د کابل د بريښنا په هکله مبارزه او هلى ځلى

افغانستان د نړيوالى ټولنى څخه په دى هيله دى چى خپلى ژمنى د هيواد د ويجاړ بريښنا د سيسټم د بيا آبادولو په هکله تر سره کړي.

د کابل د بريښنا په هکله مبارزه او هلى ځلى

افغانستان د نړيوالى ټولنى څخه په دى هيله دى چى خپلى ژمنى د هيواد د ويجاړ بريښنا د سيسټم د بيا آبادولو په هکله تر سره کړي.

د بريښنا د جنريټرونو د ږغ د پورته کيدو او په کورونو او دفترونو کى د تيارى د خپريدو يوازنۍ موخه يامطلب د کابل د بريښنا د جريان بيا قطع کيدل دي.


په داسى حال کى چى د کابل اوسيدونکي په دى پوهيږي چى دوى يوازى نيمه ورځ بريښنا درلودلاى شى، خو په دى ډاډه نه دى چى دوى به د ورځى په کومه نيمائى کى بريښنا ولري.


وچکالي د اوبو څخه د بريښنا د سيسټمونو د مؤثريت کموالى اود جګړى له امله د بريښنا د سيسټمونو ويجاړيدل د بريښنا د جريان د قطع کيدو دوه اصلى علتونه بلل کيږي چى د کابل د اوسيدونکو د نااميدۍ او کار او بار د خلکو د غصى سبب کيږي، ولى چى د کار او بار خلک مجبوره دي چى د بريښنا د جريان د قطع کيدو له امله (٢٤) ساعته کار وکړي.


د کابل د دان باغ زنانه د سيمى د ويلډينګ د کمپنۍ مالک محمد يعقوب وويل: د بريښنا د جريان قطع کيدو زموئږ کار او بار ته ډير زيان را رسولى دى. نوموړي زياته کړه: موئږ د ورځى لخوا د بريښنا د جريان د قطع کيدو له امله مجبوره يو چى تر نيمى شپى پورى پر ګرځيدو د بنديز د لګولو د پيل تر وخته کار ته دوام ورکړو.


دکابل اوسيدونکى د پخلى او دکورونو او دفترونو د تودولو دپاره د لرګيو او سکرو څخه کار اخلى. حتى د بريښنا د جريان په موجوديت کى اکثره برقى سامان الات کار نه کوي، ولى چى د بريښنا جريان ډير کمزوره وي. د کارته پروان يوه اوسيدونکي محمد صديق وويل: د شپى لخوا د بريښنا جريان دومره کمزوره وي چى بيا هم موئږ د رڼا دپاره د تيلو د څراغانو څخه کار اخلو.


حتى حکومتى مامورين هم د بريښنا د جريان د قطع کيدو له امله د ستونځو سره مخامخ دي. عنايت الله رمز چى د کابل راډيو د اطلاعاتو او خبرونو مسؤل دى، د بريښنا د جريان د قطع کيدو له امله د خپلو خپرونو د ترتيبولو په اړه شکايت وکړ او و ئى ويل: موئږ د خپلو خپرونو د جوړولو دپاره ډير محدود وخت لرو او حتى ځينى وخت د بريښنا د جريان د قطعه کيدو له امله زموئږ خپرونه يوازى يو ساعت وي.


د عامى روغتيا په وزارت کى طبي ټکنالوژى پوه محمد اصيل تل په دى لټه کى وي چى اوبه خلاصى نه شى. نوموړى وويل: موئږ د يوه برقى پمپ څخه کار اخلو او هر سهار وختى هڅه کوو چى د ټولى ورځى دپاره په کافى اندازه اوبه ذخيره کړو. هغه زياته کړه: د طبى لحاظه د (١٢) ساعتونو څخه زياتى ساتل شوى اوبه د روغتيا دپاره ښى نه دي، خو بيا هم دا د نه څخه ښه وي.


د يوه ميلون تنو څخه د زياتو مهاجرو د بيرته راستنيدو له امله د بريښنا پر سيسټم فشار هم زيات شوي.د ښار نوي اوسيدونکي د بريښنا د کيبلونو څخه د چنګک د لارى د غيرى قانونى بريښنا په تر لاسه کولو سره ځانونه د لوى خطر سره مخامخ کوي.


د کابل د ښار په ځينو سيمو کى د بريښنا کيبلونه په پشپړ ډول سره ښخ شوى نه دي چى د سيمى د اوسيدونکو له پاره يو دوامداره خطر دى. نقيب الله چى يو زده کوونکى او د کارته مامورين اوسيدونکى دى،د تير کال هغه پيښه يي په ياد ده چى د دوى کور ته نژدى يو ماشوم د بريښنا د کيبلونو د يو ځاى کيدو لڅى برخى ته په لاس ور وړلو ووژل شو.


افغانستان اوس د مرستندويه هيوادونو د هغو ژمنو تر سره کولو ته سخته اړتيا لري چى د بريښنا د سيسټم د بيا آبادولود مرستو په هکله ئى کړيدي.


د اوبو او بريښنا د وزارت مرستيال محمد آمين منصفى چى د کابل د بريښنا مسؤل دى، وويل: د بريښنا ځينى موجوده ستونځى کيداى شي د کابل د بريښنا د پخوانيو ډيزلى جنريټرونو په ترميم سره حل شي، خو هغه بهرني هيوادونه چى په دى هکله يي ژمنى کړيدي، تر اوسه ئى تر سره کړي نه دي او موئږ د هغوى د ترميمولو کافي منابع او سرچينى نه لرو.


نوموړي زياته کړه: موئږ د ژمى دپاره د اوبو سپما کوو، تر څو د هغو څخه کافى بريښنا تر لاسه کړو، نو د همدى امله د کابل په ځينو سيمو کى د بريښنا جريان قطعه کيږى. هغه وويل: بيا هم موئږ روغتونو، ارګ، وزارتونو او نورو دا ډول مهمو ځايونو ته په منظم ډول بريښنا ورکوهو.


نوموړي زياته کړه: موئږ بايد د ګاونډيو هيوادونو څخه بريښنا په نړيوال نرخ رانيسو. هغه وويل: موئږ به د تاجکستان سره د هيواد د شمالى ولايتونو د بريښنا دپاره او له ايران سره د لويديځو سيمو د بريښنا دپاره تړونونه لاسليک کړو. هغه زياته کړه: که د ټوکيو د کنفرانس پر ژمنو وفا وشى، نو موئږ کولاى شو چى د بيلابيلو سر چينو لکه باد، لمر او غاز څخه بريښنا تر لاسه کړو.


د افغانستان له پاره د نړيوال بانک لخوا د لنډى مودى دپاره ځينى ښه خبرونه وړاندى شويدي. نوموړى بانک پلان لرى چى د افغانستان سره د (٣٣) ميلون امريکائى ډالرو بيړنى ټولنيزه مرسته وکړي او د همدى مرستى نيمه برخه به د بريښنا د سيسټم په ترميم لګول کيږي.


محمد شفق حقپال او علي کاظمي د کابل آزاد او خپلواک ژورنالستان دي.


Frontline Updates
Support local journalists