Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د کابل د ځوانانو د روزنې په مرکز (دارالتاديب ) کې دجدي سرغړونو ادعا

By Mina Habib

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالې، مينا حبيب ليکنه

يوه شپه مې له تلويزيون څخه په خبرونو کې د مسعود په نامه د يو اوولس کلن ځوان کيسه واورېده چې د کابل  د ځوانانو د روزنې په مرکز کې چا وژلی و.

د کيسې تر شا کيسه

 

اصلي رپوټ

د کابل د ځوانانو په مرکز کې د جدي سرغړونې ادعا

دکيسې تر شا کيسه د آی ډبليو پی آر د رپوټونو د کار  په وړاندې  د ننګونو څرګندونه  کوي چې  زموږ تر روزنې لاندې خبريالان ورسره د رپوټ  د چمتو کولو په هر ګام  کې  مخامخ دي.  

پاتې کيسه 

دې پېښې زما په سر کې لسګونه پوښتنې راپيدا کړې. ما له ځانه وپوښتل، څنګه په داسې يو مرکز کې يوه پېښه رامنځته کېدای شي، چې کوچنيان د چارواکو او پوليسو تر مستقيمې څارنې ساتل کيږي.  ما فکر وکړ،  کېدای شي ددې کيسې ترشا ډېرې نورې موضوعګانې هم وي، چې ناويلې پاته دي.

کله چې بله ورځ دفتر ته لاړم، موضوع مې د آی ډبليو پی آر له يو اديتور سره شريکه کړه. هغه وهڅولم، چې  موضوع تعقيب کړم. په منډه مې ځان د ځوانانو د توقيف مرکز ته ورساوه.

کله چې هلته ورسېدم، راته څرګنده شوه، چې ددې موضوع په اړه څه ليکل ګران کار دی. آن له دروازې څخه له تېرېدو دمخه مې په وړاندې خنډونه جوړ شوي وو.  

کله چې مې هلته ځان يو پوليس ته وروپېژاند، چې خبرياله يم، هغه په خندا وويل:  «له دې ځايه ځه. دلته ډېر ژورنالستان راغلي، خو يو يې هم نه دی توانيدلی دننه لاړ شي.»     

زه وپوهېدم چې بايد له زغم کار واخلم.  بايد د عدليې وزارت ته لاړه شم، چې ټول محبسونه يې تر لاس لاندې دي.

په افغانستان کې حکومتي چارواکيد ژورنالستانو په وړاندې ډېر خنډونه اچولي دي. هغوی نه غواړي رسنيو ته معلومات ورکړي، ځکه ډاريږي پرکار به يې نيوکې وکړي.

له دې امله هغوی هڅه کوي په يوې لارې او بلې لارې ژورنالستان د رپوټ له ليکلو څخه واړوي، بېلابېلاې پلمې ورته کوي، لکه: «د ادارې مشر غونډه لري، (يا ناروغ دی يا بهر ته تللی دی.)  سبا ته راشه (بله ورځ يا بله اوونۍ راشه. )»

ما پتېلې وه چې د رپوټ له ليکلو لاس وانخلم. پوره څلور ورځې د عدليې وزارت ته لاړم  او هلته له کارکوونکو سره له اوږدو غونډو او انتظار او  هره ورځ له نوو پلمو سره له مخاخ کېدو وروسته  په پای کې وتوانېدم د ځوانانو د توقيف په مرکز کې دننه د مرکو د ترسره کولو اجازه ترلاسه کړم.

د اجازې له ترلاسه کولو وروسته مې ډېر ژر ځان نوموړي مرکز ته ورساوه.  له مرکز بهر د لږ ترلږه يو ساعت انتظار وروسته هلته ګومارل شوي پوليس راته وويل: «ته ودرېږه، دننه لاړ شم او وګورم چې رئيس شته او که نه او يا تاته د دننه د تګ اجازه درکوي او که نه.»     

کله چې مې په پای کې د دننه تګ اجازه ترلاسه کړه، سيده د مرکز د رئيسې، عزيزې عدالتخواه  دفتر ته لاړم.

کله چې يې زه وليدم  نو سمدلاسه يې راته وويل، اجازه نشته چې له کوچنيانو سره وګورم او نه خپله راسره  مرکه کولای شي. راته يې وويل چې لاړه شم.

ما ورته وويل که چېرته د اړتيا وړ معلومات نه راکوې، نو بېرته د عدليې وزارت ته ځم. وروسته يې راته وويل چې سبا  ته راشم.

هغې وويل: «ته کوچنيان په دې شرط کتلای شي، چې له هغوی سره نه مرکه وکړي او نه يې عکسونه واخلي.»  

بله ورځ راسره عدالتخواه ملګرې شوه او په مرکز کې راسره وګرځېده، راته يې وويل، يوازې د ښوونځي د کارونو په اړه  پوښتنه کولای شې.

موږ د هلکانو يو ټولګی ته لاړو او عدالتخواه د سيورې په څېر راپسې راروانه وه. د هغې په ليدلو کوچنيان ډارېدلی بريښېدل. کله چې يومهال عدالتخواه زما له څنګه لېرې شوه، سمدلاسه مې له يو کوچني څخه  د مسعود د مړينې په اړه وپوښتل.    

هغه وپڅېد او ويې ويل: «غټو هلکانو له هغه سره جنسي اړيکې نېولې. مسعود له همدې امله ووژل شو. موږ سم خواړه او د اوسېدو سم ځای نه لرو. وهل ډبول کيږو. د خدای لپاره زموږ سره يو څه مرسته وکړه.»

د هغه خواته يو بل ناست ماشوم  د هغه د خبرو پخلی وکړ او زياته يې کړه: «يو شمېر نابلده خلک دلته راځي او له کوچنيانو ناوړه ګټه اخلي. هغوی دلته هره ورځ جنګ کوي.»        

وروسته عدالتخواه راسره د نجونو بلاک ته لاړه.  دا نجونېگيله مندې وې چې  د ولسمشر د بښنې له په فرمانونو کې نه  او بايد ډېر انتظار وباسي، ترڅو يې څوک پر دوسيو کار وکړي.

له دې وروسته له عدالتخواه سره د هغې دفتر ته لاړم. هغې اعتراف وکړ چې يو شمېر ځوانان له 17کلو څخه پورته عمر لري.  هغوی زورور خپلوان لري، چې د ځوانانو دې مرکز ته يې راوستي دي، ترڅو لنډه موده حبس تېر کړي. 

هغې په داسې حال کې چې زه يې د رپوټ نه خپرولو ته هڅولم، وويل: «موږ  د هغوی مخه نشو نيولای.» 

د مسعود د مړينې په اړه هغې وويل: «زه په هند کې وم او ددې پېښې په اړه زيات معلومات نه لرم.»  

کله چې  يې له دفتر څخه  راووتلم.، هلته يو ولاړ پوليس وپوښتلم: «آيا څه په لاس درغلل؟» 

ما ورته وويل، پوره معلومات مې لاس ته رانغلل.

هغه راته وويل: «ما پېښه په خپلو سترګو ليدلې. ما وليدل چې دوه هلکان له مسعود سره جنګ کوي. ما اجازه نه درلوده چې مرکز ته ننوځم. بل څوک نه و چې له مسعود سره مرسته وکړي. هغوی د هغه (مسعود) سر له دېوال سره جنګاوه.»

نوموړي د مسعود د کور پته هم راکړه.

د ځوانانو د توقيف د مرکز په اړه د زياتو معلوماتو لاسته راوړلو لپاره بله ورځ، چې له بنديانو سره د ليدنې ورځ وه، بيا هم هلته لاړم.

د رسېدو پر مهال مې يو ځوان وليد، چې د خپل ورور د ليدنې لپاره هغه مرکز ته راغلی و. ما له هغه وپوښتل چې له خپل ورور څخه ماته يو څه معلومات تر لاسه کړي. زه د هغه دراتګ لپاره د دروازې مخې درې ساعته ولاړه وم. کله چې هغه راغی اوما ورسره خبرې پيل کړې، يو پوليس راغی او ويې ويل: «د څه شي په اړه خبرې کوئ؟  له دې ځايه ځئ! دلته نور ونه دريږئ.»  

دواړه په يو ټکسي کې کښېناستو. هغه وويل: «زما ورور ويل، اخلاقي فساد (جنسي بداخلاقي) دلته زښته ډېره ده. غټ هلکان پر کوچنيو هلکانو جنسي تيری کوي. هغوی سم خواړه نه لري، چارواکي يې وهي او ډبوي، د تفريح کوم ځای نه لري، درمل او ښه ډاکټران نشته.»     

هغه وويل دخپل ورور د روغتيا په اړه اندېښمن دی.

بله ورځ په ريشخورو کې د مسعود کور ته لاړم، چې په کابل کې د ځوانانو د توقيف له مرکز څخه شل کېلومتره وړاندې پروت دی. 

کله چې مې يو ټکسي چلوونکي ته د هغه ځای د تګ وويل، نو لومړی يې راته ښه وکتل، بيا يې وويل: «فکر نه کوم دا به ښه وي چې ته هلته لاړه شې.»

کله چې مې يو بل ټکسي چلوونکی وموند، نو لومړی يې راڅخه زما د دندې پوښتنه وکړه.ما ورته ټوله کيسه واوروله. 

هغه وويل: «کاشکې ته په پارلمان کې د خلکو استازې وای! ځکه ډېره زړه سواندې يې. ته ډېره زړوره يې. زه هم هلته درسره ځم.»     

د کږلېچنو لارو او کوڅو له وهلو وروسته د مسعود کور ته ورسېدو. د کورنۍ غړي يې لا تر اوسه په ماتم کې ناست وو. پلار يې کور ته  د دننه تګ بلنه راکړه. کله چې يې وپېژندلم. ژورنالسته يم، د کورنۍ غړي راڅخه  شاوخوا راتاو شول. د مسعود مور، پلار او خور وويل، زړونه يې ډېر ډک دي، زياتې خبرې لري، چې غواړي ويې وايي.  

د مسعود پلار، خليل د ژړا په حال کې د مسعود کوټې ته يوړم او د هغه عکس يې راته وښود.

خليل وويل، هغه [مسعود] ډېره هڅه کړې  وه چې يو شمېر هلکان له جنسي تيري  څخه واړوي او څو، څو ځلې يې ورسره جنګونه هم کړي دي. هغه زياته کړه: «هره پلا چې به د هغه ليدو ته ورغلو، هغه به د توقيف د چارواکو له بې پروايۍ او له اخلاقي فساد څخه  شکايت کاوه.»      

نوموړي خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ويې ويل، د هغه زوی د غلا د ناسمو تورونو له مخې بندي شوی و. د لاسوندو له نشتوالي سره سره هغه بندي شو. هغه وويل: «د مرکز چارواکو ستونزو ته ترهغه پام نه کاوه، ترڅو زما زوی ووژل شو.»     

خليل همدا ويل: «زما زوی له بېګناهۍ سره سره ووژل شو. حکومت بايد مجرمينو ته سزا ورکړي.»   

کله چې [د مسعود] له کوره راووتم، يو شمېر ګاونډيانو يې زما شاوخوا ونيوله او راته ويې ويل، مسعود ښه هلک و، هغه جرم يې نه و کړی، چې تور يې پرې لګول شوی و.

يو هلک وژړل او راته ويې ويل: «مسعود د انګليسي په کورس کې زموږ ښوونکی و. هغه ښه اخلاق لرل او  ښه سړی و. » 

ما غوښتل د عدليې وزارت د چارواکو نظر هم د مسعود د وژنې په اړه په رپوټ کې و نغاړم، خو کله چې هلته لاړم له هماغه پخوانيو پلمو سره مخامخ شوم. «معين  نشته، وزير ستړی دی. همدا اوس له يو سفر څخه راستون شوی دی.»     

کله چې د وزارت وياند، فريد نجيبي ته ورغلم، هغه وويل: «په دې اړه هيڅ معلومات نه لرم.»   

بله ورخ د کورنيو چارو د وزارت د جنايي څېړنو د رئيس، محمد ظاهر دفتر ته لاړم. هغه ددې پېښې له امله ډېر خپه و.

هغه وويل: «[نوموړی] مرکز د فساد پر يو مرکز اوښتی. د [دې] مرکز چارواکي بايد د جدي پلټنو او  څېړنو لاندې ونيول شي. که نه ، نو د داسې پېښو کچه به لوړه شي.»  

نوموړي په  غير مسلکي کسانو پړه واچوله چې دا مرکز يې تر لاس لاندې دی. هغه وويل: «کله چې د مرکز مسؤوليت د پوليسو په غاړه وه، تل به مو د کوچنيانو کوټې لټولې او د هغوی تګ راتګ به مو ترڅارنې لاندې و.»

 ما رپوت بشپړ کړ، سره له دې چې يو څه توکي د چارواکو د نه همکارۍ له امله په لاس رانغلل.

له دې سره سره خوښه يم، چې خپله دنده مې سرته رسولې. د بېګناه تنکي ځوان له وژنې مې پرده پورته کړې او د ځوانانو د توقيف د مرکز پر ستونزو مې رڼا اچولې. کېدای شي هغوی لږ ترلږه د ستونزو د هوارۍ لپاره څه ګامونه واخلي.

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >