طالبان د غزني په لوړپوړو چارواکو باندې غږ کوي

داسې بريښي، چې حکومتي سرتېرو د افغانستان له تاوتريخوالي ډک سهيلي ولايت کې د بغاوت د پای ته رسولو لپاره ملا تړلې ده.

طالبان د غزني په لوړپوړو چارواکو باندې غږ کوي

داسې بريښي، چې حکومتي سرتېرو د افغانستان له تاوتريخوالي ډک سهيلي ولايت کې د بغاوت د پای ته رسولو لپاره ملا تړلې ده.

. ددې ولسوالۍ ټول اوسېدونکي پښتانه دي، چې په دې وروستيو وختونو کې د طالبانو د يو لړ بريدونو سره مخامخ ده.



دغزني ولايت د تر ټولو لويي ولسوالۍ، اندړو، سړکونه په دې ورځو کې خالي دي. يوازې بايسکلونه او يا خره د ولسوالۍ او کليو او يا ولسوالۍ او غزني تر منځ په لارو او سړکونو کې خلک له يوځای څخه بل ځای ته ليږدوي.



ددې کار لامل د خلکو بيوزلتوب او يا وروسته پاتې والی نه دی، چې له امله يې په سيمې کې د ترافيکو ګڼه ګوڼه نه ليدل کيږي. دا د طالبانو او حکومت تر منځ د غوښتنې يوه جګړه ده.



د يو لړ وروستيو بريدونو له امله د مرګ او ژوبلې په رامنځته کېدو حکومت د اپرېل د مياشتې په نيمايي کې په نوموړی ولسوالۍ کې د ناثبت شويو موټرسايکلونو په تګ راتګ بنديز ولګولو او په دې توګه يې د ياغيانو د بريد د اسانې او خوښمنې لارې مخه بنده کړه.



ددې لپاره چې طالبان وروسته نه وي پاتې شوي، له ځنډ پرته يې د ځان له خوا يو فرمان خپور کړ او په ټولې ولسوالۍ کې يې د موټرو په تګ راتګ بنديز ولګولو او له فرمان څخه سرغړوونکي يي د طالبانو د بريد موخه وبلله.



له دې امله سړکونه له موټرو خالي او تش پش دي. له بنديز څخه لس ورځې وروسته موټرسايکلونه يو ځل بيا په سړکونو راڅرګند شول، خو موټرونه هغومره زيات نه دي او يوازې د ګوتو په شمېر ګرځي. دا کار ددې څرګندوونکی دی، چې خلک د حکومت په پرتله له طالبانو څخه زيات ډاريږي.



د سفراز د کلي يو اوسيدونکي، رحمت الله وويل: ((موږ نه ګورو چې د پوليسو کومه ګزمه يا حکومتي پلاوی دې زموږ کلي ته راشي، خو وسله وال طالبان ګورو چې په سيمې کې ګرځې راګرځي. اوس بايد له چا زيات وډاريږو؟))



د طالبانو يو قوماندان، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل: ((دا ددې څرګندوونکې ده، چې د سيمې کنترول د چا په لاس کې دی.))



د طالبانو تر مشرۍ لاندې د وروستيو مياشتو بغاوت او تاوتريخوالي جوته کړه، چې د کابل سهيل ته 135 کيلومتره وړاندې پروت غزني د افغانستان د سهيلي ولايتونو له ډلې څخه تر ټولو زيات نارامه ولايت دی.



د يوې حکومتي سرچينې په وينا په يوازې په شپږو تېرو مياشتو کې د اندړو په ولسوالۍ کې 28 حکومتي کارکوونکي له پښو غورځول شوي دي.



تر ټولو زياته مشهوره پېښه د مارچ د مياشتې په نيمايي کې د غزني د پخواني والي، ملا تاج محمد قاري بابا وژل و. قاري بابا په دې وروستيو وختونو کې د ولسوالۍ امنيت په غاړه اخيستی و او لوړه يي کړې وه، چې تاوتريخوالي ته به په هغه ولسوالۍ کې د پای ټکی ږدي.



طالبانو ګوته څنډلې وه، چې سږکال به خپل بريدونه زيات کړي او 2006 کال يي د دښمن (د ماتې کال) بللی دی.



حکومت په اندړو کې تاوتريخوالی هسې بابېزه خبره بلي.



د غزني ولايت د پوليسو قوماندان، عبدالرحمن سرجنګ دا خبره نه مني، چې په سيمې کې دې طالبان پر کوم ځای واکمن وي. هغه وويل، د خلکو او يا موټرو په ګرځېدو راګرځېدو هيڅ بنديز لګېدلی نه دی.



هغه وويل: ((په اندړو کې ډېر سړکونه دي... هغه ټول څوک بندولای نه شي.))



د کورنيو چارو وياند، يوسف ستانکزي هم د طالبانو تر لاس لاندې د کومې سيمې خبره رد کړه او ويې ويل، چې ولايتي پوليس د وضعې او حالت څارنه کوي.



ولايتي پوليسو، ملي اردو او د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي پوځونو د طالبانو له فرمان وروسته د اندړو په ولسوالۍ کې ګډ عمليات تر سره کړل او 25 تنه شکمن طالب جنګيالي يي ونيول.



خو د کلي اوسيدونکي بيا بله خبره کوي.



داندړو د ولسوالۍ د رستم د کلي اوسيدونکي ظاهرخان وويل، هغه د يو کلي په هټۍ کې ناست و، چې په موټرسايکلو سپره يوه ډله طالبان راغلل او په لاس ليکل شوې يوه شبنامه يي ووېشله او خلکو ته ګواښ وکړ، چې په موټرو کې ونه ګرځي.



هغه وويل: ((اوس د اندړو په ولسوالۍ کې په موټرو کې سپرېدل ځان له خطر سره مخامخ کول دي.))



د موټرو په ګرځېدو باندې له بنديز څخه وروسته ياغيانو د څلورو موټرو په ټايرونو ډزې وکړې، چې په سړکونو ګرځېدل.



تر ټولو هغه سخت ناروغان تر ناوړه اغېز لاندې راغلي دي، چې نه شي کولای په پښو باندې روغتونونو او کلينيکونو ته ځانونه ورسوي.



ظاهر خان وويل: ((يو شمېر خلک تر ولايته پورې لاره په خپلو پښو وهي.))



د يو بس موټر چلوونکی، جانداد خان چې زياتره له اندړو څخه غزني ته ځي راځي، وويل، د ولسوالۍ له دفتر بهر حکومت په امنيتي پوستو او لويو سړکونو لږ کنترول لري.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((په ليرې پرتو سيمو کې رښتيني واک د طالبانو په لاس کې دی، چې په ازادانه توګه له هر ارز ډار پرته شپه او ورځ په سيمه کې ګزمې کوي.))



نوموړی زياتوي: ((دا کار سړي ته سل کاله وړاندې يادوي. خلکو به يا په بايسکل او ياد خره په سپارلۍ سفرونه کول.)) ((اوس هغوی له ډاره خپل موټرونه سړک ته نه شي راايستلای.))



سيمه ييز طالب قوماندان، ملا محمد انس (مستعار نوم)، چې د هغه د چاخبره په اندړو کې د شورشي فعاليتونو د سرته رسولو لپاره د ملېشو واکمنې شورا له خوا ټاکل شوی دی، ادعا کوي، چې چارواکي د هغه له ځواکونو سره د مقابلې لپاره زړه نه ښه کوي.



هغه وويل: ((د هغوی تګلاره له طالبانو سره د مقابلی مخنيوی دی. موږ ګورو، چې پوليس په امنيتي پوستو او د سړک په غاړو هسې خوشې ولاړ وي. موږ تل د هغوی په وړاندې ځو راځو.))



د انس په وينا طالبان په اندړو کې له دې امله ګټونکي نه دي، چې ښه تجهيزات لري، بلکې له دې امله ګټونکي دي، چې خلک يې مخ په زياتېدونکې توګه ملاتړ او پلوی کوي.



هغه وايي: ((موږ د خلکو په منځ کې نفوذ پيدا کوو. موږ دوه کاله دمخه په ولسوالۍ کی د پښې کېښودو لږ ځايونه درلودل، خو اوس په هر کلي کې ځاې لرو.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists