طالبان د زړه غوټه په اربکيانو (ځايي پوليسو) پرانيزي

ياغيان وايي «نامسلمان» پوليس (اربکي) نه د واده مراسم پر ځای کولای شي او نه يې جنازه کيږي.

طالبان د زړه غوټه په اربکيانو (ځايي پوليسو) پرانيزي

ياغيان وايي «نامسلمان» پوليس (اربکي) نه د واده مراسم پر ځای کولای شي او نه يې جنازه کيږي.

A French EC725 Cougar helicopter soars through a valley in Kapisa province on its way to a combat outpost in the Tagab valley. (Photo: U.S. Navy photo by Petty Officer 1st Class Mark O’Donald/Released)
A French EC725 Cougar helicopter soars through a valley in Kapisa province on its way to a combat outpost in the Tagab valley. (Photo: U.S. Navy photo by Petty Officer 1st Class Mark O’Donald/Released)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

د افغانستان  په شمال ختيځ کې ياغيانو د يو نوي تکتيک د رامنځته کولو پريکړه کړې  او د عادي پوليسو په پرتله يې د هغوی له ليکو سره ځايي يوځای شوې اربکي ملېشې تر کلک بريد لاندې نيولي دي.

د پلازمېنې شمال ختيځ ته د تګاب په پرتې ولسوالۍ کې طالبانو د ليکپاڼو او دينې موعظو له لارې  لارښوونه کړې چې خلک بايد له اربکيانو سره هيڅ راز معامله ونه کړي. نه دې څوک هغوی ته خو راو لور ورکوي او نه دې څوک د هغوی د ودونو او مړو د ښخولو او جنازو په مراسمو کې ګډون کوي. ياغيان وايي که څوک له دې امر څخه غاړه وغاړوی، نو وبه وژل شي. 

د محمد يوسف په نامه يو ځايي اوسيدونکی د هغه ځای په اړه خبرې کوي چې څو اوونۍ دمخه پکې دا ګواښونه خلکو ته رسيدلي وو.

طالبانو د ځايي ملېشو يو غړی نيولی او په ونه کې يې ځوړند او په ګوليو يې سوری سوری کړی و. وروسته يې پرې يوه ټوټه کاغذ نښلولی او پرې يې ليکلي و، هيڅوک نشي کولای دا مړی له دې ونې څخه بېځايه کړي او يا يې د جنازې او ښخولو مراسم ونيسي. 

هغه مهال چې مړی د پوليس کور ته يوړل شو، ځايي ملايانو يې د جنازې د مراسمو له سرته رسولو څخه ډډه وکړه.  يو ملا  آی ډبليو پي آر ته وويل، «زموږ ژوند په خطر کې دی. طالبانو څو څو ځلې ګواښ کړی، که د چا د مړه شوي اربکی جنازه وکړه، نو وبه وژل شي او د مرتد په سترګه به ورته وکتل شي.»

د مولوي احد په نامه يو بل ملا آی ډبليو پي آر ته وويل، له هغه وروسته له يو واده څخه په تېښته وتښتيد چې د مړينې ګواښ ورته وشو.  

هغه وويل: «زه د يو اربکي د واده په مراسمو کې ناست وم. د طالبانو يو قوماندان راته تليفون وکړ، چې نه په واده کې ګډون وکړې او نه نکاح وتړې، که نه، نو ځوړند به دې کړو. له دې امله د واده له مراسمو څخه په پټه وتښتېدم.»

وروسته د طالبانو له کنترول بهر له يو کلي څخه ملا راوستل شو او د نکاح مراسم يې سر ته ورسول.

د تګاب ولسوال حکيم اخونزاده وويل، هغه له پېښې خبر دی، خو باور يې څرګند کړ چې خلک به د طالبانو فتوا رده کړي.

هغه وويل: «په هغو سيمو کې چې مخالفين [ياغيان] نفوذ لري، ملايانو دوه ځلې د [جنازې] د لمانځه له سرته رسولو څخه ډډه کړې وه. تر کومه ځايه چې موږ خبر يو، له هغې سره سره د جنازې لمونځ شوی و، ځکه خلکو پرې ټينګار کړی و.»

ياغيانو په تګاب کې اربکيان په نښه کړی دي. هغوی اربکيانو ته «د امريکايانو لاس په نامه مريان» وايي او تر افغان ملي پوليسو او ملي اردو يې ناوړه بولي. 

په تګاب کې د طالبانو يو قوماندان آی ډبليو پي آر ته وويل: «اربکيان له ملي اردو او ملي پوليسو څخه جلا خلک دي. دا ملېشې دوه مخې دي او بهرنيانو ته زموږ مخبري  (جاسوسي) کوي. دا خلک به خدای ونه بښی. له دې امله مو ددوی جنازې او ودونه ته ورتګ منع کړی دی.»    

هغه وويل ياغيان له ملي اردو او ملي پوليسو سره د جګړې او وژلو په اړه کومه ستونزه نه لرو. دوی يې د زړه سوي خاوندان وبلل، ځکه وايي زړه نازړه جګړه کوي او کله خو له ياغيانوسره مرسته هم کوي.

هغه وويل، سربيره په ځينو پېښو کې د امنيتي ځواکونو غړو د ټوپک خوله  نړيوالو سرتيرو ته اړولې او ددې ثبوت يې وړاندې کړی چې «د هغوی په ليکو کې ځينې ښه خلک شته.»

د ځايي ملېشو (اربکيانو) د جوړولو نوښت په تېر اوړی کې د داسې يوې لارې په توګه تصويب شو، چې د بېلابېلو کلو ځاني دفاع به په خپله غاړه اخلي، د هېواد هرې برخې ته به ځي او وروسته به د مرکزي حکومت په چوکاټ کې تنظيميږي او د کورنيو چارو د وزارت د معاشونو په لست کې به شامليږي.

داسې بريښي چې دا مفکوره په افغانستان کې د ناتو قوماندان، جنرال ديويد پيترياس له خوا رامنځته شوې وي او په عراق کې يې د ورته نامنظمو واحدونو د استخدام له تجربې څخه ګټه پورته کړې وي.

په سر کې افغان ولسمشر، حامد کرزی له دې مفکورې سره مخالف و، خو وروسته يې اجازه ورکړه او د هېواد د ملي امنيت شورا هغه د ۲۰۱۰ کال په جولای کې تصويب کړه.

د تګاب واحدونه، د بېلګې په توګه د بلخ ولايت د پوليسو ته ورته واحدونو، پر خلاف د افغان ځايي پوليسو يوه برخه ده. (په دې اړه د آی ډبليو پي آر  وروستی رپوت وګورئ: د تالاشيو پر پوستو ياغيان بريدونه کوي. په دې رپوټ کې دې ته ګوته نيول شوې دا واحدونه ددې لپاره جوړ شوي چې د طالبانو له بريدونو څخه د سيمې امنيت وساتي.)

هغو وسله والو واحدونو ته افغانان زياتره د شک په سترګه ګوري ، چې نه ملي اردو وي او نه ملي پوليس. د هغوی ځايي غير رسمي جوړښت د زړو تنظيمونو هغو ملېشو ته پاتې کيږي چې د نوي يمو کلونو په پيل کې د اوږدې ترخې کورنۍ جګړې مسؤول ګڼل کيږي.  هغه مهال د قانون نشتوالی، لاسي وژنې او چور و چپاول واکمن وو. نه يوازې دا کارونه، بلکې ډېری شک کوي چې نوي ځواکونه له زړو هغو سره دومره توپير نه لري. ځايي جنګ سالاران د هغوی ليکو ته خپل سړي ننباسي او د شخصي انډيوالانو په توګه يې کاروي.    

د تګاب بازار ته څېرمه اوسيدونکي يو سړي وويل: «ځايي پوليسو يوه مياشت دمخه د شپې له خوا شپږ هټۍ غلا کړې. هغوی ټول زاړه غله او سړي وژونکي دي. هغوی د خپلو شخصي ګټو لپاره هر کار ته لاس اچوي. موږ پر هغوی باور نشو کولای.»

په تګاب کې د شاهپور په نامه د پوليسو يو ځايي افسر د خپل ځواک د ريکارډ او اعتبار دفاع وکړه، ويې ويل، دا حقيقت، چې ياغيانو دوی تر بريد لاندې نيولي دي، ددې څرګندونه کوي، چې هغوی ښه دنده سرته رسوي.    

هغه وويل: «ددې ځای خلک زياتره بېوزلي دي او په چوپه خوله د طالبانو ظلمونه زغمي. موږ د هغوی په وړاندې راپاڅېدلي يو او د هغوی وحشت ته مو د پای ټکی ايښی دی. موږ لار د هغوی په مخ تړلې ده، له دې امله مو (کافر) بولي.

هغه وويل، ياغيانو غوښتل ځوانان ځکه پرې نه ږدی له هغوی سره يوځای شي، چې په ټولنې کې ژورې ريښې لري او هغه لارې او ګودرې ورته ښې معلومې دي چې ياغيان يې کاروي. 

د کاپيسا ولايت يو ديني عالم، مولوي احمدشاه وويل اسلامی قانون د مړی د جنازې سپارښتنه کوي، له دې پرته وګوري چې هغه څوک دی.   

هغه وويل: حضرت محمد صلی الله عليه وسلم موږ ته امر کړی چې د مسلمانانو ... د جنازې لمونځ وکړو. دا به سخته وي د هغه پوليس، د اردو د سرتيري يا ځايي پوليس جنازه دې ونشي، چې ځانته مسلمان وايي.»  

Pakistan, Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists