د ګوتو په شمېر ښځينه موټر چلوونکې

په کابل کې د آى ډبليو پي آر دخبريال، حبيب الرحمن ابراهيمى ليکنه

د ګوتو په شمېر ښځينه موټر چلوونکې

په کابل کې د آى ډبليو پي آر دخبريال، حبيب الرحمن ابراهيمى ليکنه

د کابل د ترافيکو د لايسنس د څانکې آمر، سردار محمد آى ډبليو پي آر ته وويل، چې په کابل کې له تېرو دووکلونو راهيسې ٦٨ تنو ښځو ته د موټر د چلولو اجازه ليک ورکړ شوى دى، چې د هغوى په ډله کې اته تنه غير افغانې مېرمنې وي.


کريمه سالک، د ښځو د چارو د وزارت د اقتصادي پراختيا د رياست رئيسه د جرمني هېواد په مرسته د ښځو لپاره د موټر چلولو کورسونه پر مخ وړي. هغه وايي، چې تر اوسه له دې پروګرام څخه شپېته تنه مېرمنې فارغې شوې دي.


خو ښځې لا تر اوسه د لايسنس له لرلو سره سره په سړکونو له ترافيکي ستونزو سره مخامخ کيږي.


الينا ساراجيګر وايي: "کله چې موټر چلوم، ځوانان مې ځوروي، آن زما د موټر مخې مخې ته کيږي، سړک راته بندوي او نارې وهي: خوښيږې مې! خوښيږې مې! که دا ستونزې همداسې روانې وي، نو نور به موټر ونه چلوم."


د حکومت يوه کارکوونکې، آزاده سعادت وايي، هغه په پټه د موټر چلولو کورس ته تللې، خو تر لاسه شوى مهارت يي ونه شو کارولاى. هغه وايي: "اوس واده شوې يم. کورنۍ به مې راته د موټر چلولو اجازه رانه کړي."


په لوېديځ ښار، هرات کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو د کورسونو پروګرام د سيمه ييزو چارواکو له خوا تړل شوى دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists