Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

طالبان د بن لادن په مړينه زيانمن شول

شنونکي له دې ډاره سره سره چې ياغيان به غچ اخيستونکي بريدونه تر سره کړي، خو وايي چې کېدای شي د هغوی مورال کمزوری او د پيسو د ترلاسه کولو لارې چارې يې شنډې شي.
By Mina Habib, Shahpoor Saber
Taliban members in Kandahar surrender and join the government's peace process, April 2011. (Photo: ISAF/Major James Crawford)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو، مينا حبيب او شاهپور صابر ليکنه

افغان شنونکي وايي د اسامه بن لادن مړينه به د طالبانو او القاعدې تر منځ درځ پيدا کړي او پر ياغيانو به فشار راوړی چې د حکومت د سولې له پلان سره ملګري شي.

له دې اخطارونو سره سره چې، په پاکستان کې د می د مياشتې په لومړۍ د متحده ايالتونو په بريد کې د اسامه بن لادن په وژل کېدو به ډېر ژر بريدونه ودريږي، خو کابل وايي، دا کار يو څه وخت ته اړتيا لري. 

د دفاع د وزارت وياند، ظاهر عظيمي وويل: «شک نشته چې بريدونه او جګړه به د يوې مودې لپاره توده شي، ځکه طالبان او القاعده به د غچ اخيستلو هڅه وکړي، خو د مودې په تېريدو به وضعه په افغانستان کې د سولې په ګټه سمه شي.»

عظيمی ګوته وڅنډله چې د القاعدې اغېز به د يوې مودې لپاره په خپل ځای ټينګ پاتې شي. 

هغه وويل: «داسې بايد ونه انګېرل شي، چې هرڅه د بن لادن له مړينې سره سم پای ته ورسيدل.»

د کورنيو چارو وزير، بسم الله محمدي وويل، دا حقيقت چې بن لادن په پاکستان کې د اوږدې مودې لپاره پټ و، له ترهګرۍ سره د جګړې په وړاندې د پاکستان د همکارۍ په اړه جدي شکونه راپورته کوي.

هغه زياته کړه، دا کار د افغا نستان په چارو کې د پاکستان  ښکېلتيا تر پوښتنې لاندې راولي. له ډېرې مودې راهيسې افغانان په دې اند دي، چې اسلام آباد ياغيانو ته اجازه ورکړي چې د هغوی په خاوره کې مرکزونه جوړ کړي او يا لږ ترلږه له هغوی سره د جګړې لپاره څه نه کوي.

هغه وويل: «د سولې تامين به ترهغه ډېر ستونزمن وي، ترڅو له هېواده بهر د ترهګريزو مرکزونو د سمبالولو، تمويلولو او روزلو مخه نيول شوې نه وي.»

ځينې ماهرين فکرکوی که چېرته  اسلام آباد تر فشار لاندې ونيول شي ترڅو ووايي چې څنګه بن لادن د يوې اوږدې مودې لپاره هلته پټ شوی و. دا کار به په افغانستان کې د پاکستان د ادارې دننه د ياغيانو له فعاليتونو سره له ملاتړه  پرده پورته کړي. (د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ: د بن لادن مړينې پر پاکستان د افغانانو پر بې باورۍ د تاييد ټاپه ولګوله.)  

متقاعدجنرال هادي خالدوويل، د بن لادن له منځه وړل دا معنا لري چې طالبان به د کابل حکومت د سولې له هڅو سره له يوځای کېدو پرته بله لار ونه لري. 

هغه وويل: «له يوې خوا به پاکستان د نړيوالې ټولنې د فشار له امله د هغوی د ملاتړ وس له لاسه ورکړي او له بلې خوا به د القاعدې بنسټ ايښودونکي د بن لادن له مړينې وروسته له هغوی سره مالي مرسته ونه کړي. ځکه  هغوی به هغسې په نورو باور ونه کړي، لګه څنګه چې هغه (اسامه) کاوه. په دې توګه به القاعده له دې وروسته له طالبانو سره د مرستې وس ونه لري.»

طالبانو تر اوسه د (اسامه) پر مړينې له څه ويلو څخه ډډه کړې، خو د هغوی وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، متحده ايالتونو کره شواهد وړاندې نه کړل چې د بن لادن مړينه څرګنده کړي.

په هرات ولايت کې د طالبانو يو قوماندان د نامه د نه څرګندولو په شرط وويل، «که چېرته بن لاد ن ژوندی وای، نو خوښ يم چې جګړه کوي، خو که چېرته  شهيد شوی وي، نو د شهادت د درجې مبارکي ورکوم.»

نوموړي قوماندان آی ډبليو پي آر ته وويل، که چېرته بن لادن مړ شوی وي، نو د ياغيانو په لارې کې به بدلون رانشي.  

هغه وويل: «موږ پر الله ايمان لرو. خپلې جګړې ته به د هغه په مرسته دوام ورکړو. زموږ غټه وسله ... پر اخرت  او د الله پر مرستې ايمان او باور دی.»

هغه وويل طالبان داسې منابع لري چې کار ځينې واخلي.

هغه وويل: ‎«موږ په ۲۰۰۰ افغانيو [۴۶ ډالرو]  يو بم  جوړوو او د دښمن په سلګونو زرو ډالرو جوړ شوی ټانک او پکې ناستې سپرلۍ پرې الوځوو. موږ  آن معاشونه، نه اخلو. موږ د الله (جل جلالله) او خپل هېواد لپاره جنګيږو، نه د بن لادن يا ملا عمر [د طالبانو د مشر] لپاره.»

يو شمېر ماهران ټينګار کوي په داسې حال کې چې ښايي القاعدې د طالبانو له يو شمېر عملياتو سره مرسته کړې وي، خو دواړو غورځنګونو بېلا بېلې موخې درلودې. له دې امله ښايي د بن لادن مړينه د ياغيانو په کمزوري کېدو څه اغېز ونه کړي.   

سياستپوه احمد غني خسروي وويل، طالبانو هيڅکله هم د القاعدې په پيسو او يا د هغوی په لارښوونه په بشپړ ډول  ډډه لګولې نه ده. 

هغه وويل په عين وخت کې به د بن لادن له منځه تګ د طالبانو په مورال ډېر اغېز وکړي. 

هغه وويل: «په دې شېبو کې د طالبانو فکرونه  ډېر خراب دي. هغوی په دې ښه پوهيږي چې امريکايان په بن لادن پسې ګرځيدل، [غوښتل]مړ يې کړي يا ژوندی يې ونيسي. اوس چې هغه وموندل شو، نو د ملا عمر او د طالبانو د نورو مشرانو وار راورسيد.»

نوموړي زياته کړه: «اوس هغوی د ځانونو د خوندي کولو په فکر کې دي، نه د جګړې.»