طالبان تليفوني شبکې بندوي

ملېشې په دې اند دي چې له گرځنده تليفونونو څخه د هغوی د ځای د موندلو لپاره کار اخيستل کيږي

طالبان تليفوني شبکې بندوي

ملېشې په دې اند دي چې له گرځنده تليفونونو څخه د هغوی د ځای د موندلو لپاره کار اخيستل کيږي

په افغانستان کې د هجرت الله اختيار ليکنه

د افغانستان د سويل ختيځ ولايت د يوې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، د طالبانو گواښونو د گرځنده تليفونونو شبکې تړلي او له بهرنې نړۍ سره يې اړيکي بندې کړي دي.

ياغيانو دا بنديز هغه مهال د لغمان ولايت د علينگار د ولسوالۍ پر اوسيدونکو لگولی، چې تېره مياشت يې د ناتو د بې پيلوټه الوتکو په بمبارۍ کې يو شمېر سړي ووژل شول. د طالبانو يو وياند ادعا وکړه، د گرځنده تليفونوسگنالونه د مخالفينو د خوځېدو او د هغوی د ښکار په موخه کاريږي.

تليفوني اړيکي يوازې د لغمان ولايت د اداري مرکز تر شل کيلومترۍ پورې کار ورکوي، خو تر دې واټن ورهاخوا کار نه کوي. د گرځنده تليفون کاروونکو دا بنديز په پام کې نيولی دی. د افغان بيسم، اتصلاتو، ايم ټي اين او روشن گرځنده تليفونو شبکې يوه هم په علينگار کې کار نه کوي. 

طالبان زياتره د شبنامو د خپرولو له لارې د تيلفوني سيستمونو پر فعاليت بنديز لگوي يا يې د لغمان د څو سيمو په څېر بيخي بندوي. هغوی دا کار د دې لپاره کوي چې امنيتي پوځونه د هغوی د خوځښت مخه ونشي نيولای او د سيمه ييزو اوسيدونکو له خوا افغان اردو ته په دې اړه څوک معلومات ورنه کړای شي.

که کله ناکله د گرځنده تليفونونو شبکې د هغوی امر ونه مني، نو انتنونه يې له منځه وړي.

د اتصالانو د بازار موندلو د شبکې مشر، کفايت الله نبي خيل په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه، چې گوندې د اتصلاتو د تليفون انتنونه يې په علينگار کې فعاليت نه کوي. 

د لغمان د والي، فضل الله مجددي وياند، سرحدي ځواک وويل، په لغمان کې د ٦٢ ټليفوني انتونونو له ډلې څخه ١٥ هغه يې کا رنه کوي، خو ويې نه ويل چې ايا د نه فعاليت لامل يې د شبکو له خوا د خدمتونو بندېدل دي او يا په رښتيا هم ورته زيان رسيدلی دی. 

ځواک وويل، امنيتي عمليات تر لاس لاندې دي او ډېر ژر به دا شبکې بېرته په فعاليت پيل وکړي.

د مخابراتو او تکنالوژۍ د وزارت وياند، نصرت رحيمي وويل: «موږ درېو امنيتي ارگانونو (پوليسو، اردو او د ملي امنيت عمومي رياست ته) ليکلی خبر ورکړی او ترې مو غوښتي چې د مخابراتي شبکو او د هغوی د انتنونو امنيت خوندي کړي. دا د هغوی مسؤوليت دی چې په دې اړه کوټلي گامونه پورته کړي.»

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وويل، ياغي ډلې تر هغه د تليفوني شبکو مخالفې نه دي، چې هغوی يوازې عامه خدمتونه پر مخ يوسي. خو که چېرته دا شبکې د جاسوسي فعاليتونو لپاره وکارول شي، نو طالبان بندلو ته گامونه پورته کوي.

هغه وويل: «له لوی اختر څخه دمخه بې پلوټه الوتکو د تليفوني شبکو د اړيکو له لارې دوې ځلې زموږ پر انډيوالانو بريدونه وکړل. هغوی ولسي خلک هم ووژل، ځکه مو د دې گواښونو له امله پرهغې بنديز ولگاوه.

 

مجاهد وويل، پر تليفونونو بنديز د لغمان او همدارنگه د ننگرهار، کونړ، نورستان، هلمند پکتيا، لوگر او کندوز ولايتونو په يو شمېر سيمو لگېدلی دی.

 

هغه وويل: «د دې کار مسؤوليت د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې پر غاړه دی. دا يوه لويه ستونزه ده. زموږ د جنگياليو ژوند ته گواښ د يوې مودې لپاره د تليفونې اړيکو له پرېکېدو څخه ډېر مهم دی.»

مجاهد وويل، طالبان پر دې پوهيږي چې خلک خوښ نه دي. په دې اړه يې په علينگار کې د مشرانو سره خبرې کړي او قناعت يې ورکړی چې طالبانو ته گواښ تر بلې هرې ناکرارۍ لوړ دی. هغه وويل، تر هغه چې د مخالفينو ځواکونه تر خطر لاندې وي، ناشونې ده چې په علينگار کې د تليفوني اړيکو د بيا پيليدو په اړه څه ووايو.   

د مخابراتو د وزارت وياند، رحيمي دا ادعاگانې رد کړې چې گوندې افغان امنيتي ځواکونه د مخالفانو د فعاليتونو د معلومولو لپاره تليفوني شبکې کاروي. هغوی په دې اړه د سپوږمکيو له تکنالوژۍ څخه گټه اخلي چې د ځمکې پر سر هدف ځانته څرگند کړي.  

څنگه چې تقريبا په افغانستان کې ځمکني لاينونه وجود نه لري، نو ځکه گرځنده تليفونونه د اړيکو نيولو يوازنۍ وسيله ده. دا تليفونونه سوداگرۍ،  سيمه ييزو حکومتونو او عامه خدمتونو ته حياتي ارزښت لري.   

په علينگار کې د شيخ محمد حسين د ښوونځي سرښوونکي، معلم غلام نبي وويل، له تېرې مياشتې راهيسې په مهترلام کې د پوهنې له رياست سره اړيکې نه لري.

په علينگار کې د عزت الله علينگاري په نامه يوه هټيوال وويل، بنديز د هغوی په کاروبار بده اغېزه کړې، چې پر گاونډي ولايت، ننگرهار ډډه لگوي.   

هغه وويل: «ما به په جلال آباد کې له عمده پلورونکو څخه د تليفون په واسطه مالونه غوښتل. اوس بايد هټۍ وتړم او پخپله لاړ شم. د جمعې په ورځ لاړم، هټېوال راباندې په غوسه وو، پوښتل يې ولې مې تليفون چوپ کړی دی.  نه يې غوښتل نور پور راکړي، ځکه د تليفون د بندولو تور يې راباندې لگولو، له دې امله راڅخه چا پيسې وانخيستې.»

«د علينگار پرچون پلورونکي د جلال آباد د عمده پلورونکو پوروړي دي، ځکه هغوی په پور مالونو اخلي. اوس چې د تليفونې اړيکې پرې شوي، د جلال آباد عمده پلورونکي په دې اند دي چې د علينگار هټيوال موږ غولوي.»

د تليفوني خدمتونو ځنډ پر کورنيو او ټولنيزو اړيکو هم ناوړه اغېز کړی دی.

  د شيخ صاحب د کلي اوسيدونکي، نجيب الله محبوب وويل: «خلکو په ودونو او مړو کې دوستان د تليفون په واسطه خبرول. ملگرو ته به يې ويل چې نورو خلکو ته خبر ورکړي، خو اوس دا کار شونی نه دی. د تليفوني شبکو تړلو خلکو ته رواني ستونزې پيداکړي دي. ټول هغه خلک له دې امله اندېښمن دي چې د کورنيو له غړو او په نورو سيمو کې له خپلو دوستانو سره اړيکې نه لري.»

د مياخيلو د کلي اوسيدونکي، عبدالوکيل وويل، د هغه ځای زياتره خلک په بهر کې؛ په ايران، منځني ختيځ يا اروپا کې خپلوان لري. هغه وويل، دا کار د هغو خپلوانو لپاره، چې په يوې مياشتې کې له خپلو کورنيو سره اړيکې ونشي نيولای، ناوړه اغېز لري، ځکه ښايي فکر وکړي چې کورنۍ يې د مخالفينو په جگړو کې وژل شوي دي.  

هغه وويل: «کله چې چا ته زنگ وهو، بايد د ولايت مرکز يا يوې لوړې غونډۍ يا غره ته لاړ شو.»

د ښوونځي سرښوونکي، نبي وويل، غره ته د تليفون لپاره ختل خپل خطر لري.

هغه وويل: «دا کار له خطر څخه ډک دی؛ ځکه هم حکومتي پوځونه او هم بهرنيان به هغوی د طالبانو په شک ووژني.»

 د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت د خصوصي شرکتونو د يو بديل په توگه د سلام تليفوني شبکه رامنځته کړه. رحيمي وويل، سلام د مخالفانو له گواښونو نه ډاريږي. دمگړۍ حکومتي شبکه په ولايتي مرکزونو کې فعاله ده او له دې وروسته به ولسواليو ته غځيږي. 

په ورته وخت کې بنديز د خلکو پر ژوند خپل اغېز پريږدي.

په جلال آباد کې د نادر په نامه يوه محصل، چې کورنۍ يې په علينگار کې اوسيږي، وويل: «علينگار يوه ناامنه ولسوالي ده. موږ دواړه لوري گواښوي. کورنۍ مې هره شپه ماته او زه مې هره شپه کورنۍ ته په اندېښنه کې يم.»

هجرت الله اختيار په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی. 

 

 

 

 

 

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists