راديوي ډارمه چې آن د طالبانو خوښيږي

.په کابل کې د آی ډبليو پي آر اديتور په دوو ځايونو کې خپله وړتيا څرگنده کړې ده

راديوي ډارمه چې آن د طالبانو خوښيږي

.په کابل کې د آی ډبليو پي آر اديتور په دوو ځايونو کې خپله وړتيا څرگنده کړې ده

IWPR editor and radio actor Hafizullah Gardesh. (Photo: IWPR)
IWPR editor and radio actor Hafizullah Gardesh. (Photo: IWPR)

 

د "نوي کور، نوي ژوند"په نامه يو افغاني سريال له تېرو شلو کلونو راهيسې خپريږي، اورېدونکي يې په مينه اوري او د خپلو خوبونو تعبير پکې گوري.  

له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مشر اديتور، حفيظ الله گردش ددې نندارې يو تکړه لوبغاړی دی. کله چې هغه له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د هڅو يا له پارلمان سره د ولسمشر حامد کرزي د شخړو په اړه پر څه ليکلو يا د کومې کيسې پر اډيت بوخت نه وي، نو په نوموړې ډرامه کې د سرورخان د کرکتر رول لوبوي.

د نوي کور، نوي ژوند ډرامه د لومړي ځل لپاره د بي بي سي د راديو له خوا پر ١٩٩٤ کال پيل شوه. دې خپرونې د روغتيا، د ځمکنيو ماينونو د خطر او د کډوالو په څېر نورې موضوعگانې د تفريحي ډرامو له لارې خپرې کړې. دې ډرامې د بي بي سي له کليوالي ډرامې، غشي ويشتونکي؟ څخه الهام اخيستی دی. 

د نوي کور، نوي ژوند تر ټولو وروستۍ ډرامه "په سرحدي پوله ژوند"په نامه خپريږي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ غځېدلې ده. "په سرحدي پوله ژوند"د انگليسي ژبې متن د افغانانو د ورځني ژوند کيسه بيانوي چې د بي بي سي د "٤ راديو"له لارې په روانه مياشت کې خپره شوه.

  

حفيظ الله گردش په روانه مرکه کې په ډرامه کې د خپل رول په اړه غږيږي، چې گڼ شمېر افغانان يې اوري. که څوک  ورسره د لومړي ځل لپاره وگوري، نو د غږ له مخې يې پېژني.  


څنگه د تمثيل ډگر ته ننوتې؟

پنځلس کاله دمخه مې [د نوي کور، نوي ژوند] په ډرامه کې په کار پيل وکړ. تر هغې دمخه مې د افغانستان په ملي راديو کې د لوبغاړي (ممثل) په توگه دنده درلوده.


د کوم کرکټر رول لوبوي؟

زه د کلي د مشر [ملک]، سرورخان رول لوبوم، چې له خپل پلار، جبارخان  څخه ورته مشري پاتې شوې ده. هغه د  رغنده نظر خاوند دی او دنده يې د کلي د ستونزو هوارول دي.

پروگرام په پښتو او دري دواړو ژبو خپريږي او زه په پښتو برخه کې کار کوم.


کولای شې د نوي کور، نوي ژوند ډرامې په اړه څه ووايي؟

دا [د نوي کور نوي ژوند ډرامه] يوه تعليمي ډرامه ده. د ژوند پر بېلابېلو موضوعگانو څرخيږي، لکه، روغتيا، زده کړه، جگړه، ځمکني ماينونه، کلتور او دودونه. 

موضوعگانې معمولا د تمويلوونکو او بسپنه کوونکو له خوا وړانديز او د بورډ له خوا غوره کيږي.


ولې دې سريال په افغانستان کې ډېر شهرت موندلی؟

هغه مهال چې طالبان واکمن وو، تلويزيوني خپرونو اجازه نه درلوده.  دې ډرامې د افغانستان په لرو بر کې خلکو ته د ښوونځي دنده سرته ورسوله.

په [١٩٩٢ - ١٩٩٦] کلونو کې د مجاهدينو او [١٩٩٦ - ٢٠٠١] کې د طالبانو د رژيمونو په پېر کې شاوخوا پنځه نوي سلنه خلکو دا ډرامه اورېده. تر هغه چې به يې ډرامه نه وه اورېدلې، نه ويده کېدل. د طالبانو [د واکمنۍ] پر مهال دا ډرامه د پاکستان په پېښور کې ثبتېده.


هره اوونۍ گڼ شمېر خلک ډرامه اوري، ستا غږ به اوس هرچاته اشنا وي؟

يو مهال له تورخمه کابل ته راوران وم، کله چې موټر چلوونکي زما غږ واورېد، د بلې سپرلۍ پر ځای يې مخکې څوکۍ ته وبللم، ترڅو نژدې ورسره کښينم. کابل ته په ټوله لاره يې د ډرامې د بېلابېلو لوبغاړو په اړه راڅه پوښتنې وکړې. د [غرمې] ډوډۍ يې راکړه او د کرايې پيسې يې راڅخه وانخيستې.

بله پلا په ننگرهار کې وم، له يوه لاروي څخه مې د يوې پتې پوښتنه وکړه. هغه کورته د غرمې ډودۍ ته وبللم، ويل يې زما غږ يې وپېژانده.

د طالبانو [د واکمنۍ] په پېر کې په پېښور کې د ډرامې له ثبت څخه وروسته بېرته کابل ته راروان وم. کله چې له پولې څخه افغانستان ته راواوښتم، طالبانو د ږيرې د لنډوالي په تور ونيولم. خپل ساتنځي ته يې د سزا لپاره يوړم، خو کله چې يې وپېژندلم د [نوي کور، نوي ژوند] د ډرامې لوبغاړی يم، را ترغاړې وتل او د تگ اجازه يې راکړه.


آيا اورېدونکي ډېر مينه وال دي؟

يو مهال د صابرې په نامه يوې ښځينه لوبغاړې په يوې صحنې کې ژړل، افغان مېرمنو سم ورسره ژړل. د سرورخان ناظر درواخله. هغه ډېر مشهور دی. له اوږدې مودې راهيسې يې واده نه و کړی.دناظر واده په ډرامه کې دانتظآر يوې حساسې نقطې باندې بدل شوى وو يوه ورځ  په پاکستان کې يوه کډوال  دبى بى سى دفتر ته راغى هغه ډېر په قهر وو مسولينوته يي وويل (( تا سو ولې ناظر ته واده نه کوى ؟ زما دوى لوڼي دي هره يوه يي چې غواړى زه يي ورته ورکوم ))


د سرحدي پولې په نامه نوې ډرامې ته د سيالې ډارمې په سترگه کتل کيږي؟

په اصل کې دا ډرامه زموږ د ډرامې د ليکوال له خوا ليکل شوې. موږ ته په هيڅ ډول سيالي نه ښکاري.

شاوخوا دوه لسيزي کيږي چې د نوي کور، نوي ژوند ډرامه [د رادېو له لارې] خپريږي. 


څنگه کولای شي [په يوه وخت کې] دومره بوختياوو ته ځان ورسوي؟

زه رښتيا هم بوخت يم، خو هغومره هم نه، چې ستړی شم. [ډرامه] جمعه او شنبه [د رخصتيو په ورځو] کې ثبتوم. 

Afghanistan
Media
Frontline Updates
Support local journalists