طالبانو د 'بهرنيانو د ايستلو' لپاره په هوټل هيښوونکی يرغل وکړ

ياغيانو د کابل په سرينا هوټل باندې ناببره بريد وکړ او د خپل نوي تکتيک څرګندونه يي وکړه.

طالبانو د 'بهرنيانو د ايستلو' لپاره په هوټل هيښوونکی يرغل وکړ

ياغيانو د کابل په سرينا هوټل باندې ناببره بريد وکړ او د خپل نوي تکتيک څرګندونه يي وکړه.

.



د طالبانو يو وياند، ذبيح الله مجاهد له آی ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې وويل: "موږ دا ويلي و، چې نړيوالو ته به د کابل د ادارې کمزورتيا ورپه ګوته کوو. که موږ د کرزي تر پښو لاندې داسې يو بريد تر سره کولای شو، نو څه شی به مو له خپل ټاکلې هدف ته له رسيدو څخه راوګرځوي؟"



که د ولسمشر له ماڼۍ څخه ډبره ګوزاره شي، نو د سرينا هوټل ته رارسيږي. دا بريد د کرزي له استوګنځي څخه يوازې 50 متره وړاندې تر سره شو.



د بريد جزئيات لا تر اوسه ناڅرګند دي، خو پاېلې يي جوتې دي. د جنورۍ د 14 د ماښام په شپږو بجو د پوليسو په جاموکې څلور وسله وال سړي د کابل د ټينګ امنيت لرونکي سرينا هوټل ته ورننوتل.



يو يي ډزې پيل کړې او يو ساتونکې يي ووژلو. کله چې دويم ساتونکي ځوابي ډزې وکړې، ټوپک والا خپل چاودېدونکی واسکټ وچولو او ځان يي ووژلو.



د وضعې په خړپړتيا کې لږ تر لږه دوه تنه نور هغه ځای ته ننوتل او د هوټل د ناستې ځای ته يي ځانونه ورسول. هلته دويم تن خپل ځان وچولو او له ځان پرته څو تنه مړه او ژوبل کړل.



دريم تن بل ځای ته ځان وروسولو، چېرته چې بهرنيانو سپورت کولو او يا په سونا (حمام) کې استراحت و. د لارې په اوږدو کې يي په هرچا ډزې کولې. يوه فليپينۍ ښځه چې هلته يي کار کاوه، سخته ټپي او وروسته بيا مړه شوه.



دا لا څرګنده نه ده، چې ايا څلورم سړی سرينا ته ورننوتی و اوکه نه. په داسې حال کې چې د طالبانو د ادعا له مخې هغه په ويديوي کمرې کې د نورو طالبانو فلم اخيسته.



مجاهد وويل: "زموږ خلکو د سرينا په هوټل کې تر هغه ډزې وکړې، چې نورې يي ګولۍ خلاصې شوې. يو تن مو فلم اخيسته، خو کمره يي په هوټل کې پرېښوده."



د طالبانو وياند وويل، په دې بريد کې د بهرنيانو او افغانانو په ګډون 35 تنه ووژل شول.



رسمي شمېره تر دې لږه ده. د ملي امنيت د رئيس، امرالله صالح د وينا له مخې په بريد کې، د افغان ساتونکي، دريو امريکايانو او يو نارويژې خبريال او د فليپينې کارګرې په ګډون، شپږ تنه ووژل شول.



دامريکا د متحده ايالتونو سفارت د يو امريکايي د مړينې پخلی وکړ او د نورو وژل شوو خلکو مليت څرګند نه و. د نورو رپوټونو له مخې اووه تنه وژل شوي و.



له هوټل څخه وتلو خلکو وويل، چې د وينو ډنډونه جوړ شوې، بې سا جسدونه پراته دي او د ګوليو او چاودنو سوري ليدل کيږي. هوټل محاصره شوی و. ميلمانه او راغلي خلک ترې وايستل شول. ملي امنيت کنترول په لاس کې واخيست او پوليسو امنيت ټينګ کړ.



د پلازمينې زياتره خلک د جنورۍ په 15 رسنيو ته د پلټنو د پرمختګ په اړه د ملي امنيت د معلوماتو ورکولو ته غوږونه ايښي و.



د ملي امينت رئيس امرالله صالح وويل: "له بريد څخه 15 دقيقې وروسته د ملي امينت ځواکونو کنترول تر لاسه کړ. موږ دريم بريد کوونکي ونيو. له هغه څخه مو زياتې پوښتنې وکړې."



د صلاح الدين په نوم دا دريم سړی د پوليسو د جامو د ايستلو او د چاوديدونکو توکو د لري کولو پر مهال ونيول شو. د صالح د وينا له مخې هغه د ځان وژلو په اړه خپل فکر اړولی و.



صالح وويل، ملي امنيت د ټولو بريد کوونکو د هويت په تر لاسه کولو بريالی شوی دی. د صلاح الدين د شهادت له مخې دا عمليات ملا عبدالله پلان کړي و، چې خوست ته څېرمه له پولې ها خوا د پاکستان په ميرامشا کې اوسيږي.



عبدالله په صلاح الدين برسېره د فاروق او زين الله په نوم سړي ګومارلي و. دا دواړه په بريد کې مړه شول. څلورم تن د همايون په نوم وپېژندل شو. صالح وويل، چې همايون په سيمې کې د بريد د تنظيم دنده درلوده او همدا سړی و، چې چاودېدونکي توکي يي چمتو کړي و.



د طالبانو د وياند د وينا له مخې هغه فلم اخيستونکی هم و.



د جنوري د مياشتې د 15 نېټې په سبا ملي امنيت چارواکو همايون ونيو او په کابل کې يي په يو خوندي کور باندې يرغل وکړ. په دې کور کې ظاهرا دې څلورو تنو له بريد دمخه دوه ورځي استوګنه کړې وه.



صالح وويل د هغه کارکوونکو په نوموړي کور کې يوه ويدويي کمره موندلې ده. هغه د راټولو شوو رپوټونو يوه برخه، چې ځانمرکی بريد کوونکي په کې ليدل کيږي، نندارې ته وړاندې کړه.



فاروق په فلم کې ويلي و: "زه دا کار د الله د رضا لپاره کوم. نه د کومې ډلې يا شخص لپاره."



د ملي امنيت لوی رئيس وويل: "اوس يوازې يو تن، عبدالله ورک دی. موږ زيار باسو ترڅو هغه ومومو او جزاورکړو."



د بريد پر ماښام د ناروي د بهرنيو چارووزير، جوناس ګار سټوير په نوموړې هوټل کې يوې غونډې ته راغلی و. هغه ته په بريد کې تاوان نه و رسيدلای، چې په عمومي توګه يي د د لوړپوړو دپلوماتانو پر ځای بهرنيان تر هدف لاندې نيول شوی و.



د استراليا سفارت هم د سرينا په هوټل کې واقع دی. د هغې کاروکوونکي له هوټل څخه وايستل شول او د ځان د استوګنې لپاره يي يو بل ځای غوره کړ.



ملي امنيت وويل چې دا بريد د طالبانو پر کمزورتيا دلالت کوي.



صالح وويل: "يو دښمن چې ځمکه و نه شي نيولای، يو دښمن چې د خلکو په منځ کې ځای و نه لري، له ځانمرګي بريدونو څخه بله لاره چاره نه لري.. له دې لارې د خلکو وژلو ته دوام ورکوي."



خو د طالبانو د بري په اړه مجاهد ډاډمن و. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل دا بريد د جنګياليو د تاکتيک يوه بيلګه وه، چې هغوی د 2007کال په پای کې اعلان کړې وه.



هغه وويل: "موږ به داسې بريدونه په نورو ډېرو ځايونو کې تر سره کړو. موږ دا هوټل ددې لپاره تر بريد لاندې ونيو، چې هلته بهرنيان دي. موږ پوهيږو، چې هغوی پوځيان نه دي. خو له سره له دې د بهرنيانو وژل به له افغانستان څخه د وتلو لپاره د هغوی په اردو باندې فشار راوړي."



"مړه شوي خلک د بهرنيو ځواکونو د فعاليتونو قربانيان دي."



هغه په پای کې وويل:"دا ټول بريد کوونکي افغانان و. موږ به د افغانانوپه وينو بهرنيان له ملکه وشړو."
Frontline Updates
Support local journalists