Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د یوې بریالۍ مېرمنې کیسه

قانونپوهان له نوو تحولاتو سره مخالف دودونه نه مني او خلک هم دغې لارې ته هڅوي.
By IWPR Afghanistan

د کندهار په ولایت کې د یوازنۍ ښځینه څارنوالې په اړه د آی ډبلیو پي آر رپوټ ملي او نړیوال پام ځانته اړولی او همدارنگه ځايي ښځو ته د یو ستر الهام په توگه د ستاینې وړ گرځېدلی.  

د کندهار په څارنوالۍ کې د ۲۶ کلنې زینب او د هغې د کار کیسه د طلوع خبري سرویس، سلام وطندار رادیو، بي بي سي او گارډین ورځپاڼې خپره کړې ده.

(وگورئ: د کندهار یوازنۍ ښځینه څارنواله)

زینب یو نیم کال دمخه د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته د کندهار په څارنوالۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منځه وړلو په څانگه کې کار کوي. د هغې کار له دې امله هم مهم دی چې د محافظه کاره دودونو له امله زیاترو ښځو ته سخته ده، نارینه څارنوال ته خپله ستونزه ټکي په ټکي ټوله بیان کړای شي.

زینب آی ډبلیو پي آر ته وویل، د هغې په اړه له خپاره شوي رپوټ وروسته يې چې کوم پام او هرکلی تر لاسه کړی د هغې د لوړ اعتماد لامل شوی.

زینب وویل: «له آی ډبلیو پي آر څخه صادقانه مننه او د هڅو ستاینه يې کوم، چې زما د اعتماد او شهرت له لوړولو سره يې مرسته کړې.»

د آی ډبلیو پي آر رپوټ له ځنډه پرته د کورنیو رسنیو پام ځانته جلب کړ.

د طلوع خبریال، عبدالقدیر تکین وویل، هغه له زینب سره د آی ډبلیو پي آر رپوټ د خپلې ورځپاڼې د مرکې له لارې واورید.

په کندهار کې د سلام وطندار رادیو خبریال، محمد رحیم هم د آی ډبلیو پي آر رپوټ خپور کړی دی.

هغه وویل: «د زینب په اړه د آی ډبلیو پي آر رپوټ زما خوښ شو او له لوستلو وروسته مې ډېر ژر له هغې سره اړیکې ونیولې. د هغې په اړه مو ښځو ته د خپلې مجلې لپاره رپوټ چمتو کړ.» هغه زیاته کړه، دغه رپوټ د کارکوونکو او اوریدونکو له زیات هرکلي سره مخ شو.

رحیم وویل: «زه هر سهار د آی ډبلیو پي آر ویب پاڼه او په ځانگړي ډول د افغانستان په اړه رپوټونه گورم، تر څو له نوو موضوعگانو څخه خبر شم او د خپل رپوټ لپاره يې وکاروم.»

د کندهار پوهنتون د انتروپولوژۍ [بشر پېژندنې] پخواني استاد، حیات الله رفیق وویل، دغه راز رپوټونه پراخ ټولنیز اغېز لري، نور خلک هڅوي چې خپله وړتیا وکاروي.  

هغه وویل: «ټولې رسنۍ باید د آی ډبلیو پي آر په څېر خپل مسؤولیتونو په پام کې ونیسي. د هغوی خبریالان ښايي شاوخوا وگرځي او د دغه راز اغېزمن رپوټ په څېر د رپوټونو د چمتو کولو لپاره هلې ځلې وکړي.»

د کندهار مدني فعال، عبدالصمد وجدان وویل، رسنۍ مهم رول پر غاړې لري چې ښايي ويې لوبوي. د  پیاوړو نارینه گانو او ښځو پر بریاوو رڼا واچوي او له دې لارې مدني اشتغال ته وده ورکړي.

وجدان د کندهار پخواني اوسیدونکی دي، هغه وویل، تر دې دمخه يې د زینب نوم او د هغې د بریالیتوبونو په اړه معلومات نه درلودل. اوس وايي چې پر ټولنې به د هغې د بریالیتوب کیسه پراخ اغېز وکړي.

د کندهار د استیناف د څارنوالۍ رئیس، عبدالرحمن کوشان د هغه له دې خبرې سره موافق دی.

هغه وویل: «زه د زینب له کار څخه خوښ یم، ځکه له یوې ورځې نه بلې ته ښه کیږي. هیله لرم نورې ښځینه څارنوالانې هم د هغې په څېر خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.»

پښتنه د کندهار د خصوصي پوهنتون د حقوقو د دویم کال محصله ده. هغې  وویل، د زینب کیسې تر اغېز لاندې راغلې او غواړي چې له فراغت وروسته په څارنوالۍ کې دنده اجرا کړي.  

په یوه هېواد کې چې ټولنیزه انگېرنه (کړه وړه) د هغو نجونو پر وړاندې اغېز کوي، چې خپلو زده کړو ته د عمر تر ډېره وخته دوام ورکوي، د زینب کیسه په ځانگړي ډول الهام بښونکې ده.

د کندهار ولایت د حضرت جي بابا په سیمه کې یو هټیوال، خیرمحمد آی ډبلیو پي آر ته وویل، غوښتل يې چې خپله ۱۴ کلنه لور د چم او مالت د اوسیدونکو د ملنډو او پېغورنو له امله له ښوونځي څخه وباسي.

کله چې يې له رادیوگانو څخه د زینب کیسه واورېده، ويې وپتیله چې د محافظه کار تعصب په وړاندې مبارزه وکړي او خپله لور پريږدې زده کړو ته دوام ورکړي.

خیرمحمد وویل: «زه به د نوي ښوونیز کال په پیل کې خپله لور بېرته ښوونځي ته ولیږم چې په اووم ټولگي کې زده کړو ته دوام ورکړي، تر څو د څارنوالې زینب په څېر خپلو خلکو ته خدمت وکړي.»