زوی د سولې د خبرو اترو په مشرۍ کې د پلار ځای ناستی

صلاح الدين رباني د سولې د عالی شورا د مشرۍ په داسې څوکۍ ونومول شو، چې پلار يې په تېر کال کې تر وژل کېدو دمخه پر هغې ناست و.

زوی د سولې د خبرو اترو په مشرۍ کې د پلار ځای ناستی

صلاح الدين رباني د سولې د عالی شورا د مشرۍ په داسې څوکۍ ونومول شو، چې پلار يې په تېر کال کې تر وژل کېدو دمخه پر هغې ناست و.

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريال، خان محمد دانشجو ليکنه
په افغانستان کې شنونکو هغه پرېکړه تر پوښتنې لاندې نيولې، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پر مخ وړلو لپاره د برهان الدين رباني پر ځای د هغه زوی ټاکل شوی دی. هغوی وايي ښکاري چې دا ټاکنه د ولسمشر کرزي د واک د ټينګولو  په موخه ترسره شوې وي.
د اپريل په ۱۴  په ترکيه کې د افغانستان پخوانی سفير، صلاح الدين رباني د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وګومارل شو، چې دنده يې له طالبانو او نورو ياغي ډلو سره د سولې د خبرو اترو پر مخ وړل دي.
د صلاح الدين رباني پلار ، پخوانی ولسمشر او د مجاهدينو د يوې ډلې مشر، د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په ۲۰ هغه مهال ووژل شو چې يو سړی د سولې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د استازي په نامه د هغه کور ته راغی او تر خپلې پګړۍ لاندې پټ کړي چاوديدونکی توکي يې (له هغه سره د روغبړ پر مهال) وچول.[د لا زياتو معلوماو لپاره وګورئ: د رباني وژنې د سولې خبرې اترې ترشک لاندې راوستې.] 
له دې وژنې وروسته د اوو مياشتو لپاره د اته شپېته کسيزې شورا د مشرۍ څوکۍ تشه پاتې وه. د سولې شورا د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په مياشت کې د طالبانو په ګډون د وسله والو ډلو له وتلو څېرو څخه جوړه شوې وه. 
د سولې د عالي شورا [مرستيال] عطاؤالله لودين آی ډبليو پي آر ته وويل، د شورا غړي د صلاح الدين  رباني په ټاکلو يوه خوله وو. 
د شورا پرېکړه د اپريل په ۱۴ [حامد] کرزي او د ولسمشر د مرستيال، محمد قسيم فهيم، د بلخ د والي عطا محمد نور او د پارلمان د غړي، عبدالرب رسول سياف په ګډون د سياستوالو يوه ټولګي تاييد کړه. 
د ولسمشر وياند، اجمل فيضي وويل، کرزي د ځوان رباني په ټاکنه کې له سياستوالو او يو شمېر مشرانو سره له خبرو اترو وروسته  اقدام وکړ.
د برهان الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند غړی، واقف حکيمي وايي کورنی تړاو به د صلاح الدين دريځ پياوړی کړي. هغه د لوړو زده کړو خاند او يوه وتلې څېره ده. هغه کولای شي د سولې خبرې اترې په ښه ډول پر مخ يوسي.   
فيضي آی ډبليو پي آر ته وويل، انتخاب د درې لاملونو له مخې سرته رسېدلی دی: «لومړی، ملي يووالی، دويم، هېواد ته د هغه د شهيد پلار خدمت او درناوی او [درېم] دا چې هغه لوړې زده کړې لري، ځوان دی او په حکومت کې د سياسي کار پخه تجربه لري.»
يو شمېر نور خلک بيا دا پوښتنه رامنځته کي چې آيا دا څلوېښت کلن ځوان به د ياغيانو د منلو وړ درنښت ولري.
د حق ا وعدالت د ګوند وياند، حميدالله فاروقي د سولې عالي شورا له پخوا څخه يوه نيمګړې شورا بولي او وايي نه يې پلار يو سم انتخاب و او نه يې زوی يو سم انتخاب دی. 
هغه وويل: «د [سولې د عالي شورا] جوړښت او مشرتابه ډېرې نېمګړتياوې لري. د برهان الدين رباني ټاکنه يو پرځاي اقدام نه و. سره له دې چې د هغه زوی لوړې زده کړې لري او ځوان دی، خو پر سياست او خلکو د هغه اغېز هيڅ شی نه تر لاسه کوي. داسې خلک شته چې هم ښې او لوړې زده کړې لري او هم په خلکو کې محبوبيت لري.» 
برهان الدين رباني يوه پېچلې څېره وه چې نوم يې د افغانستان له معاصر تاريخ سره تړلی دی. هغه په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې د مجاهدينو د يوښه غښتلي تنظيم، جمعيت اسلامي مشري کوله، چې د شوروي د ملاتړي حکومت په وړاندې جنګېده.
په ۱۹۹۲ کال کې کابل ته د مجاهدينو د ننوتلو پر مهال رباني ولسمشر شو. هغه داسې يو مهال و چې حکومت موجود نه و او بېلابېلو وسله والو ډلو د پلازمينې د کنترول لپاره په خپلو منځونو کې جګړې کولې او د هېواد لويه برخه يې له خاورو سره خاورې کړه. 
په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو له خوا د کابل د نيولو پر مهال تاجيک توکمه رباني د افغانستان شمال ختيخ ته وتښتېد او د شمالي ټلوالي مشري يې پر غاړه واخيسته. نوموړی ايتلاف له وسله والو ډله څخه يو جوړ شوی تنظيم و چې په ۲۰۰۱ کال کې له متحده ايالتونو سره د طالبانو په رانسکورولو کې ملګری شو.   
د سولې د عالي شورا د لومړي مشر په توګه د رباني ټاکل کېدل د اختلافونو د رامنځته کېدو لامل شول. يو شمېر نيوکه کوونکي وايي نوموړی اوږده موده د طالبانو په وړاندې په جګړې بوخت و، نو ځکه د سولې د خبرو اترو لپاره يې آيډيال دريځ نه درلود.
په ۲۰۰۵ کال کې په نيويارک کې د بشري حقونو د څار مېشتې ډلې د يوې څېړنې غږ کړی و چې څرګنده شي،  رباني په ۱۹۹۲ – ۱۹۹۳ کلونو کې د کورنۍ جګړې د مهال د تاوتريخوالي او سرغړونو مسؤول وبلل شي او که نه.    
د يو شمېر شنونکو په اند له پلار څخه زوی ته د څوکۍ لېږد د صميميت او ملګرتيا څرګندولو ته پاتې کيږي.
اوريا وويل: «ولسمشر غواړي دسياسي مخالف پر ځایجمعيت ترخپل کنترول لاندې وساتي.»
يو بل سياسي شنونکی، وحيد مژده وويل ولسمشر رباني ددې لپاره غوره کړ چې تمه ده هغه ته د جمعيت اسلامي مشري ورپه غاړه شي. «په دې توګه به کرزي ته لاره هواره شي چې پر جمعيت خپل اغېز واچوي ...  او خپل دريځ پياوړی کړي.» 
محمد فهيم او عطا محمد نور، چې په وروستۍ پرېکړې کې يې ګډون درلود، د جمعيت د ملېشو پخواني لوړپوړي قوماندانان وو. 
يو شمېر نور شنونکي وايي صلاح الدين رباني د خپل پلار په پرتله ډېره ناپلوې څېره ده، خو د سولې د راوستو لپاره سياسي جرات نه لري.
مژده وويل: «د سولې راوستل کومه کوچنۍ خبره نه ده چې د يو فرد په ګومارلو او ياد شورا په جوړولو دې هواره شي.»
صلاح الدين رباني د سولې دعالي شورا د مشرتابه لپاره يوازنی نوماند نه و. 
د مجاهدينو يو پخوانی مشر، صبغت الله مجددي، چې اوس د خپل عمر په اتيايمو کلونو کې دی، هم خپل نوم مخکې کړی و.مجددي په ۲۰۰۵ کال کې له تاسيس راوروسته د افغانستان د سولې او پخلاينې د کميسون مشري کوله، چې د سولې د عالي شورا ترڅنګ يو بل ارګان دی. هغه مهال چې رباني د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شو، مجددي خپه شو او له خپلې څوکۍ څخه يې استعفا وکړه. 
فيضي وويل: «د هغه د استعفا ليک ولسمشرته رسېدلی، خو منل شوی نه دی.» 
د کابل د اوسيدونکو تر منځ خلک د پورتنۍ ټاکنې په اړه بېلابېل نظر لري.
د لوګر ولايت ۴۰ کلن ګلدين، چې اوس په پلازمېنې کې اوسيږي، د افغانستان د حکومتوالۍ په اړه ډېر څه وويل.  
هغه وويل: «دريځونه او څوکۍ ټولې ميراثي دي، نور خلک ... ددې څوکيو د نيولو اجازه نه لري. د افغانستان حکومت نه د سولې تامين ته وفادار دی او نه د تاسيساتو جوړولو ته.»
طالبانو نه دي ويلي چې آيا د پخوانی رباني په مړينه کې هغوی لاس درلود او که نه، خو اووه څلوېښت کلن يعقوب خان ژورنالست وويل، د صلاح الدين لپاره به ستونزمنه وي له هغوی سره خبرې اترې وکړي. 
هغه وپوښتل: «هغه به څنګه له طالبانو سره په خلاص زړه کار وکړي او څنګه به د هغوی په وړاندې تاوده او رښتيني احساسات څرګند کړي؟»
د کابل ښار استوګن اووه ويشت کلن ميرزا محمد په څېر نور خلک د رباني د ګومارلو په اړوند خوشبين وو.
هغه وپوښتل: «جمعيت د افغانستان يو غښتلی ګوند دی. که چېرته دې ته چمتو شي چې د صلاح الدين رباني په ګومارلو له حکومت سره ګډ کار وکړي، آيا دا ښه خبره نه ده؟»
خان محمد دانشجو په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists