sadeq/US State Department/ Wikimedia Commons)
The Kajaki dam in Helmand province. (Photo: Musadeq Sadeq/US State Department/ Wikimedia Commons)
Powerhouse on Kajaki dam. (Photo: Musadeq Sadeq/US State Department/ Wikimedia Commons)
Powerhouse on Kajaki dam. (Photo: Musadeq Sadeq/US State Department/ Wikimedia Commons)

 

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، گل احمد احسان ليکنه 

طالبانو د هلمند د سويلي ولايت د کجکي د برښنا پر بند د بريد لپاره د ځواکونو د راټولو له خبرو په داسې وخت کې غاړه غړولې [انکار کړی] چې د ودانولو د کار او د امنيت د لېږد مسؤوليت له امريکايانو څخه د افغان [وسله وال ځواک] لاسونو ته ورځي.   

متحده ايالتونه، چې له څو کلونو راهيسې يې د برښنا د نوموړي بند د رغاولو او جوړولو په کار کې  پانگه اچولې، پاتې کار د افغان دولت د برښنا شرکت ته سپاري. په عين حال کې افغان اردو او پوليس په ٢٠١٤ کال کې د ناتو د ځواکونو له وتلو دمخه د امنيت مسؤوليت پر غاړه اخلي.

د کجکي ولسوال، عبدالرازق مظلوميار وايي، هغه ته معلومات رسيدلي، په سلگونه کورني او بهرني طالبان په پام کې لري چې پر نوموړي بند بريد وکړي، له منځه يې يوسي يا يې ويجاړ کړي. 

هغه وويل: "حکومت بايد ژر تر ژره په سيمه کې د پوليسو شمېر زيات کړي، که نه، نو د موجودو پوليسو پر مټ به د بريد مخنيوي ناشونی وي."

په هلمند کې د برښنا د توليد حکومتي مسؤول چارواکي، انجنير فيض الله وويل، طالبانو له پخوا راهيسې پلان درلود چې د کجکي پر بند بريد وکړي، خو اوس يې خپل شمېر زيات کړی دی. 

هغه وويل، "ما په دې وروستيو کې واورېده چې ياغيان له ايران او پاکستان څخه راغلي او غواړي بند ويجاړ کړي."هغه زياته کړه، ډاډمن يم ځايي ولس به ددې کار مخه ونيسي.

هغه وويل: "د روسانو په وړاندې د ١٩٨٠ کلونو د جګړې په بهير کې د [مجاهدينو] يو شمېر قوماندانانو ته د پاکستان له خوا د کجکي د بند د نړولو لارښوونه شوې وه، خو هغو دا کار ونه کړ، ځکه هغوی افغانان وو او پر دې پوهېدل چې دا يوه ملي شتمني ده. هيله من يم اوسني مخالفين به مو هم همداسې وکړي."

د هلمند د والي وياند، عمر ځواک وويل، په لنډه موده کې به د کجکي د بند په سيمه کې د ياغيانو د شړلو لپاره تصفيوي عمليات پيل شي.

هغه وويل: "موږ د هر ډول گواښ په وړاندې چمتووالی لرو."

په لښکرگاه کې د هلمند د پوهنتون يوه محصل، خدايداد وويل، پر دې ټول پوهيږي چې ياغيان د بند شاوخوا ته راټول شوي دي.

هغه وويل: "کيبلونه او د [برښنا] د لېږد مزي څو څو ځلې پرې کړای شوي دي ... اوونۍ او آن مياشتې مياشتې برښنا نه وه."هغه زياته کړه، د هغه په اند دا د بهرنيو ياغيانو کار دی.

هغه وويل: "يو رښتينی افغان او مسلمان به هيڅکله خپل کور وران نه کړي او خپل خلک به ونه وژني، ځکه ددې کار لارښوونه د پرديو له خوا ورکول کيږي."

زيات شمېر خلک په دې اند دي چې د اوبو د برښنا د بندونو په ورانولو کې د پاکستان او ايران مينه په دې کې ده چې هغوی نه يوازې د افغانستان د پرمختگ مخه نيسي، بلکې دا دولتونه نه غواړي پر هغو سيندونو بندونه جوړ شي چې اوبه يې د هغوی خاورې ته بهيږي. 

د طالبانو يوه وياند دا ونه منله چې هغوی دې پر بند د کوم بريد اراده ولري.

د قاري يوسف احمدي په نامه د طالبانو يوه وياند وويل: "موږ هيڅکله داسې کار نه دی کړی او نه دا اراده لرو چې ملي شتمني ويجاړه کړو. موږ پر پوځي استوگنځايونو [قرارگاوو]، هوايي ډگرونو او نړيوالو سفارتخانو د بريد وړتيا لرو. که مو غوښتی وای  نود کجکي بندبه مو لا ډېر پخوا  ويجاړ کړیواى .

د لښکرگاه د يوه اوسيدونکي، تيمورشاه زړه ته د انکار خبره ونه لوېده.

هغه وويل: "طالبان درواغ وايي. زه څو تنه طالبان پېژنم چې په هلمند کې ژوند کوي. هغوی ښوونځيو ته اور اچولی او د برښنا مزي ېې شلولې دي. آيا دوی پر دې نه پوهيږي چې څوک زياتره له برښنا څخه گټه اخلي؟ ايا دا حکومتي چارواکي دي او  که عام خلک؟"

د کجکي بند په ١٩٥٠کلونو کې په دې موخه جوړ شوی چې د هلمند له سيند څخه د افغانستان سويلي برخې ته برښنا چمتو کړي. د نوموړي بند يوه برخه جوړه شوه، خو په ١٩٧٩ کلونو کې د شوروي اتحاد د يرغل په وړاندې دوو لسيزو په جگړو کې له کاره ولوېده.

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو راوروسته نړيوالې ټولنې د کجکي د برښنا د بند جوړولو ته لومړيتوب ورکړ، ترڅو د هلمند او کندهار ولايتونه په راتلونکې اقتصادي غوړېدا کې ونډه واخلي.

د افغان مسلح قوتونو ته ،  بند ته د ورغځيدلي سړک د امنيت په تامين کې لسگونو سرتېرو ته زيان ورسېدلی دی. په ٢٠٠٨ کال کې درېم توربين فابريکي ته د نصب په موخه د پنځو ورځو عملياتو په ترڅ کې وليږدول شو، چې زيات شمېر پوځي شتون ته يې اړتيا درلوده. د ناامنيو د دوام له امله د نوموړي توربين نصب وځنډيد. 

فيض الله آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه نه پوهيږي چې ولې د کجکي پروژه له څو کلونو وروسته بيا هم نيمگړې پاتې شوه.

هغه وويل: " امريکايانڅو وارې  د هلمند له خلکو سره د بند د جوړولو ژمنه وکړه، خو وضع لا هماغسې پر خپل ځای پاتې ده."

د [هلمند] ولايت د اوبو او برښنا رياست وايي دمگړۍ شاوخوا ٤٠ زره کورنۍ د کجکي د بند له برښنا څخه گټه اخلي، هغه هم د ورځې درې ساعته، ځينې کورونه  په هرو درېو ورځو کې يوازې څو ساعتونه برښنا لري. په گاونډي ولايت، کندهار کې  شاوخوا سل زره کورونه هم له نوموړې فابريکې څخه برښنا اخلي.

د هلمند ولايت د پوليسو مشر، سمونوال عبدالنبي الهام وايي، د بند په اړه وروستی گواښ رښتينی خطر نه، بلکې هسې يو تش پروپاگند دی. 

هغه وويل: "د وسله والو مخالفينو ډلې د بند شاوخوا شته، خو زه ډاډمن يم چې هغوی د بريد وړتيا نه لري. ځينې وختونو ددې لپاره گونگوسې خپروي چې په رسنيو کې راڅرگند شي او خپله پياوړتيا وښيي."

گل احمد په هلمند کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.


Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists