Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

سړي تښتونو افغان پانگوال ډېر ډارولي دي

داسې ډار موجود دی چې د تاوتریخوالي لړۍ د اړتیا وړ پانگې اچولو مخه ډب کړي.
By Mina Habib
An Afghan National Police officer patrols the streets of Kabul. (Photo: Daniel Berehulak/Getty Images)

چارواکي په افغانستان کې د جرمونو د لوړېدو خبر ورکوي، داسې معلومیږي چې هره ورځ یو بډای سوداگر او پانگوال تښتول کیږي.

د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو د بېوسۍ له امله داسې گونگوسې خپرې شوې چې گوندې پولیس او حکومتي چارواکي له جنایتکارانو سره تړلي دي.

داسې ډار هم موجود دی چې په افغانستان کې له سوداگرۍ سره مل خطر د اړتیا وړ پاگونو مخه ډب کړې ده.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د خونې ویاند، سیام پسرلي وویل، پانگه اچونه له خپلې پېشبیني شوې اندازې څخه ډېره وروسته پاتې ده.

هغه دوام ورکړ، په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۶۰ سوداگر او پانگوال برمته شوي دي. زیاتره دا پېښې په کابل، پکتیا، کندهار او کندوز ولایتونو کې رامنځته شوې دي. خو  رسمي شمېرې تر دې ډېرې ټیټې دی، دا ځکه چې د زیاترو پېښو په اړه د غچ  اخیستلو له ډاره رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي وویل، په تېرو څه دپاسه نهو میاشتو کې هغوی ته د څېړنې لپاره د تښتونې نژدې ۱۰۰ قضيې رارسېدلی او په دې تړاو يې شاوخوا ۲۰۰ تنه نیولي دي.  

د کابل د سوداگرۍ او صنایعو د خونې مرستیال، عبدالجلیل حریف آی ډبلیو پي آر ته وویل، یوه میاشت دمخه د هغه خپل زوی د وسله والو له خوا ووژل شو.

نوموړي زیاته کړه پنځو تنو سړي تښتوونکو، عبدالمتین حریف ته چې د څلورو اولادونو پلار دی، د ماسپښین په دوو بجو له کوره بهر لاره نیولې وه.

جلیل حریف وویل: «زما زوی له سړي تښتوونکو سره په مقابله کې ووژل شو. وروسته يې د هغه موټر، چې شل زره ډالره ارزښت يې درلود، غلا کړ.»

دا د هغوی د کورنۍ لومړی شخص نه و چې جنایتکارانو په نښه کړ، د حریف مشر زوی هم په ۲۰۱۷ کې برمته شوی و، خو ورسته يې کورنۍ سړي تښتوونکو ته  ۵۵۰۰۰۰ ډالره ورکړل او راخوشې یې کړ.

حریف په دوام وویل، د عبدالمتین له وژنې وروسته ډېر ژر هغه ته وویل شول، د پولیسو پلټنې ډېرې گړندۍ روانې دي او د برید کوونکو د موټر لمبر پلیټ د امنیتي کمرو له خوا په نښه شوی. خو له هغه وروسته يې نور څه وانه اورېدل.

حریف وویل، حکومت ته پکار ده، یو داسې دفتر پرانیزي چې امنیتي مسایل له خصوصي سکتور سره شریک کړي.هغه وویل، زیاتره سړي تښتونې د خصوصي شرکتونو د کارکوونکو د بې اعتمادۍ له امله دي. که چېرته پخپله حکومت امنیت تأمین کړای شي، کېدای شي دا خطر راټیټ شي.

حریف وویل، پر کورنیو تراژیدیو سربېره به د سوداگرو او پانگه والو په نښه کول ډېرې ناوړې پایلې ولري.

هغه وویل: «که چېرته د یوه ولایت یا ولسوالۍ یو کلی د مخالفانو لاس ته ورشي، کېدای شي حکومت يې بېرته ونیسي. که خصوصي سکتور خپله پانگه له هېواده وباسی، د دغې پانگې بېرته جلبول به ډېر سخت وي. دا کار به حکومت او همدا راز خلکو ته ډېر زیان واړوي.»

تاوتریخوالي پر عادي خلکو هم خپل اغېز پریږدي.

دکابل ښار اوسیدونکی  محمد ذکي وویل، هره ورځ له رسنیو څخه د برمتې خبرونه اوري، خو داسې کوم رپوټ يې نه دی اورېدلای چې کوم یو تښتوونکی دې نیول شوی یا دې جزا ورته ورکړل شوې وي.

د کابل یو بل اوسیدونکي، نصیر سلطاني وویل: «کله چې د تښتونې خبر واورم، نو ډاریږیم، کله ناکله انگېرم چې د امنیت نشتوالی به یوه ورځ زموږ ژوندانه ته هم گواښ پېښ کړي.»

هغه زیاته کړه ، یوه موضوع د موټرونو رنگه ښيښې او د موټرو د گرځېدو د اجازه لیک نه درلودل دي، داسې موټرې تل د لوړپوړو چارواکو یا محلي زورواکانو له خوا کارول کیږي.

هغه وویل: «تښتوونکي هره ورځ په دې تورو موټرو کې برالا په ښار کې گرځي راگرځي، چې د هغې تر څنگ لمبر پلیټ هم نه لري. پولیس دغه تښتوونکي نشي نیولای، ځکه زیاتره يې له زورواکو، د پارلمان له غړو یا حکومتی چارواکو سره تړاو لري.»

د دغه کار پایلې به د هغه چا لپاره  ډېرې سختې وي چې نشي کولای د تښتوونکو غوښتنې پوره کړي

په یوې وروستۍ پېښه کې د کابل یو صراف، احمدالله عزیز د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۲۹ نېټه وتښتول شو او د پېسو د نه ورکولو له امله وروسته ووژل شو.   

هغه خلک چې پېسې هم ورکړې، له فزیکي سزا او دماغي ټکان سره مخ کیږي.

د رحیم گردیزي په نامه یو سوداگر وايي، مخکې تر دې چې غوښتل شوې پیسې ورکړي، ډېر ناوړه چلن ورسره شوی دی.

هغه وویل: « مخکې له دې چې تښتوونکو ته یو نیم ملیون ډالره ورکړم، درې میاشتې مې سخته شکنجه تېره کړه.» هغه یادونه وکړه، زما په څېر د سوداگرو د مصونیت خوندیتوب د هېواد ودې او پراختیا ته ډېر مهم دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، سیحون وویل، اداري فساد، په بازار کې د سالم رقابت نشتوالي او د کورنیو تولیداتو نه ملاتړ د پانگې اچونې مخه په افغانستان کې ډب کړې ده.

هغه وویل، حکومت د متشبثینو په وړاندې مبارزې ته لږ پام اړولی دی. د ډار فضا خپره شوې ده.

هغه په دوام زیاته کړه «کله چې سړي تښْتوونکي او جنایتکاران څوک وتښتوي، نو د دغه تښتونو خبرونه په رسنیو او خبری کانالونو کې خپریږي، خو زیاتره د هغوی په وړاندې هیڅ گام نه پورته کیږي، ځکه زیاتره زور واکي اشخاص او له حکومت سره تړلې شبکې په دې کې لاس لري. په دې توگه دا سړي تښتوونکي ورځ تر بلی ځواکمن او هڅول کیږی او نور زیات شمېر خلک تښتوي.»

د کانونو او صنایعو د وزارت ویاند، مسافر قوندي وویل، د کانو وزارت له امنیتی پوځونو سره نژدې  تړاو لري ترڅو د هېواد په بیلا بیلو  برخو کې د سوداگرو او پانگوالو مواظبت وکړي.

هغه زیاته کړه  «حکومت د پانگې اچونې ته ډېر زیات پام کوي.» خو د کره شمېرې په اړه يې له څه ویلو ډډه وکړه.