سوداګري د افغانستان په لويديځ ولايت کې مخ په غوړېدو ده

د سوداګرو په وينا د کاروبار د ښې زمېنې او امنيت له برکته د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

سوداګري د افغانستان په لويديځ ولايت کې مخ په غوړېدو ده

د سوداګرو په وينا د کاروبار د ښې زمېنې او امنيت له برکته د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

په هرات ولايت کې د ازادو خبريالانو  محمد علي جاوېد او هارون حکيمي ليکنه
د سوداګرو د وينا له مخې د افغانستان د لويديځ ولايت، هرات له لارې د  ګمرکي اسانتياوو،  سوداګريز نړيوال رغنده تړاو او ښه امنيت له امله صادراتو څه باندې درې هومره وده موندلې ده. 
هرات، له ترکمنستان سره په ګډه پوله د سوداګرۍ پر هغې لرغونې ليکې پروت دی چې منځنی ختيځ له مرکزي او سويلي اسيا سره نښلوي او ايران ته د افغانستان عمده لاره جوړوي.
په نوموړي ولايت کې زعفران، غالۍ، زنکۍ، مرمر، د څارويو پوستکي او وړۍ توليديږي او مخ په غوړېدو دی. خو سوداګر يې د افغانستان د نورو ډېرو برخو په څېر زياتره شکايت کوي چې ازاده سوداګري د پرله پسې شخړو، ژور فساد، کمزورو حکومتی تګلارو او له هېواده بهر د بازار د نشتوالي له امله له خنډونو سره مخامخ ده.  
د سوداګرو او چارواکو په وينا اوس دا حالت مخ په ښه کېدو دی، چې لامل يې د اداري تګلارو د ښه والي او د [هرات] د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرسته او ملاتړ  بولي.
د [هرات] ولايت د ګمرک د صادراتو د رئيس، امرالله قلندر زوی په وينا د رسمي شمېرنو له مخې د هرات ولايت د صادراتو اندازه د  ۲۰۱۱ کال د مارچ او سپتمبر تر منځ   څه باندې دېرش مليونو امريکايي ډالرو ته رسېده، چې د ۲۰۱۰ کال د همدې مودې په پرتله پکې ۳۶ سلنه زياتوالی راغلی دی.  
يو شمېر سوداګريز توکي ګاونډيو هېوادونو؛ ايران او ترکمنستان او  نور منځني ختيځ، هند، ترکيې او اروپا ته استول کيږي. 
د هرات ولايت د غالۍ اوبدلو د ټولنې د مشر، محمد رسول فايق د وينا له مخې د افغانستان په لويديځ کې د غاليو صنعت، چې شاوخوا درې زره تنه پکې په کار بوخت  او زياتره يې ښځينه دي،  د پام وړ ګټه تر لاسه کړې ده. د ۲۰۱۱ کال د مارچ او سپتمبر د مياشتو تر منځ، د ۲۰۱۰ کال د همدې مودې په پرتله نژدې شپېته سلنه زياتې غالۍ ايران او اروپا ته صادرې شوې دي.
د سوداګرۍ د غوړېدا له امله د هرات د غاليو ستر صادروونکی، عبدالظاهر هڅېدلی چې د خپلو کارکوونکو مياشتنی معاش له  شپېتو ډالرو څخه درې سوو ډالرو ته لوړ کړي. 
هغه وويل: «هر کال شاوخوا دېرش زره متره مربع غالۍ ايټاليې ته صادروم. ددې افغانی صنعت له لارې  زيات شمېر افغانان پر خپل دسترخوان ډوډۍ خوري.» 
د کارګرانو له ډلې څخه يې يوه هم ۳۶ کلنه نوريه ده، چې شپږ کاله دمخه د مېړه له مرګ راهيسې ورته د خپلې کورنۍ اعاشه او اباته ورپه غاړه ده.
د معاش له زياتوالي څخه دمخه هغې د کور د کرايې وس نه درلود او د دوو زامنو د کار له لارې يې خپله کورنۍ چلوله. يو زوی يې له ډوډې پخوونکي سره کار کوي او بل يې پلاستيکي کڅوړې پلوري.
نوريه هيله لري د معاش د زياتوالي له امله خپل دواړه زامن په ښوونځي کې شامل کړي. 
د غلام سخي نوري په نامه يو سوداګر، چې د ايران له لارې غالۍ، زنکۍ او زعفران  منځني ختيځ ته صادوري، وويل، د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونه ورسره ډېره مرسته کوي. دمخه هغه د ايران او نورو هېوادونو د ويزې په ترلاسه کولو ډېرې ستونزې لېدي او زياتره يې ډېرې ييسي لګېدې.  
هغه وويل: «له هغه وروسته چې د سوداګرۍ خونې سفارتونو ته وروپېژندلم، نو د ويزې ترلاسه کول راته اسان شول. زموږ سوداګري وغوړېده؛ ځکه عربي هېوادونو خپلې دروازې د افغان سوداګرو پر مخ پرانستلې، توليد مو زيات شو او امنيت په پرتله ييز ډول ښه شو.»
د [سوداګرۍ] د خونې اجرايوي مدير، خليل احمد يارمند وويل، د سوداګرۍ خونې له سوداګرو سره مرسته کړې چې خپل توکی وپلوري او د بهرنيو سوداګرو د هڅولو په موخه يې سوداګريز نندارتونونه جوړ کړي. 
يارمند وويل: «که کارونه همداسې پر مخ روان وي، د هرات د صادراتو کچه او د خلکو عايدات به ډېر لوړ شي.»    
د وال سټريټ ژورنال له مخې په هرات کې له امنيتي ګډوډ حالت سره سره چارواکي اټکل کوي چې د تېر کال په اوږدو کې ددې ولايت له درېو برخو څخه يوه برخه ياغيان خپلو کورنو ته راستانه شوی او عادي ژوند يې پيل کړی دی. 
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد جواد پناهي وړاند وينه کوي چې د توليد د کچې او د کار کوونکو د شمېر د زياتوالي له امله به امنيتي حالت ښه شي او د نشه يي توکو قاچاق به راپرېوزي.   
پناهي د ښه کېدو لامل د ګمرک د ادارو زيات اغېزمتوب بولي او وايي د ماليې وزارت د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د ازاد تجارت په اړوند خبرې کړي دي. 
د هرات ښار په شل کيلومترۍ کې د پرتې ولسوالۍ، ګذرې يو کروند ګر، محمد قاسم د صادراتو له غوړېدا راوروسته خپل کاروبار پراخ کړی دی.
هغه له ډېرو کلونو راهيسې زنکۍ کري، خو پر ايراني او پاکستاني سوداګرو يې پر ټيټه بيه د پلورلو له امله لږه ګټه لاسته راتله. اوس يې په پراخه ځمکه کې کري او نورو هېوادونو ته صادروي. د هغې په ګټه يې دوه ټراکتورونه پيرودلي او له خپلو دوو ورونو سره يې، چې په ايران کې له کار کولو وروسته راستانه شوي،  پر کاروبار پيل کړی دی. 
هغه وويل: «پخوا به موږ په کار ستړي کېدو، ځکه چا مو توليد نه اخيسته او لګښت به مو نشو پوره کولای. اوس مو ځمکې پر کر کيلې ارزي.»  
په  کار کې د بهبود راتګ ددې لامل شوی چې څوک د سوداګرۍ په وړاندې د موجودو پرتو ستونزو په اړه فکر و نه کړی.  
فايق يادونه وکړه، په داسې حال کې چې مخ په زياتيدونکې اندازه غالۍ له قانوني لارو ايران ته صادريږي، خو ۹۵ سلنه يې لا تر اوسه هم په ناقانونه ډول پاکستان ته وړل کيږي.
په ګذرې ولسوالۍ کې د زعفرانو يو سوداګر، ګل محمد وويل، سره له دې چې د سوداګرۍ شرايط د پخوا په پرتله ډېر ښه شوي دي، خو امنيت او  «پراخ فساد» د يوې سترې ستونزې په توګه پر ځای پاتې دي.
هغه وويل لا تر اوسه چارواکي په قانوني سوداګرۍ کې خپله برخه غواړي. هغه زياتوي: «که وغواړې چې د وارداتو او صادراتو شرکت جوړ کړې، نو بايد دا  فکر درسره وي، چې يوازې نه يې. حکومتي کارکوونکي هم درسره شريک دي.»
محمد علي جاوېد او هارون حکيمي په هرات کې د آی ډبليو پي آر روزل شوي خبريالان دي.

Economy
Frontline Updates
Support local journalists