Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د کابل په ښځينه زندان کې

.يو شمېر بنديانې له کوره د تښتېدلو له امله هلته ايسارې دي
By Mina Habib
Entrance to Kabul's Badam Bagh prison for women. (Photo: Mina Habib)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالې، مينا حبيب ليکنه

د ژمې په يوې ډېرې سړې ورځې کې د پلازمينې کابل د بادام باغ په ښځينه زندان کې بنديانې د ځانونو د تودولو لپاره هر هغه څه کوي، چې له لاسه يې کيږي. هلته په خونو کې بخارۍ نشته، ځينو يې ځانونه په شړيو کې تاو کړي دي او ځينو يې په ليکه کې د صابون، د جامو مينځلو د پوډر او ماشومانو د کنسترکو د ترلاسه کولو لپاره گڼه گوڼه جوړه کړې ده.

دوه ويشت کلنې راضيې وويل: "موږ ټوله شپه او ورځ په شړيو کې ځانونه تاو کړي، ځکه د خونو د تودولو لپاره کومه لاره چاره نه لرو. په دې ورځو شپو کې په ټول ښار کې برښنا نشته. چارواکي پر دې پوهيږي، خو په اړه يې څه شی نه کوي."

د بادام باغ د ښځينه زندان بنديانې د يخنۍ په څنگ کې له دې څخه هم شکايت کوي چې سم خواړه او روغتيا څارنه نشته، د زندان ساتونکي ورسره ناسم چلن کوي او بنديان په خپلو کې له يو بل سره لاس او گرېوان کيږي.

د بادام باغ زندان نوی او په ٢٠٠٧ کال کې جوړ شوی دی. دمگړۍ پکې شاوخوا ٢٣٠ تنه ښځينه بنديانې او له څلور کلنۍ څخه د ټيټ عمر ٧٠ تنه ماشومان دي، چې له ميندو سره د اوسېدو اجازه لري.

د ٢١ کلنې ناديې په نامه يوې بندۍ شکايت وکړ چې د بنديانو تر منځ پر لاس اچولو باندې سترگې پټيږي. هغې د يوې پېښې يادونه وکړه چې د ښځو تر منځ په يوې شخړې کې يوې مېرمنې ته اور اچول شوی و. [له امله يې د نوموړې ښځې] جامو اور واخيست، خو نورو ښځو بيا مړ کړ. ناديې وويل، چارواکو "سره له دې چې پېښه په خپلو سترگو ليدله، د ستونزې د هوارۍ لپاره هيڅ راوړاندې نشول."

بنديانې وايي، درملنه نيمگړې ده. که ناروغي هرڅومره سخته وي، يوازې يو څو دانې گولۍ ورته ورکول کيږي.

اته دېرش کلنې ليلما وويل، د زندان چارواکي د روغتيا څارنې په برخه کې دوه گونی چلن کوي. د شتمنو بنديانو ښه درملنه کيږي.    

هغې وويل: "يو شمېر بنديانې شته چې پتلونونه اغوندي او هغسې ځانونه سينگاروي، لکه له زندانه چې بهر وي. که دا ښکلې [فيشنې] ښځې لږې ناروغې شي، نو د درملنې لپاره له زندان څه بهر روغتونونو ته وړل کيږي. خپلوان يې کولای شي له هغوی سره وگوري. خو نورې داسې بنديانې شته چې که له ناروغۍ مړې هم شي، څوک ورته پام نه کوي. که خپلوان يې وغواړي چې هغوی وگوري، نه يې شي کتلای."

ليلما، ٦٥ کلنې مهتاب گل ته گوته ونيوه چې په بستره کې پرته وه.

هغې وويل: "وگوره، دا يوه زړه ښځه ده او فيشني جامې نه لري. هغه نه روغتون ته يوړل شوه او نه يې خپلوانو اجازه درلوده چې ليدلو ته يې راشي."

کله چې مهتاب گل خپل حالت بيانولو، ژړل يې.

هغې وويل: "درې ورځې کيږي چې د وينې فشار مې لوړ شوی، خو نه مې دلته څوک درمل کوي او نه مې د درملنې لپاره له زندان څخه بهر پرېږدي. له دوو لوڼو سره يوځای د خپل زوم د وژلو په تور بندي شوې يم. سره له دې د هغه [زوم] خپله کورنۍ پوهيږي چې ځان يې پخپله وژلی او موږ بېگناه يو، خو په زندان کې پراته يو او برخليک مو څرگند نه دی."

اوولس کلن رامين د خپلې ورندارې د لېدلو لپاره بادام باغ ته راغلی و. هغه وويل، زياتره وخت کورنۍ نشي کولای خپل بنديان وگوري. هغه د دې خبرې پخلی وکړ چې درملنه نيمگړې او سم خواړه نشته.

هغه وويل، ورندار يې ادعا کړې چې څارنوالان د مرستې په وړاندې پيسې غواړي يا د جنسي اړيکو د نيولو تمه لري. 

رامين وويل: "دا ښځې هېچېرته شکايت نشي کولای، ځکه هيڅوک نشته چې غږ يې واوري."

نورې بنديانې ادعا کوي چې څارنوالان او پوليس د سزا د نرمولو او يا خوشې کېدو په وړاندې د [جنسي] اړيکو د نيولو تمه لري. 

د لويې څارنوالۍ وياند، بصير عزيزي په غبرگون کې وويل، هر هغه څوک چې قانوني شکايت لري، بايد اړوندې مرجع ته دې وړاندې کړي.

هغه وويل: "موږ يوه تحقيقاتي اداره يو، پر تشو خبرو او اوازو باور نه کوو. زه دا نه منم چې څارنوالانو دې ناقانونه غوښتنې کړې وي، دا ټولې ادعاوې درواغ دي."

عزيزي وويل، هغو بنديانو چې دا شکايتونه کړي، مازې د محکمو له حکمونو خوښې نه دي.

هغه وويل: "تاسو ژورنالستان بايد د دې بنديانو پر خبرو باور ونه کړئ. د هغوی چې څه زړه غواړي، هغسې وايي."

د محابسو د رياست وياند، عبدالحبيب رضواني د مرکي لپاره د آی ډبليو پي آر غوښتننه رد کړه، ويل يې ډېر بوخت دی، زياته يې کړه: "موږ نه غواړو د بنديانو خبرې دې خپرې شي، ځکه هغوی درواغ وايي."

د [ښځينه] زندان رئيسې، زرافشان نايبي لومړی د مرکې لپاره له بنديانو سره د آی ډبليو پي آر د ليدنې اجازه رد کړه، خو وروسته يې نرمښت وښود.

هغې وويل: "بنديانې هيڅ ستونزه نه لري. که [ويې لري]، نو ډېر ژر هواريږي."

د زندان يو کارکوونکي، چې ويې غوښتل بې نومه پاتې شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، په زندان کې ستونزې شته، خو رئيسه نايبي د "واقعيتونو په څرگندلو"کې زړه نازړه وه.

نوموړي کارکوونکي وويل: "رئيسه نه غواړي وپوښتل شي."

 د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کميسون کې د ښځود حقونو همغږي کوونکې، لطيفې سلطاني د دې خبرې پخلی وکړ چې د زندان کارکوونکي هڅه کوي رسنۍ د زندان د دننه ستونزو په اړه رپوټونو خپاره نه کړي.

هغې وويل: "په زندان کې يو څه نيمگړتتيا شته، خو چارواکي نه غواړي هغه بهر ووځي، ځکه نه غواړي تر نيوکو لاندې ونيول شي."نوموړې زياته کړه، حکومت له دې ډاريږي چې د منفي رپوټونو خپرول به د نړيوالو مرستومخه ډب کړي.

سلطاني وويل، که تياره گوټونه روښانه شي، نو د وضعې د ښه والي لامل کيږي. 

هغې وويل: "د بېلگې په توگه، د هرات د ښځو زندان په ښه حالت کې دی، ځکه رسنۍ او د بشري حقونو څارونکي کولای شي هر مهال هغه وگوري."

د افغانستان د قضايي قوې د بطي او غړند خوځښت له امله قانوني قضيې تل بې حرکته پاتې دي او له امله يې بنديان د محاکمې او يا تميز د غوښتنې په اړه لږه مرسته ترلاسه کولای شي.

دوه ويشت کلنه راضيه له دوو کلونو راهيسې بندي ده. هغه د خپل مېړه له ترورزي سره د ناروا اړيکو په نيولو تورنه ده، خو هغه دا تور نه مني.

دا موضوع "له اخلاقي جرم"سره تړاو لري. دا هغه اسانه تعريف شوې اصطلاح ده، چې زياتره ښځينه بنديانې يې دې ځای ته رارسولې دي. دا موضوع هغه ښځو ته راجع کيږي چې جنسي ناروا اړيکي ولري، له کوره وتښتي او له واده کولو څخه غاړه وغړوي. دا کړنې په مدني قانون کې جرم نه دې گڼل شوی، خو محکمې ورته زياتره د بند سزا ورکوي.

راضيه له دې امله بندي شوې وه چې د کورنۍ غړو يې په يوې بلې خونې کې د هغې خبرې واورېدې چې د يو بل نارينه خپلوان له منگولو يې ځان ژغوره.

ناديه د خپل بند وروستی کال په بند کې تېروي. هغه له کوره وتلې وه، ځکه مېړه يې له بلې ښځې سره اړيکې درلودې.

ناديه وايي: "کله چې ما ته څرگنده شوه چې ميړه مې له يوې بلې ښځې سره ناروا اړيکې نيولې، ما ونشو ځغملای."هغه له کوره ووته.

هغې وويل: "کله چې پوليسو له کوره د تېښتې په تور ونيولم، نو د پوليسو ماموريت ته يې يوړم. هلته د هغوی مشر راڅخه د خوشې کېدو په بدل کې د جنسي اړيکو د نيولو غوښتنه وکړه. خو ما ونه منله."

هغې په دوام وويل: "دا داسې يو هېواد دی چې د پوليسو د يو افسر ناقانونه غوښتنه د قانون خلاف عمل نه گنل کيږي، خو يو روا عمل [له کوره وتل] يو جرم گڼل کيږي."

مينا حبيب په کابل کې د آی ډبليو پي آ رله خوا يوه روزل شوې خبرياله ده.