د کابل خلک لويديز ژوند نه مني.

له هغو لاريونو نه چې د تنخوا د نه ورکولو او بيکارى له پاره شوي ول د امريکا په ضد غږونه هم تر غوږ کيدل.

د کابل خلک لويديز ژوند نه مني.

له هغو لاريونو نه چې د تنخوا د نه ورکولو او بيکارى له پاره شوي ول د امريکا په ضد غږونه هم تر غوږ کيدل.

د مى د مياشتې په شپږمې نيټې د کابل د ښار په سل ګونو وګړو په لاريون لاس پورې کړ او له حکومت نه يې غوښتل چې د دوى معاشونه ورکړي او مقررى عادلانه بڼه ونيسي.


همدارنګه ځينو خلکو د امريکا د مداخلې په هکله هم شعارونه ورکول.


لاريون کونکو سپين او تور بيرغونه يې په لاس کې ول او په انګريزي او دري ژبه يې شعارون ورکول چې مړه دې وي د امريکا چارواکي. مرګ په امريکا او ژوندى وي صدام حسين.


دغه لاريون په دسپين زر هوټل له مخې د اطلاعاتو او فرهنګو وزرات ته نږدې پيل شو او د نړيوال رياضي او فلسفي مرکز د ريس محمد صديق افغان له خوا تنظيم شوى وه.


پوليس ته له مخ کې د لاريو په هکله خبر ورکړل شوى وه. او چارواکو وويلې چې دا لاريون په سوليزه توګه پاى ته ورسيد.


د کابل د امنيې د قوماندانى معاون، محمد خلييل امين زاده وويل: (( دغه ډول لاريونو ته اجازه ورکول د بيان د آزادى او دموکراسى په معنى ده.))


هغه زياته کړه چې ډير ټينګ امنيت نيول شوى وه تر څو طالبان او اپرچونستان له دغې وخت خپله ګټه اوچته نه کړي او ګډ وډي رامنځ ته نه کړي.


پوليس وايي چې ٢٠٠ کسو دغه لاريون پيل کړ خو د هغو خبريالانو له خولې چې په صحنه کې ول په لاره کې په سل ګونو نور کسان هم ورسره يو ځاى شول.


د ډيرىو لاريون کوونکو شکايت دا وه چې ولې د څو مياشتو معاش يې نه دى ورکړل شوى. او چارواکې په بې انصافى سره خپل خپلوانو ته دندې ورکوي.


له دې نه پرته هغوى دې ته هم په غوسه ول چې د هيواد په بيا رغونه کې ډير لږ پر مختګ شوى ده. او هم د هغو افغانانو په ضد چې له لرې بهرنيو هيوادو نه راستانه شوي او غټې کرسې ورکړل شوي دي، شعارونه ورکول. او ويل چې دا افغانان يوازې د پيسو له پاره راغلي نه د کار له پاره.


يو لاريون کوونکى چې نوم يې ګل پاچا وه او د دولت مامور دى او نه سره اولاد لري وويل: (( بايد ماته د تيرو درې مياشتو معاش مې راکړل شي))


په نورو ملکي وزارتخانو کې لکه د ښوونې وزارت مامورينو د ښپږو نه تر نه مياشتو پورې معاش نه دى اخيستى.


او ډيريو خلکو د سولې او جنګ انسټيټيوټ ته وويل چې د نيپوتيزم او اداري فساد له کبله دوى نه شي کولى چې کار پيدا کړي.


ځينو لاريون کوونکو د امريکا په حکومت باندې نيوکه وکړه چې خپلې وعدې يې نه دې په ځاى کړي او په امريکايي ځواکونو باندې يې غږ وکړ چې دا ځاى دې خوشي کړي.


صديق افغان چې وايي له هيڅ يوه سازمان سره تړاو نه لري او پخوا يې هم په ښکاره ډول په حکومتونو باندې نيوکې کولې، وايي: (( زموږ هدف دا دى چې معاشونه ورکړل شي او امريکا زموږ ل هيواد نه لاړه شي. او دولتي دندې بايد هغه خلکو ته جې حق لري ورکړل شي. موږ له امريکايانو نه ويريږو دا اعراق نه دى دا انګريزانو، روسانو او نورو مجرمينو قبر دى.))


خو ځينو نورو لاريون کوونکو بيا د امريکا له حضور نه دفاع کوله. دکابل ديو ښوونځي يو ښوونکى امير محمد د خپل نظر په وړاندې کولو سره وويل: (( زه دا نه منم چې افغانستان نيول شوى دى. دا د خلکو غوښتنه وه ځکه افغانان له جګړې ستړي شوي.))


يو ځل لاريون کوني د رياست جمهورى د ماڼى نه بهر د پښتونستان په واټ کې راټول شول او شعارونه يې ورکول او د دوى شمير ډير شو او کله يې چې غوښتل چې د ننه لاړ شي پوليس د دوى لاره يې ونيوله.


وروسته دا خلک پرته له کومې پيښې نه سره تيت شول. دا لاريون له هغې پيښې نه چې په کې څه کم پنځه محصله تير کال د نومبر په مياشت کې ووژل شول ډير توپير درلود.


محصلينو د دې له پاره لاريون کړى وه چې په ليليه کې تل ډوډى نه وه او هم د شپې له خوا برق نه وه. پوليس په هغوى باندې فير وکړ او بيا وروسته چارواکو وويلې چې د پوليسو کار سم نه وه.


کله چې د دغه لاريون په هکله په دې اونى کې پوښتنه وشوه، د امريکا د سفارت وياند البرتو فيرناندز آى ډبليو پي آر ته وويل: (( امريکا خپلې ټولې وعدې پوره کړي دي او د افغانستان سره يې يو ميليون ډالره د خوراک، بيا رغونې، امنيت او له تروريزم نه د خلاصون له پاره مرسته کړې ده. ))


امنتي وضع ښه شوې ده، د طالبانو د رژيم په پرتله وضع ډيره ښه شوې ده که لاريون کوونکې د امريکا په ضد شعارونه ورکوي، نو په دموکراسي کې دا د دوى حق دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists