طالبانو د وسلو د تر لاسه کولو نوې سرچينې موندلې دي

په شمال کې د طالبانو پخواني مخالفين بېوسلې کيږي، خو د هغوی يو شمېر وسلې په سهيل کې ياغيانو ته قاچاق کيږي.

طالبانو د وسلو د تر لاسه کولو نوې سرچينې موندلې دي

په شمال کې د طالبانو پخواني مخالفين بېوسلې کيږي، خو د هغوی يو شمېر وسلې په سهيل کې ياغيانو ته قاچاق کيږي.

. هغه له کلاشينکوفونو تر خولې ډک و او د پوليسو په وينا طالبانو ته لېږدول کېدې. په سهيل کې دوه تنه نوموړو ياغايانو ته د وسلو د رانيولو په تور نيول شوي دي.



د څو تېرو مياشتو راهيسې په سهيل کې د حکومت مخالفو ډلو د ملي اردو او پوليسو په ځواکونواو همدارنګه نړيوال ايتلاف په ځواکونو باندې خپل بريدونه زيات کړي دي. د ولسمشر حامد کرزي په ګډون، زيات شمېر چارواکي او تبصره کوونکي پاکستان د نوموړو بغاوتونو د روزلو مرکز بولي.



په شمال کې د وسلو نيولو دا په ګوته کړې، د طالبانو لوژستيکي ملاتړ له داسې يو ځای څخه تر سره کيږي، چې ګومان يې نه شي کېدای او هغه هم د هغه د چا خبره په شمالي ايتلاف کې د هغوی له پخوانيو غليمانو څخه.



د وسلو له وروستيو نيولو سره په تړاو کې د شمالي زون د ترافيکو رئيس جنرال عبدالخليل وويل: ((زموږ د معلوماتو له مخې کله چې په سهيل کې د طالبانو بريدونه زياتيږي، په شمال (ولايتونو) کې د وسلو بيې پورته ځي.))



د افغانستان شمالي ولايتونه لا اوس هم د قوماندانانو ټاټوبی دی، چې زياتره هغه يې په اتيايمو کلونو کې د مجاهدينو د پېر جنګيالي وو او له طالبانو سره يي د جګړې لپاره په 1996 کال کې يو لنډمهالی ايتلاف جوړ کړ، چې له سهيل څخه راپاڅېدلي او نزدې ټول هېواد يې ګورت ته ورغلی و.



نوموړي قوماندانان اوس د وسلو د سپارلو په درشل کې دي. افغان حکومت د تېرو دوو کلونو راهيسې له 60 زرو څخه زيات پخواني جنګيالي بېوسلې کړي او د بېوسلې کولو او ملکي ژوند ته د ورګرځولو تر پروګرام لاندې يې 35 زره ميله ډول ډول وسله راټوله کړې ده. د تېرکال د جون په مياشت کې د شخصي ملېشو څخه د ناقانونه وسلو د راټولولو لپاره د (داياګ) په نوم يو نوی پروګرام رامنځته شو.



د پوځي چارواکو د اټکل له مخې يوازې په شمالي ولايتونو کې له يو مليون څخه زياتې وسلې شته. د دفاع د وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي دا مني، چی اردو او پوليس تر اوسه په دې نه پوهيږي، څومره ناقانونه وسلې شته او چېرته ساتل شوي دي.



نوموړی وايي: ((هلته وسله وال اشخاص شته، چې وسلې يې د دفاع په وزارت کې ثبتې شوې نه دي. کېدای شي دا وسلې له يو ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شي.))



په داسې حال کې چې عظيمي له پلان سره سم د وسلو د راټولولو په پروګرام باندې ټينګار کوي، خو ځايي قوماندانان بيا نورې خبرې کوي.



يو پخواني قوماندان د نوم د نه ښوولو په شرط وويل: ((زه اوس خپه يم، چې خپلې وسلې مې سپارلې دي. د حکومت پلان يوازې د وسلو ظبطول دي. د هغې په وړاندې څه نه ورکوي. هغه خلک چې وسلې لري، ددې پر ځای چې حکومت ته يې وسپاري، غوره ګڼي، ويې پلوري.))



د ملي امينت د رياست يو چارواکي په دې وروسيتو وختونو کې د بلخ په ولايت کې د 35 ماشينګڼو او مهماتو په ګډون د يو زيات شمېر وسلو د نيول کېدو خبره تاييد کړه. په دې بهير کې دوه تنه نيول شوي، خو د وسلو خاوند په تېښته بريالی شوی دی.



يو چارواکي چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل، د ملي امنيت چارواکي خپلو هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو د وسلو د لېږدولو مخه ونيسي. ځکه هغوی ته داسې رپوټونه رسېدلي دي، چې له شمالي ولايتونو څخه جنوبي ولايتونو ته د وسلو په لېږدولو کې زياتوالی راغلی دی.



يو سياسي څېړونکي، فضل الرحمن اوريا وويل، تر هغه چې حکومت ونه غواړي په قوماندانانو فشار راوړي، د وسلو لېږدول به همداسې روان وي. د کرزي حکومت تر اوسه په دې اړه زړه نازړه دی.



په حقيقت کې جنګ سالاران، چې زياتره يې په کابل کې د مرکزي حکومت د پياوړتيا له مفکورې سره مخالف دي، په دې هکله مرستې کولو ته زړه نه ښه کوي. هغوی دا ښه ګڼي، چې وګوري حکومت او نړيوال ځواکونه په سهيل کې د تاوتريخوالي له مخ په زياتېدونکو اندېښنو سره مخامخ وي.



اوريا وويل: ((که حکومت له جنګ سالارانو سره معامله و نه کړه او يا يې زور ونه رسېد، نو له شمال څخه سهيل ته د وسلو د ليږدولو مخنيوی نه کيږي. په طالبانو باندې د وسلو پلورل د وسلو د کارولو مانا لري. دا حکومت او ناتو ته په ګوته کوي، چې که پخپله وسلې نه شي کارولای، نو د طالبانو له لارې کولای شي، جګړې ته دوام ورکړي.))



سياسي څېړونکی، محمد حسن ولسمل دا خبره مني، چې د شمالي ولايتونو د قوماندانانو د وسلو پلورل په حکومت باندې د يو ګوزار مانا لري.



نوموړی وايي: ((قوماندانان د خپلو وسلو په سپارلو کې د حکومت او د نړيوالې ټولنې تر فشار لاندې دي. هغوی په دې کارخپه دي. دا په څرګنده توګه د طالبانو په پياوړي کېدو کې رول لوبوي. کله چې دا قوماندانان خپلې وسلې په طالبانو پلوري، نو د خپلو پخوانيو غليمانو په ليکو کې ملګري پيدا کوي.))



اوريا وايي، هغه په دې اند دی، چې لوړپوړې دولتي چارواکي د وسلو په لېږدولو کې لاس لري.



هغه وويل: ((د پوليسو او حکومتي چارواکو له ښکېلتيا پرته به له شمال څخعه سهيل ته د وسلو لېږدول ګران کار وي.))



پوليس کوم دولتي تړاو نه مني او په ټينګار وايي، چې ددې کار د مخنيوي لپاره له خپل ټول ځواک څخه کار اخلي.



د کورنيو چارو د وزارت وياند، يوسف ستانکزی آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغه وزارت ته له شمال څخه سهيل ته د وسلو د لېږدولو په اړه کوم خبر نه دی رسېدلی، له دې امله يې په دې هکله کوم ګام نه پورته کړی.



هغه وويل: ((موږ په دې هکله معلومات نه لرو، چې ګوندې دا کار په پرله پسې ډول سرته رسيږي. د موقتي ليږد چاره اسانه خبره ده.))



پوليس وايي، قاچاق وړونکي وسلې په داسې مهارت او وړتيا پټوي، چې د نيول کېدو شونتيا يې ډېره لږ ده. د پوليسو يو افسر، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، قاچاق وړونکي د عمومي سړک په کارونې برسېره د غرونو له لارې وسلې لېږدوي، چې د کشف او نيولو خطر يې لږ دی.
Pakistan
Frontline Updates
Support local journalists