د کونړ بندیانو لپاره دمحاکمه نشتون

د کونړ بندیانو لپاره دمحاکمه نشتون

دکونړ په مرکز ي زندان کې یوشمیر کسان د محکمې له فیصلې پرته د بند شپې او ورځې تیروي .

په دې زندان کې ځینی بندیان ادعا کوي چې دمحکمې لخوا براات ورکړل شوی دی خو له بنده د خلاصون اجازه یې نه ده پیدا کړې

د کنړ په محبس کې  ځینی نور بیا وایی چې د محکمې له حکم سره سم یې  د خپل  بند موده په زندان کې تیره کړې او نږدې یو کال نور هم پرې تیر شوی خو دوسیه یې لا نه ده څیړل شوې  .

 ((لکه راغلې ده زمونږ دوسیه یې راماته کړې ده خو بیرته نه چیړل کیږي چې دوسیه مو بیرته دغه شي محکمه مو وشي قید راکړي یا مو براات کړي نو معلومات نه کیږي اوس هسې چټي ناست یو دا مو شپاړسمه میاشت ده))

دادکونړ په مرکز ي زندان کې دیوه بندي احمد الله خبرې دي چې دده په وینا دایی شپاړسمه میاشت ده چې بندي دی  په داسې حال کې چې په لمړنۍ محکمه کې یی برات هم حاصل کړیدی  .

دی چې دپاکستان دسوات دسیمې اوسیدونکی دی او دسلګونه نورو په څیر دجګړو له ویرې یی کونړته  کډه راوړې وه خو پولیسو پخپل کور کې تر نیولو ورسته په دې پلمه چې دافغانستان تذکره یی نه درلوده د دولسو  نورو ګاونډیانو سره نیولی او په دریمه ورځ یی بندیخانې ته ننویستی دی .

نوموړی وایی له ده سره  نور نیول شوي کسان هم  دسوات اوسیدونکي ول  چې لمنځه یی نورو اووتنو ته پنځه کاله قید ورکړی خو دده په شمول پنځه هغه بري اعلان شوي ول .

((مونږه شپږ کسان یو لکه د دیارلس کسانو دوسیه وه ټوله هغه چې وه اوو کسانو له یې پنځه کاله قید ورکړو او مونږ شپږو کسانو پسې یې بیرته راماته کړه او اوس چې دی دا شپاړسمه میاشت مو روانه ده بیرته دوسیه نه ده چیړل شوې اول یې براآت کړو اوس پته نه لګي چې قید به راکوي که څه شی به وي نو غوښتنه مو دا ده چې دا دوسیه ګانې زمونږ وچیړل شي که قید راکوي قید دې راکړي که قید نه راکوي برات مو دې کړي چې ځو هسې چټي ناست یو)) 

احمد الله وایی په کور کې نور څوک دګټې وټې نه لري او یواځې  یو لس کلن ځوي یی  دی. هغه  وایی تر اوسه دخپلې کورنۍ  له وروستي حالته ندی خبر چې چیرته او ژوند به یی په کوم حالت تیریږي .

په زندان کې یوبل تن چې په سره غرمه کې دنور اتو کسانو سره په یوه تنګه خونه کې ناست وو او د ګرمۍ له ډیرښته یې ځان ته لاسي پکی واهه.

دغه تن الیاس نومیږي او د کونړ د مرورې ولسوالۍ د دړیدم د کلي اوسیدونکی دی .

هغه وایې څه باندې دوه نیم کاله پخوا د خپل کلي نه ښوونځي ته د تګ پر مهال ملي اردو او ملي امنیت نیولی چې د محکمې تر کیدو په دوه نیم کاله بند محکوم شوی خو له دوه نیمو کالو ډیر یې په بند کې تیر کړي او لا یې هم سرنوشت نه دی معلوم.

((او بس ایسته ناڅاپه کسان رانه چاپیر شو او ویې نیولم بیا چې دی دلته راباندې درې محکمې وشوې او دوه کاله قید یې راباندې وخیژوو هیڅ نه مې ښه شته نه مې بد شته بس ایسته یوه مسله وه راته جوړه شوه اوس دغه مسله خو راته جوړه شوه اوس راباندې اته میاشتې نورې واوښتې یه وروره څه پته لګي چې نور به راباندې څومره وخت راځي درست نه دی معلوم حساب کتاب نشته نه څوک راځي نه مو د حال نه څوک خبریږي د ګرمۍ مړه شوو پکي نشته نو اوس مونږ پدې حالاتو کې څه وکړو))

دا چې ولې بندي الیاس د بند تر پوره کیدو وروسته هم په زندان کې ساتل کیږي په دې اړه مې وغوښتل تر څو د زندان د مسولینو نظر واخلم خو دوئ راته په دغه څه د ویلو ډډه وکړه.

ددغه زندان امنیتي مرستیال محمد یوسف راته د غږ نه ثبتولو په شرط وویل دغه تن ملي امنیت نیولی او د ملي امنیت بندیان که کلونه کلونه هم په زندان کې وي د دوی د وسه نه ده پوره چې له زندانه یې وباسي.

هڅه مې وکړه چې په دې اړه د ملي امنیت له ریاست سره خبرې وکړم خو هغوی له  رسنیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

 

خو دمحکمې چارواکي نه مني چې ګنې دبندیانو دوسیی دې دوی نه وي څیړلې دوی وایی تر دوه میاشتو باید بندي دفیصلې تر حده ورسیږي

 د کونړ د استیناف محکمې رییس قضاوتیار محمد اشرف امین وایې چې په ستره محکمه کې هر کال تر درې زره دوسیی څیړل کیږي او وخت پکې لګیږي   

 هغه وایې د اکثره بندیانو دوسیې سترې محکمې ته تللې او چې تر څو بیرته رانه شي دوې د بندیانو د سرنوشت په اړه هیڅ نه شي کولای .

دی وایې په ستره محکمه کې د دوسیو ځنډیدل دي چې بندیان یې اندیښمن کړي چې ګوندې د دوی دوسیې نه څیړل کیږي

نوموړی وایی اوس یی فیصلې ډاګیزه شوي او هر څوک په محکمه کې ګډون کولی شی تر څو معلومه شی قاضیان رښتوني او که درواغجنې فیصلې کوي

 ((تر هغو چې ددې ځای نه دوسیه هلته ځي سترې محکمې د ټول افغانستان دوسیې هلته ځي سترې محکمې کې په کال کې درې نیم زره دوسیې فیصله کیږي نو دا د حکم نهایې له خاطره تللې ده دا یوه مرحله لري دا به سترې محکمې ته ځي د سترې محکمې قاضي صیبان به ورباندې غور کوي دلته د تطبیق له خاطره راځي . نو الحمدلله په کونړ کې داسې واقعه مونږ نه لرو چې اضافه د یوې یا دوه میاشتو دوسیه مونږ سره پاتې شي))

قضاوت یار امین نه مني چې ګنې دچارواکو او زورداره خلکو دوسیی دې یا هم ورکیږي او یا دې د زور او زر په بدل دهغوۍ په ګټه فیصله کیږي .

هغه دځینو هغه چارواکو نومونه اخلي چې یا یی دوسیی تر څیړنې لاندې دي  او یاهم څیړل شویدي

((د ښځو چارو ریسه مونږ اعدام کړه هم دلته د حج اوقاف پرسونل وو د ریاست عدلیې کسان وو د خاص کونړ قومندان د امنیې وو اوس دلته د سرکاڼو د ولسوال قضیه دلته راغلې مدیر جنایې د ولایت په سطحه باندې قضیه دلته راغلې چې الحمدلله تاسې به وګورې چې په نږدې وختو کې به هغه علني کړو نو د ولایت ډیر لوي چارواکي مونږ دلته محاکمه کړي دي او الحمدلله په قضا کې عدالت تامنیږي که مونږ ته غریب یې که چارواکی یې که زورواکی یې ما خلکو سره دا تعهد کړی دی چې ما باندې به هیڅ شی تاثیر نه کوي زه به عدالت تامینوم))

موږ ډیر داسې چارواکي پیدا کړل چې له محکمې یې دو سیې ورکې شوي دي  په دغو کسانو کې یو هغه د کونړ د ملي رادیو تلویزون پخوانی آمر ملوک رغون وو . هغه څو میاشتې وړاندې په دې موخه محکمې ته کش شوی وو چې له دولتي موټره یې شخصي استفاده کوله او د کورنئ غړي به یې په کې ګرځول خو چې د محکمې میز ته کش شوو نو خبریالانو احتجاج وکړو او هغه یې د محکمې نه وژغوره.

مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه خپله ملوک رغون راوګړوو خو هغه راسره مرکې ته نه حاضریده.

یو بل خبریال عمران واک چې په کونړ کې د یوه چینایې اژانس شینهوا سره خبریالي کوي راته ددغې صحنې کیسه کوي.

((د تلویزیون د موټر نه چې دولتي تیل به ورته اچول کیدل د دولت موټر وو ده ددې نه داسې استفاده کوله چې د خپلې کورنئ خلک به يې پکې چرته وړل راوړل دی بالاخره محکمې ته وسپارل شوو او ابتداییه محکمې پریکړه وکړه چې دا دې دویمه محکمه کې محاکمه شي کله چې دی دویمې محکمې ته ځي هلته د ختیځې سیمې خبریالان راغونډیږي او خپل سرونه تړي تورې ټوټې تړي او وایې چې مونږه د دولت سره پریکون اعلانوو یا د دولت خبرونه نه خپروو کله چې دوئ دغه پریکړه کوي دده محکمه لغوه کیږي او دغه سړی بري کیږي بغیر د محکمې نه))

په کونړ کې د ژورنالستانو د اتحادیی مرستیال او د ازادۍ رادیو خبریال روح الله انوري د رغون د محکمې او د خبریالانو د احتجاج په اړه وایی چې رغون دومره ستر جرم نه دی کړی.  هغه وایی له دولتي وسایلو ټول چارواکي استفاده کوي باید هغوئ ټول محاکمه شي

((مونږه چې ګورو رغون صیب دومره غټ جرم نه دی کړی د دولت د موټرو نه ټول دولتي چارواکي استفاده کوي یوازې رغون نه دي کړي په هیواد کې د رغون نه غټ غټ مجرمین دي رغون قتل نه دی کړی د چا ځمکه یی نه ده نیولې بل څه یی نه دي کړی او خلکو په جریبونو ځمکو نیولې حکومتی چارواکې دي وزیرانو پورې خلک دي هغوئ نه محاکمه کیږي نو رغون صیب ولې محاکمه کړی شي))

د رغون د محاکمې په اړه د استیناف د محکمې رییس وایې چې د رغون مسله جرم نه بلکې یوه خطا ده او بله دا چې هغه د یوه شخصي خصومت ښکار شوی وو نو ځکه محګمې بري اعلان کړی خو دوسیه یې لا هم په څارنوالئ کې تر څیړنې لاندې ده که نور شواهد پرې پیدا شول نو بیا به محکمې ته کش شي.

((رییس د رادیو تلویزون او جانب مقابل یې څارنوال دی که دواړه په دې باندې قناعت وکړي په دې حکم باندې دا دوسیه ځي تحقیق د مطالعاتو د لوی څارنوالئ ته که هغه تایید که دوسیه حفظیږي او که تایید نه کړي دویم پړاو ته راځي چې استناف محکمه ده کله چې ابتدایه محکمې ورباندې حکم صادر کړ دوسیه تللې ده څارنوالئ ته او دوباره دلته استناف ته مواصلت نه دی کړی قطعا محکمې ته مواصلت نه دی کړی هغه په څارنوالئ کې اوس ده ابتدایی محکمې خپل حکم صادر کړو استناف محکمې ته لاړه که طرفین ورباندې اعتراض وکړي یا رییس د رادیو تلویزون یا څارنوال په حکم د محکمې باندې قناعت وکړي دویم پړاو ته استناف ته راځي تر اوسه لا استناف ته نه ده راغلې))  

خو بل پلو ته دحقوقي چارو کار پوهان په دې اند دي که په محکمو کې دعدالت ، ځای زور او زر ونیسي نو بیا دمحکمې اعتبار لمنځه ځي او په هیواد کې دعدالت تامین ستونزمن کیږي ،

حقوقي کار پوه شفق الله مخلص وایی اوسنۍ محکمې کمی لري او دغه چاره به ددوۍ په اعتبار خورا بده اغیزه وکړي

((چې کوم زور لري او واک لري په هغوئ باندئ قانون نه تطبیقیږي کوم چې واک او زور نه لري په هغې باندې قانون تطبیقیږي او دا ټولنه کې ډیرې ناوړه اغیزې لري یوه اغیزه یې دا ده چې دغه محکمه بې اعتباره محکمه جوړیږي بیا په هغې باندې خلک اعتماد نه کوي دغه رنګې بیا خلک هغې له خپلې فیصلې نه وړي کله چې کومه محکمه هغه داسې وي چې هغه د ځنو کسانو دوسيه ګانې هغه نه څیړي او ځنې څیړي دغه محکمه باندې بیا څوک اعتماد نه کوي اعتبار پرې نه کوي څوک ورله بیا فیصلې نه وړي حتا هغه قاضي ته بیا خلک په بده سترګه ګوري چې هغې دغسې شول نو بیا په ټولنه کې یوه محکمه هم نه پاکیږي))

ډیری  په دې اند دي چې که په محکمو کې دغه شان ناغیړې روانې وي نو دا اندیښنه شته چې په هیواد کې به دفساد جرړې قوي او کلونه کلونه به ددغه مخنیو ی ناشونی شي

ذبیح الله لاروی

Health
Frontline Updates
Support local journalists