روڼوالی او شفافيت په افغان سياست کې مازې «يوه سمبوليکه» بڼه لري

پر دولت د باور د رامنځته کولو لپاره ښې حکومتوالۍ ته ډېره اړتيا ليدل کيږي

روڼوالی او شفافيت په افغان سياست کې مازې «يوه سمبوليکه» بڼه لري

پر دولت د باور د رامنځته کولو لپاره ښې حکومتوالۍ ته ډېره اړتيا ليدل کيږي

په افغانستان کې د غلام نبي شفق ليکنه

د ختيځ ولايت، کونړ ځايي چارواکو گوته څنډلې، حکومت بايد د فساد مخه ونيسي، ترڅو پر دموکراتيک بهير د خلکو باور رامنځته شي.

د کونړ په مرکز، اسدباد کې د آی ډبليو پي آر په لومړنۍ مناظرې کې، چې د اکتوبر د مياشتې په ٢٧ نېټه د افغانانو د پخلاينې د پروژې تر نامه لاندې رابلل شوې وه، عادي خلکو په اوسنۍ ادارې لږ باور درلود.

د ښځو د چارو د ولايتې ادارې مشرې، نسيمې شفق سادات وويل، روڼوالی نه يوازې د ښه حکومت، پرمختگ او د ټولنيزې سوکالۍ بنسټ جوړوي، بلکې د خلکو او حکومت تر منځ د باور او اړيکو رامنځته کولو ته هم ډېر اړين دی. مخکنيو حکومتونو ونه کړای شول د ديارلسو کلونو په موده کې د خلکو باور رامنځته کړي.

هغې وويل: «روڼوالی په افغاني سياست کې مازې سمبوليکه بڼه لري. چارواکي په وياړ د هغې په اړه خبرې کوي، خو شفافيت د کلمې په رښتينې معنا په افغانستان کې وجود نه لري. خلک نه پوهيږي چې شفافيت څه معنا لري.»

هغې په دوام وويل، دا  کار دولت سخت کمزوری کوي. هغې ټينگار وکړ چې شفافيت «په ښې حکومتوالۍ، د قانون په پلي کولو او د سولې په تامين کې مثبت رول لوبولای شي.»

د کونړ د کارگرانو د ټولنې مشر، شاه ولي سالارزی له دې خبرې سره يوه خوله و.

هغه وويل: «دا سيستم چې د بن له کنفرانس په ٢٠٠١ کال کې پر انتقالي حکومت د هوکړې لپاره رابلل شوی و راوروسته منځته راغی، تش په نامه دموکراتيک دی. د دموکراتيکو ارزښتونو سيستم يوازې د  شعارونو په بڼه دی. اصلا هيڅ وجود نه لري.»

افغانستان څه دپاسه درې لسيزو جگړو وران ويجاړ کړی. تر بل هر څه مخکې ښې حکمتوالۍ، د قانون واکمنۍ او سولې ته  اړتيا ليدل کيږي. دا ټول هغه مهال شوني دي چې د روڼوالي او شفافيت له لارې فساد له منځ ولاړ شي.

د کونړ د سولې د عالي شورا مشر، نظام الدين ماليار زياته کړه، ښه حکومتوالي سولې ته هغومره اړين دي، لکه خواړه د بشر پايښت ته.

نوموړي زياته کړه: «فکر نه کوم تر هغه به د ولس او حکومت تر منځ اړيکې ترميم شي، ترڅو شفافيت منځته نه وي راغلی.»

غلام نبي شفق د کونړ د پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د آی ډبليو پي آر د پروژې د مناظرو  د لړۍ: افغانې روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلتيا له لارې د سولې تامين او د باور رامنځته کول، پر بنسټ چمتو شوی دی.

 

Frontline Updates
Support local journalists