طالبانو د هلمند ولايت مرکز په نښه ک

په تېرو اوونيو کې دهلمند ولايت مرکز د لښکرګاه ښار په زياتيدونکي توګه ترينګلی و. بمي چاودنې او وژنې د هرې ورځې خبره وه. اوس په لومړۍ پلا طالبانو په هلمند کې يوه ښځه مړه کړه

طالبانو د هلمند ولايت مرکز په نښه ک

په تېرو اوونيو کې دهلمند ولايت مرکز د لښکرګاه ښار په زياتيدونکي توګه ترينګلی و. بمي چاودنې او وژنې د هرې ورځې خبره وه. اوس په لومړۍ پلا طالبانو په هلمند کې يوه ښځه مړه کړه

. د استوګنو د وينا له مخې طالبان په زيات شمېر په لښکرګاه کې تر سترګو کيږي او د يو شمېر خلکو له خوا ورسره مرسته کيږي.



د مارچ په 27نېټه يو ځانمرګي بريد کوونکي د ملي اردو په يونيفورم کې د امنيې د قوماندان د وژلو هڅه وکړه.



د امنيې قوماندان نبي جان ملاخېل وويل: "يو تن چې د ملي اردو يونيفورم يي په تن کې و، د امنيې قوماندانۍ ته راغی او ويل يي چې غواړي پاسپورت واخلي. هغه زه په نښه کړی وم. پوليسانو هغه د ننوتلو په دروازه کې ودرولو. هغه هلته ځان والوځولو، حلور تنه پوليس يي ووژل او دوه تنه نور يي ټپيان کړل."



يو بل پولس دا پېښه تاييد کړه ويې ويل، د پوليسو يو قوماندان د مړو په ډله کې وو هغه وويل، په پوليسانو برسېره په چاودنې کې دوه تنه ملکيان هم ټپيان شول.



چاودنه د لښکر ګاه په ښار کې واورېدل شوه. وروسته پسې د ټوپکو ډزې هم وشوې. ځايي خلک وايي، چې پوليسوهوايي ډزې کولې، ترڅو د پېښې ځای ته د خلکو د راتګ مخه ونيسي.



په هلمند کې د طالبانو يو لوړپوړي چارواکي د پيښې مسووليت پر غاړه واخيست، خو د زيان شمېرې يي د پوليسو له شمېرې سره توپير درلود.



نوموي قوماندان، چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، وويل: "موږ زيات شمېر پوليسان ووژل او نور زيات مو ټپيان کړل."



په دې ورځو کې د هلمند پېښې مخ په ناوړه کېدو روانې دي. څرنګه چې پسرلني بريدونه په دې ولايت کې په لوړه کچه پيل شوي دي، پخپله د لښکرګاه ښار د پرله پسې بريدونو موخه ګرځي.



د مارچ د مياشتې په 26 د ښځينه بنديخانې مشره وتښتول شوه او ووژل شوه. د هغې کورنۍ وايي، دې وژنې سياسي بڼه درلوده.



د پوليسو د وينا له مخې د بنديخانې کارکوونکي، زرګوله سهار وختي له کور څخه د وتلو پر مهال د دوو موټر سايکل سپرو له خوا هغه مهال ونيول شوه، چې غوښتل يي د خپلې لور کره ولاړه شي.



لږ ځنډ وروسته د هغې مړی په بولان کې وموندل شو. بولان له مرکز څخه څه ناڅه يو کيلومتر وړاندې پرته ولسوالي ده. په هغې شپږ ډزې شوې وې.



د هغه ولايت د جنايي امر محمد ويس مړينه تاييد کړه. هغه وويل: "موږ د هغې مړی وموند." طالبانو ددې وژنې مسووليت په غاړه واخيست.



د هلمند په ولايت کې د طالبانو وياند، قاري محمد يوسف وويل: "موږ زرګوله ووژله."



زرګوله د درېو اولادونو مور وه. د هغې ميړه وزګار و او د هغې په معاش يي ګوزاره کوله.



د هغې مشر زوی، 27 کلن امان الله په لښکرګاه کې يوه هټۍ لري.



امان الله وويل: "زما مور له اوږدې مودې راهيسې دا دنده درلوده. هغه په ليک او لوست نه پوهېده. هغه ځکه ووژل شوه، چې په حکومت کې يي کار کاوه."



په داسې حال کې زرګوله لومړنۍ ښځه ده چې د هلمند په ولايت کې وتښول شوه او ووژل شوه، خو يوازې په نښه شوې مېرمن نه وه. د هلمند ولايت د ښځو د چارو د رياست مشرې، فوزيې علومې ته هم ورته ګواښونه شوي او نژدې وه، چې څو مياشتې دمخه ووژل شي، خو له مرګ بچه شوه.



هغې وويل: "په موټر سايکل سپارو دوو ټوپک والاوو په ما باندې په موټر کې ډزې وکړې. زه بچه شوم، خو موټروان مې مړ شو."



د هلمند والي اسدالله وفا وايي، په داسې حال کې چې د هلمند ولايت له 14 ولسواليو څخه څو هغه يي د طالبانو په لاس کې دي، د ولايت مرکز د لښکرګاه ښار تر اوسه په پرتليزه توګه ارام دی.



ځايي استوګنو ليدلي، چې طالبان د شپې له خوا په ښار کې ګرځي راګرځي.



په ښار کې يو رپوټ ورکوونکي وويل: "پوليس د هغوی تر څنګ تيرېږي،خو څه ورته نه وايي."



د لښکرګاه اوسيدونکي، په تېره بيا هغه خلک چې له بريدونو څخه ډاريږي د طالبانو له راڅرګنديدو څخه اندېښنه لري.



56 کلن شېر محمد يوازې يو څو کيلومتره له مرکزڅخه وړاندې اوسيږي. هغه د تورتانګ په ولسوالۍ کې د ياغيانو له ډاره له خپلو ګاونډيانو څخه پېژندپاڼه پټوي.



هغه وويل: "زه يو حکومتي کارکوونکی يم. خو څوک زما په پته نه پوهيږي. زه ځکه ځان پټوم، چې ډاريږم طالبان د شپې رانه شي."



هغه د خپلې اندېښنې لپاره ښه دليل لري.



يو طالب چې يو رپوټ ورکوونکي سره يي خبرې کولې، وويل چې د هغه دنده له کار څخه د حکومتي کارکوونکو ګوښه کول دي.



هغه وويل: "په لومړي سر کې موږ هغوی ته ليکونه پرېږدو. ګوته ورته څنډو چې حکومتي دنده پرېږدي، که نه نو له سخت چلن سره به مخامخ شي. که چېرته هغوی خبره ونه منله، نو بيا موږ پوهيږو څه ورسره وکړو."



خو له دې سختو تاکتيکونو سره سره بيا هم ياغيان آن په لښکرګاه کې خپل پلويان لري.



يو طالب وويل: "موږ هره شپه ميلمستياو ته بلل کيږو. ځايي هټيوال موږ ته د تيلفون کارتونه راکوي."



ځايي استوګن وايي، له طالبانو سره د ښکېليتا يوه موخه داده، چې افغان حکومت د هغوی د ساتلو او امنيت وسه نه لري. د طالبانو ملاتړ د هغوی له شر څخه د ځان ژغورل دي.



42 کلن عبدالکريم وويل: "د تېرو کلونو په پرتله امينتۍ وضعه ډېره ناوړه شوې. پوليس نه شي کولای امينت ټينګ کړي. قتلونه، غلاوې اوهر راز ظلم او وحشت شته. دوه کاله دمخه په ټولو ولسواليو کې ښوونځي پرانيستي و، بيارغاونه روانه وه او وضعه مخ په ښه کېدو وه."



"خو د نورو بهرنيو پوځيانو په راتګ او د پوليس او اردو په شمېرې کې له زياتوالي وروسته هر څه د ناوړه کېدو په لور روان دي."
Frontline Updates
Support local journalists