طالبان خرپ او ترپ کوي او بيا د نورو لپاره راځي

څومره چې ټولټاکنې رانژدې کيږي، په هماغه اندازه په يرغلونو کې هم زياتوب راځي. ياغيان وايي، چې د هغوی موخه د کابل د حکومت راپرځول دي.

طالبان خرپ او ترپ کوي او بيا د نورو لپاره راځي

څومره چې ټولټاکنې رانژدې کيږي، په هماغه اندازه په يرغلونو کې هم زياتوب راځي. ياغيان وايي، چې د هغوی موخه د کابل د حکومت راپرځول دي.

Friday, 18 November, 2005

دوه ويشت تنه سخت سرې طالب جنګيالي د تېر اګست د مياشتې په يوه وروستۍ شپه په تيارې کې يوې کندې ته ورکښته شول او له نژدې څخه يې د تيرونو (سوريو) له لار د هغو دوو راتلونکو ګاډو د سر څراغونه څارل، چې د دوی په لوري راتلل.


طالبان له کندې راوختل او په يوې وچې ويالې کې يې مورچې ونيولې. کلاشينکوفونه او راکټونو د اور لپاره چمتو کړای شول. خو هغه مال چې هغه موټرې نژدې راغلی، نو وليدل شول چې ملکې خلک په کې سپاره و. طالبانو موټرونه ودرول، چې د څېرمه کلي سوارلۍ په کې سپرې وې، هغوی، يو سپکه شانته تلاشي وکړه اوموټرونو ته يې د تګ اجازه ورکړه.


د طالبانو ډلګۍ نهيلې شوې، چې د امريکا د متحده ايالتونو او يا دولتي عسکرو له ګزمې سره مخامخ نه شوې. خو دې ځوانو جنګياليو اوږې وڅنډلې او د بل ښکار په لټه کې شول.


د ډلې مشر او قوماندان ملا حبيب الرحمن عزيړ وويل: ((موږ بشپړ ډاډ لرو، چې جګړه به وګټو، ځکه ډېر ستر ملاتړ راسره دی او هغه خدای (ج) دی. زموږ دښمنان خپل ځان په مادي وسايلو او تجهيزاتو ډاډمنوي، خو د جګړې د وړلو لپاره هيڅ مورال نه لري، ځکه هغوی مذهبي عقيده نه لري، چې ويي هڅوي.))


د ملا د ډلې د سړيو عمرونه له اتلسو څخه تر 25 کلونو پورې دي. هغوی وايي، هغوی د امريکا او يا د هغوی په ملاتړي رژيم باندې د زيان اړولو او يا د هغوی د راپرځولو پر مهال زيان نه دی لېدلی، چې له څلوور کلونو را په دې خوا حکومت چلوي.


د دوی په ډلې کې يوازې دوه تنه د جګړې تجربه لري، چې په 2001 کال کې د طالبانو تر راپرځيدو دمخه يې د شمالي ټلوالې او د امريکا د متحده ايالتونو په مشری په جګړو کې ونډه اخيستې وه. نور پاتې يې تازه را جلب شوي دي، چې هغوی ورته د نويو طالبانو نوم ورکوي او د بهرنيانو په وړاندې په جهاد يا غزا کې د ګډون لپاره له هغوی سره يوځای شوي دي.


د نوموړو دوو موټرو له پنا کېدو وروسته يو څه چوپتيا رامنځته شوه. ملا عزيز وغوښتل روښانه کړي، هغسې چې د امريکا متحده ايالتونه او افغاني اردو وايي، د طالبامو موخه په ځانګړې توګه د وږي د 27 (سپتمبر د اتلسمې) نېټې د پارلمانی ټولټاکنو يا ولايتي شوراګانو ګډوډول نه دي.


هغه د ولسمشر حامد کرزي د حکومت رانسکورول او له هیواده د هغه د بهرنيو ملاتړو د شړلو په اړه د يوې اوږدې مودې ستراتيژي ده. هغه ګوته وڅنډله ((که چېرته امريکايان زموږ سيمو او کليو ته نور هم رانژدې شي، )) نو جګړه به ((لاپسې خونړۍ شي.))


نوموړي ملا زياته کړه: ((زموږ جګړه يو روان جهاد دی. هغه به له ټاکنو او يا نورو ډرامو سره ونه دريږي. هغه به تر هغه چې اړتياورته وي روان وي، تر هغه چې موږ يو سوچه اسلامي نظام افغانستان ته راوړو.))


د مارچ له مياشتې راوروسته هغه مهال چې د ياغيانو د پټېدو په ځايونو کې واورې مخ په ويلې کېدو شوې، طالبانو او د هغوی ملاتړو خپل بريدونه زيات کړي دي.


د ملګرو ملتونو سکرترجنرال، کوفي عنان په ملګرو ملتونو کې وويل، په افغانستان کې د ناتو تر قوماندې لاندې د 10000 سوله ساتو او د امريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ د 20000 ايتلافي ځواکونو له شتون سره سره د تاوتريخوالي نوې څپې راپورته شوې.


هغه وويل: ((نن ورځ افغانستان، په تېره بيا په سهيل او ختيځو سيمو کې، د ناامنۍ له امله په هغه اندازه ځوريږي، ، چې د طالبانو له وتلو وروسته نه و لېدل شوې. داسې نښې نښانې شته چې د طالبانو پاتې شوني او نورې بنسټپالې ډلې له سره ځانونه سمبالوي.))


عنان وويل، بمونه او د ځمکنيو ماينونو چاودنې سږکال د می په مياشت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله په سلو کې څلوېښت زياتې شوي دي.


د طالبانو له راپرځول کېدو راوروسته، 2005 کال، د امريکا د متحده ايالتونو د پوځو نو لپاره يو مرګونی کال و.


د افغانستان لپاره دامريکا د متحده ايالتونو نوي سفير، رابرت نيومن د اګست په اتسمه له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: ((ښکاره ده چې نور تاوتريخوالی به هم رامنځته شي او تاوتريخوالي رامنځته کوونکي عناصر د بيا راتګ هڅه کوي.)) هغه زياته کړه: زما په اند دا وضعه تر يوې مودې پورې ستونزمنه وي، خو دلته نړيوال پياوړی شتون شته، دلته امريکايي پياوړی شتون شته، چې له دې تاوتريخوالي سره د مقابلې پوره وړتيا لري.))


د واشنګټن دعملياتو په اړه په ويب سايت باندې د يو نارسمي خپور شوي مرګوني لست له مخې د کال په لومړيو اتو مياشتو کې په افغانستان پورې په اړوندو عملياتو کې 76 تنه امريکايان وژل شوي دي. په تېرکال کی52 او په 2003 کال کې 47 تنه او په 2002 کال ټول 43 تنه وژل شوي وو. په لست کې د ټولو مړيو شويو خلکو نومونه، عمر او پوځي رتبې ليکل شوي وې.


د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع د وزارت رسمي ويب سايت په 2001 کال کې د امريکا په مشرۍ د پيل شويو پوځي عملياتو راهيسې د وژل شويو پوځيانو شمېره 232 تنه ښيي، خو کلنۍ اندازه نه ښيې او د تاجيکستان او دامريکا د متحده ايالتونو د ګوانتانامو په خليج کې زيانونه هم په کې ورګډوي.


په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو وياند، ډګروال سينډي مور هم ونه کړای شول د کلنۍ مړينې شمېره په ګوته کړي او د آی ډبليو پي آرپوښتنه يې په واشنګتن کې د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع د وزارت عامه چارو څانکې ته محوله کړه.


د امريکا د متحده ايالتونو د سږنۍ شمېرې يوازېد 16 تنو مړينه د کونړ په ولايت کې د شينوک په نوم د يوې چورلکې د راغورځيدو له امله رامنځته شوه. دې چورلکې هڅه کوله د ياغيانو په محاصرې کې د راکښېلو شويو پوځيانو له ژغورلو او لېږدولو سره مرسته وکړي.


د طالبانو يو قوماندان ملادادالله وويل، ددې جنګياليو هغه چورلکه رانسکوره کړې وه.


د امريکا د متحده ايالتونو قوماندان وايي دا د دوی پوځيان دي، چې له طالبانو سره د جګړې پر مهال هغوی ته د سر زيات تاوانونه اړوي.


د طالبانو ملا عزيز له دې خبرې سره موافق نه دی. په سيمه کې د نورو ډلو په څېر د هغه ډله په دې اند ده، چې د ولسي خلکو او د اوسيدونو ملاتړ او ننګه له هغوی سره د امريکايي پوځونو په وړاندې جګړې کې ښه مرسته کوي.


طالبان لکه ددې وړې ډلې په څېر په وړو وړو ډلو کې فعاليت کوې، چې په سرو موټر سايکلونو باندې له يو ځای څخه بل ځای ته په تيارې کې ځي او په يو موټر سايکل باندې دوه تنه سپريږي.


د ملا عزيز په وينا، د غزني ښار ته څېرمه امريکايي ميشت پوځيان د ورځې له خوا زياتره په سړکونو ګزمې کوي او د شپې له خوا په ناڅاپي ډول کورونه تالاشي کوي.


په دې کار طالبان د ښه سمبال پوځ په وړاندې د ورځې له خوا له مخامخ کېدو څخه ډډه کوي، خو دشپې له خوا خپلو غليمانو ته مورچې نيسي او په سړکونو ماينونه ښخوي، چې د روان کال په اوږدو کې د امريکا د متحده ايالتونو د پوځيانو د زيان ستر لامل هم داو.


داسې ښکاري، چې د امريکا په وړاندې هغه تکتيکونه کارول کيږي، چې په عراق کې د هغوی تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونو په وړاندې کارول کيږي، د خرپ او ترپ بريد، د امريکايي جاسوسانو د سرونو پرېکول، کله ناکله برمته کول او ځانمرګي برېدونه. البته دا وروستې هغه يې دومره زيات نه تر سره کيږي.


له دې تاکتيکونو څخه يو يې بېرته په طالبانو راوڅرخېد. زياتره افغانان له نيولو شويو خلکو څخه د سرونو پرېکول ډېر لويه ګناه بولي او دې کار د هغو خلکو په خواخوږۍ کې لږوالی راوستی، چې په د امريکا د مخالفانو تر شا ولاړ دي.


د غزني يو اوسيدونکی، 45 کلن عبدالقيوم وايي: ((موږ په امريکايانو باندې د طالبانو د بريدونو ملاتړ کوو، خو له هغوې څخه سرونه پرېکول او دافغانانو او (ديني) عالمانو ووژل د افغانانو له ځانګړتياوو سره سمون نه لري.))


قيوم د پکتيکا په سهيل کې، وازې خوا ته په څو اوونيوکې يو ځل راځي او وايي، چې طالبان د شپې له خوا هلته ازاد تګ راتګ کوي.


تېره مياشت دامريکا د متحده ايالتونو يو قوماندان وړاند وينه وکړه، چې ښايي طالبان خپل برېدونه زيات کړي او يادونه يې وکړه، چې هغوی په خپلو تاکتيکونو کې له زياتې بېرحمۍ کار اخلي.


په افغانستان کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ايتلافي ځواکونو قوماندان ، تورن جنرال جيسن کاميا په کابل کې يو خبري کنفرانس ته وويل: ((هغوی حکومتي مامورين او ديني عالمان په نښه کوي. موږ د ياغيانو د ځانمرګي برېدونو او تنيکو ځوانانو جګړې ته د استولو شاهدان يو.))


د ارزګان د ولايت په مرکز، تيرين کوټ کې د کلي يو مشر، خان پاچا د ملکي خلکو په وژلو کې د طالبانو ظلم ((امريکايي پوځونو ته جاسوسي)) وبلله. هغه لا تر اوسه هغوی ته د ازادی لپاره د رښتينو جنګياليو په سترګه ګوري.


هغه وويل: ((طالبانو هېواد ته سوله او امنيت راوستی و. هغوی زموږ خپل زامن و. امريکايان له ټولو امکاناتو او پيسو سره سره چې په افغانستان کې يې وشيندلې، کراري نه شي راوستلای.))


Frontline Updates
Support local journalists