د کندهار متردد سانسور کوونکي

په کندهار کى روحانيون ښي، چپ او منځ لاري کتابونه نيسي ، او اکثره دا واضحه نه وي چى زلى دا کار کوي.

د کندهار متردد سانسور کوونکي

په کندهار کى روحانيون ښي، چپ او منځ لاري کتابونه نيسي ، او اکثره دا واضحه نه وي چى زلى دا کار کوي.

د کندهار د زاړه ښارګوټي د ارګ بازار په تنګو کوڅو کى د داسى خلکو کمى نه شته چى د کتاب پاڼى وا نه ړوي. د ٤٠ او يا هم له هغو زياتو د کتاب پلورنى دوکانونو مالکان ښه سوداګري لري، خو دوى به هغه مهال خوشحاله وي چى مذهبي واکمن د هغو کتابونو نيول پاى ته ورسوي چى دوى نه تائيدوي، چى اکثره يي دليل هم نه وي.


سوداګر د علماو د شورا مذهبي چارواکي (مسلمان روحانيون) د هغو کتابونو په خپل سر نيونى تورنوي چى په بشپړه توګه اسلامي نه وي، يعنى هغه کتابونه چى اسلامي بنسټ پاله عناوين لري، يا هغه چى ډير زيات کمونستي دي، او تر ټولو عجيبه خو لا دا ده، ځينى هغه کتابونه چى په کابل کى د اوسني حکومت فنا پذيره دښمن، يعنى طالبانو پرى بنديز لګولى و.


سيمه اييزه حکومتي چارواکي وايي ، دوى د علماو دا ډول عمل نه تائيدوي، او غواړي دا کنترول تر لاسه کړي چى پريکړه وکړي کوم عناوين د ولس د کارونى له پاره ښه دي او کوم نه دي.


د روحانيونو د څار وروستى هدف د ناوخت مجله ده چى په پيښور کى چاپيږي او د افغانستان پر حکومت ډيرى نيوکى کوي. په دى وروستيو کى د هغى ٦٠٠ ګڼى نيول شوي، او مربوطه سوداګر ايران ته وتښتيد. نور کتاب پلورونکي د دغى مجلى د پلورنى له امله له دريو څخه تر پنځو ورځو پورى بنديان شوي دي.


روحانيون ځينى دا کتابونه له پلورونکي دوکان څخه په مستقيمه توګه نيسي، خو اکثره دا کتابونه د ګمرکونو ادارو ته ځي چى هلته يي پلټنه کيږي او هر هغه چى زشت او بريدکوونکى بريښي ، هغه ترى ليرى کوي.


د کندهار په مرکزي برخه کى اختر محمد طالب د کابل د کتاب پلورنځيو چارى پر مخ بيايي او د شورا له خوا د نيول شويو کتابونو يو لست يي جوړ کړى دى.


په دى کى د افغانستان تاريخ، چى په څرګنده د ډيرى پښتون ملت پالنى د لرليد په توګه ليدل کيږي، هغه کتابونه چى د ١٩٨٠ کلونو له کمونستي رژيم سره خواخوږي لري، د احمد رشيد د ښه پلورل شوي طالبانو د کتاب ژباړه او په انګريزي ژبى د هيواد لارښود چى بى ضرره دى هم پکښى راځي.


طالب د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل پر کتابونو بنديز زموږ سوداګري سمه نيمايي کړى. او که چيرى وضع داسى دوام وکړي نو موږ مجبور يو چى هيواد پريږدو. دا کار غيرقانوني دى. ما ٢٠ کاله په کويټه کى کتابونه پلورل او هيچ چا زما په کار کى لاس وهنه نه ده کړى.


طالب وويل، روحانيون پخپله د کتاب نيونى پر وخت نه دريږي، چى کتابونه ونيسي او زه ترى اسناد وغواړم، دوى وايي، اسناد نه ورکول کيږي او که نه نو موږ به دى په زندان کى واچو.


دا د اصولو خبره نه ده چى د حساسو او غيرمذهبي کتابونو پر پلورنى بنديز کتاب پلورونکي په غصه کړي دي، بلکى د هغى مغشوشتيا په اړه دى چى پر کوم يوه بنديز لګيدلى دى.


محمد اسماعيل چى په مذهبي چارو کى تخصص لري د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، هغه د طالبانو د جګ پوړي روحاني مولوي عبدالعلي ديوبندي په شان خلکو د کار له بنديز سره ستونځه نه لري. ځکه په دى اړه مقررات په بشپړه توګه واضح و. هغه وويل موږ دا ډول کتابونه نه تر لاسه کو او نه يي هم پلورو.


خو نورى پديدى چى د روحانيونو له خوا لګول شوي ډير واضح نه دي. کتاب پلورونکي فضل احمد قاني وويل: موږ نه پوهيږو چى کوم ډول کتابونه قانوني دي، او آيا علما يي تايدوي او که څنګه؟ په داسى يوه حالت کى موږ نه نوي کتابونه تر لاسه کولى شو او نه يي هم پلورلى شو.


هغه مهال چى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى د علماو د شورا له مشر، مولوي عبدالله فايض سره خبرى وکړى ، هغه ومنله چى کتابونه نيول شوي، خو يوازى دوى لويي څانګى يي جوتى کړى، هغه کتابونه چى د کمونستانو د وخت پروپاګند پکښى دى او هغه چى د مسلمانانو له منلو شويو اصولو څخه مختلف دي.


هغه وويل: موږ پر هغو کتابونو بنديز لګو چى زموږ عقايدو ته زيان رسوي د بيلګى په توګه کمونستي کتابونه، لکه د شوروي اتحاد لنډ تاريخ،چى د سادا تره کي له خوا ليکل شوى. دا د کمونستي مفکوري د ملاتړ لپاره چاپ شوي دي. موږ همدارنګه غير اسلامي يا د القاعدى پر کتابونو هم بنديز لګولى ، ځکه دا کتابونه دښمني رامنځ ته کوي.


د غير اسلامي کارونو په اړه د بيلګى په توګه ، هغه د ځينيو داسى کتابونو نومونه واخيستل چى د قران په اړه پوښتنى پيدا کوي، او يا هغه کتابونه چى پکښى د عيسى عليه السلام تصويرونه او نورو چى په اسلام کى ورته د پيغمبرانو اشاره کيږي وي. فايض وويل، دا له ايران څخه راځي.


هغه دا خبره تائيد کړه چى شورا هڅه کړى د دغو کتابونو پلټنه د دوکانونو پر ځاى په ګمرک کى وکړي، خو ټينګار يي وکړ چى دا په سمه توګه شوى او په بشپړه توګه اسناد يي هم شته.


هغه وويل: که چيرى يي موږ په دوکانونو کى پلټنه وکړو، نو مالکان به دا منع شوي کتابونه پټ کړي او موندنه به يي ګرانه شي. هغه مهال چى کتابونه په ګمرک کى وي، نو مالکان يي موږ ته غوښتن ليک راکولى شي. موږ به د هغو کتابونو لست جوړ کړو او و به نيسو چى غيرقانوني دي، او لست به دوه کاپيانى ولري، يو د کتاب پلورونکو لپاره او بل د شورا لپاره.


فياض دا خبره رد کړه چى ګنى شورا په پراخ کچ کتابونه نيسي. هغه مهال چى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ورته د هغوى د کارونو لست ور وښود چى په کندهار کى نيول شوي، هغه وويل، دا درواغ دي، موږ دا نه دي اخيستي. ښايي ورک شوي وي.


په کندهار کى د ګمرک د مشر مرستيال ، محمد ظاهر د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: له هغه ځايه چى پر دغو کتابونو وارداتي ماليه نه لګيده ، نو دا نيونى د دوى په ادارى پورى اړه نه لري.


هغه وويل: د علما شورا پخپله کتابونه نيسي. موږ نه پوهيږو چى څومره او څه ډول کتابونه دوى نيولي دي، نو له همدى امله دوى ته رسيدونه نه شو ورکولى.


په کندهار کى د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دفتر د کتابونو د نيونى په هکله ښه خبر دى. د دغى ادارى مشر، عبدالمجيد بابي وايي، دوى په غير رسمي ډول د علماو له شورا څخه غوښتنه کړى چى دا کار ودروي او د دوى ادارى ته اجازه ورکړي چى پر ځاى يي د کتابونو څارنه وکړي، که څه هم هغه بايد دا کار په رسمي چوکاټ کى وکړي.


هغه وويل، د اطلاعاتو او کلتور دفتر د هغو معيارونو او دلايلو په اړه پوهاوى نه لري چى د هغه په چوکاټ کى شورا پر کتابونو بنديز لګولى.


د علماو د شورا له خوا د دغه ډول بنديزونو لګول زموږ په اداري کار کى لاس وهنه ده. زموږ اداره د مذهبي چارو دفتر لري چى مشر يي مولوي لطف اله دى چى د سپيڅلو کتابونو ماهر دى، نو موږ دا خبره نه منو چى موږ نه شو کولى د کتابونو پلټنه او څار وکړو.


په کابل کى د اطلاعاتو او کلتور د وزير مرستيال عبدالحميد مبارز چى د مطبوعاتي چارو مسول دى هغه مهال حيرانتيا او انديښنه څرګنده کړه چى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ورته مسايل ياد کړل.


هغه وويل: موږ د ناوخت مجلى په اړه په هيڅ هم خبر نه يو، او زه کولى شم ووايم چى موږ پرى بنديز هم نه دى لګولى. د کتابونو په هکله، که چيرى تاسى موږ ته لست راکړى نو موږ به د کندهار والي ته ليک وليږو او تري پوښتنه به وکړو چى ولى دوى بنديز لګولى، ځکه دوى حق نه لري چى د خلکو د مطالعى مخه ونيسي.


Frontline Updates
Support local journalists