Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

شمالي ولايتونه له سختې وچكالۍ سره لاس او ګرېوان دي

په زرګونه كورنۍ د لوږې د ويرې له امله د خوړو او اوبو په لټه د كلي او كور پرېښودو ته اړ شوي دي.
By Sayed Yaqub Ibrahimi
. كه دا كړيكې غلې هم شي، خو د جل، لوږې او بېلا بېلو ناروغيو له امله هغومره زيات شمېر ماشومان د مرګ كومې ته درومي، چې كورنۍ يي د غم پر ټغر باندې كېناستو ته نشي رسېداى.



د نوموړي كمپ يو اوسيدونكي، محمد زمان وويل: ((پخوا كه به د يوې كورنۍ كوم غړى مړ شو، نوغم او ماتم به پرې كېده. اوس خپلو ځانونو ته حيران يو. نور د ماشومانو د مړينې پروا څوك نه كوي.))



د اوړي په سختتې ګرمۍ كې چې د تودوخې درجه ۴۰ سانتيګرادو ته رسيږي، ۲۵۰۰ كورنۍ له ژونده لاس په سر كيږي، چې سيند ته په څېرمه دښته كې اوسيږي.



د پسرلنيو بارانو په نه اورېدو د شولګرې سيند د څښلو د اوبو يوازينۍ سرچينه ده.



سيندونه او ويالې د زياتې تودوخې له امله وچې شوي او د څاګانو اوبه تر پخوا ډېرې لږې شوي دي. څاروي د وچو وښو د نشتوالي له امله مړه كيږي، په داسې حال كې چې د غنمو او وريجو د بيو د لوړوالي له امله كورنۍ آن د اړتيا وړ اساسي توكو د رانيولو وسه نه لري.



محمد زمان وويل: ((له موږ سره هيڅ مرسته نه ده شوې. موږ د سيند اوبه څښو. كه حكومت كوم ګام پورته نه كړي، نو ښايي د ژمې تر راتګ پورې به ټول مړه شو.))



بيځايه شوو كورنيو له ځان سره جامې، اوړه، همدرانګه فرشونه او د اړيتا وړ يوه اندازه نور شيان راوړي دي. هغوى وايي تر هغه چې اړتيا موجوده وي، هغوى به د سيند پر غاړه پاتې شي.



له هغوى سره، سره مياشت، حكومت او يو شمېر سوداګر مرسته كوي. خو هغوى وايي دا مرسته ډېره لږه او هيڅ نه بس كيږي.

د افغانستان زياتې سيمې سږنۍ وچكالۍ ځپلې دي. په شمالي ولايتونو په تېره بيا په جوزجان او فارياب كې خبره ناتار ته رسيدونكي ده.



د ستونزو اندازه او څرنګوالى له چا سره نشته.



د افغانستان په شمال كې د ملګرو ملتونو د خوراك او كرنې د نړيوال پروګرام مشر، مير شفيع الدين ميرزاد وايي: ((سږكال بېړنى حالت دى. خو د لازمې بودجې د نشتوالي له امله كومه سروې نه ده شوې. له دې امله ټولې شمېرې اټكلي دي.))



هغه وويل، د سروې د رښتينو شمېرو نشتوالي ستونزې راولاړې كړي دي. دا كار د مرستو د اندازې او د هغوى د ډول د معلومولو كار ګرانوي.



ميرزاد وويل: ((موږ سم نه پوهيږو، چې خلك له كوم جدي ګواښ سره مخامخ دي. له دې امله كېداى شي، دا كار خطرونه راولاړ كړي. موږ په مرسته كوونكو (هېوادونو) ټينګار كوو، چې دې حالت ته پام واړوي.))



لاس ته راغلې شمېرې اندېښمنوونكي دي.



د فارياب د والي عبدالحق شفق د وينا له مخې په نوموړي شمال لويديځ ولايت كې له سلو زرو څخه زياتې كورنۍ له خطر سره لاس او ګرېوان دي.



هغه وويل: ((په فارياب كې په سلو كې نه نوي كرونده او څاروي اغېزمن شوي دي. كه چېرته ډېر ژر مرستې ونه رسيږي، نو يو بشري ناتار به رامنځته شي.))



هغه وويل، هره ورځ په سلګونو خلك د هغه د فترته د مرستې لپاره ورځي، خو د هغه په لاس كې څه شى نه شته، چې ور يي كړي.



نوموړي والي وويل: ((موږ دمګړى له لوږې څخه د خلكو د ژغورولو لپاره ۱۲۰متريك ټنو اوړو ته اړتيا لرو.))



د فارياب ختيځ ته د سرپل په ولايت كې چارواكي ډاريږي، چې څوك د خوراكي توكو د نشتوالي له امله اعتصاب ونه كړي.



د سرپل والي سيد اقبال منيب وويل: ((خلك ډېر وږي دي. هغوى خپلې ولسوالۍ د خوړو په لټه پرېږدي. زه ډاريږم يوه ورځ به هغوى له كلو څخه راوزي او حكومتي دفترونه به لوټ كړي. وضعه ډېره خطرناكه ده.))



د ولسي جرګې د يوې غړې، ازيتا رفعت د وينا له مخې لوېديځ لوري ته د بادغيس پروت ولايت هم ځپل شوى دى. هغې وويل، د وچكالۍ له امله ټول څاروي او كروندې تباه شوي دي.



هغې وويل: ((هره ورځ له دوو سوو څخه زياتې كورنۍ له بادغيس څخه وځي. هغوى نورو ولايتونو ته ځي او يا په ناقانونه توګه ايران ته اوړي.))



د سږني كال د جون په وروستيو كې د ملګروملتونو د بشري چارو او بېړنيو مرستو همغږه كوونكى، سر جان هولمز په كابل كې خبري رسنيو ته د پېښېدونكي ناتار په هكله معلومات وركړل. هغه وويل: ((ډېره جدي بېړ نۍ ستونزه په نړيوالې كچې د خوراكي توكو د بيې لوړېدل ... او په افغانستان باندې د هغې اغېز دى، چې ملګري ملتونه او بشري ټولنه له هغې سره لاس او ګرېوان ده.))



نوموړي زياته كړه: ((له همدې امله موږ د افغانستان له حكومت سره په ګډه د سږكال په جنورۍ كې د ۸۱ مليونو ډالرو بسپنې غوښتنه وكړه. دې غوښتنې ته سم غبرګون وښوول شو او موږ ته ېې ددې وسه راكړه، چې دوه نيمو مليونو خلكو، په تېره بيا بېوزلو هغو ته، د اړتيا وړ مرستې چمتو كړو.))



هغه وويل: ((موږ وپوهېدو، چې دا اندازه پېسې بس نه دي. له دې امله د افغانستان له حكومت سره په ګډه كار كوو، ترڅو په راتلونكي كې د اړتياوو د پوره كولو لپاره تر دې زياته غوښتنه وكړو او همدارنګه په هېواد كې د كركيلې په وړاندې پرتې ستونزې هم له منځه يوسو.))



د افغانستان د كرنې وزارت يو بيړنى پلان تر لاس لاندې نيولى، چې اغېزمنو شوو ولايتونو ته يو څه مرسته ورسوي.



د كرنې وزارت د خوراكي تاميناتو رئيس، صدرالدين صافي وويل: ((موږ له نړيوالې ټولنې څخه د ۸۹ زرو متريك ټنو خوراكي توكو غوښتنه كړې ده.)) د صافي د وينا له مخې يي تر اوسه د ۸۳ زرو متريك ټنو ژمنه تر لاسه كړې. په دې معانا چې نوموړى وزارت به د ناتار مخه ونيولاى شي.



نوموړي وويل: ((دا مرسته به وچكالۍ ځپلو ولايتونوكې يا د كار په وړاندې او يا هم په وړيا توګه ووېشل شي. د چين هېواد د ۴۳۸۰ متريك ټنو ژمنه كړې، چې د اوولسو ولايتونو په بېوزلو كورنيو به ووېشل شي.))



صافي وويل، پر دې برسېره د كرنې وزارت له پاكستان څخه ۵۰۰ متريك ټنه غنم پېرودلي دي، چې په ټيټه بيه به وپلورل شي.



نوموړي وويل: ((موږ د يو جلا پروګرام له لارې له نړيوالې ټولنې څخه د نورو مرستو غوښتنه هم كړې، چې ددې كال تر پايه به راورسيږي. موږ به د ۲۰۰۸ كال په بهير كې شپږ نيم مليونه تنه تر پوښښ لاندې راولو، چې په دې كار به د ناتار مخه ونيول شي.))



خو د مرستو دا خبرې د وچكالۍ ځپلو په غوږونو هغسې انګازې لګيږي. د سمنګانو د ولايت د دره صوف د ولسوالۍ كروندګر، ۵۴ كلن اكرام الدين وويل: ((زما ټوله كرونده وچه شوې ده. د غنمو بوټي مې خراب شوي دي. څاروي مې مړه شوي دي. هيڅ شى راته نه دى پاتې. له دې امله مې زړه دى، چې د كار لپاره ايران ته لاړ شم او د ژمې د توښې لپاره كور ته څه راوليږم.))



د اكرام الدين په څېر نورو كروندګرو هم په حكومت باندې باور له لاسه وركړى دى.



هغه وويل: ((د مرستې كوم خبر نشته. زه ايران ته ځم، ځكه چې نور انتظار نه شم ايستلاى.))



د سرپل يو كروند، عبدالغني د اكرام الدين خبرې غبرګې كړې.



هغه وويل: ((حكومت تل ژمنې كوي. خو مرستې به يوازې هغه مهال راورسيږي، چې موږ له لوږې څخه مړه شوي يو. زموږ مړي به هغو مرستو څه وكړي. موږ له حكومت غواړو له موږ سره، مخكې تر دې چې مړه شو، مرسته وكړي.))