د ښځينه ډاکترانو د کمښت ستونزه

د ښځينه ډاکترانو د کمښت ستونزه

Wednesday, 4 September, 2013

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، حامد احمدزي ليکنه

د افغنستان په سويل ختيځ کې د پکتيا ولايت تر دې کچې د ښځينه ډاکترانو له کمښت سره لاس او گرېوان دی چې اميدواره مېرمنې او نور ناروغان بايد د درملنې په موخه ډېر اوږد واټن ووهي.

په دې ولايت کې د ښځينه ډاکترانو کمښت يوازنۍ ستونزه نه ده، بلکې په عمومي ډول د طبي کارکوونکو نشوالی، غيرمسلکي ډاکتران، خراب او غيرمکفي درمل او د روغتيايي مرکزونو نه شتون هم د يادولو وړ ستونزې دي.  

نوموړی ولايت د درې عشاريه يو مليون وگړو په درلودلو درې روغتونونه او شاوخوا ٤٣ کلينيکونه لري. په هغوی کې يوازې پنځه تنه ښځينه ډاکټرانې پر کار بوختې دي. د خپلې طبعې يا دود له مخې ښځينه [ناروغانې] نارينه ډاکترانو ته نه ورځي.

ډاکتره نازدانه پکتياوال د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رئيسه ده. هغه وايي د زياتو ښځينه ډاکترانو گومارلو ته اړتيا ليدل کيږي. د [ښځينه ډاکټرانو] د کمښت له امله زيات شمېر ميندې او ماشومان له منځه ځي.   

ډاکتره پکتياوال ددې کار پړه پر امنيتي ستونزو سربېره ښځينه ډاکټرانو ته د معاش پر کموالي اچوي.

د څمکنيو د ولسوالۍ يو اوسيدونکی، حاجي مامور وايي، د هغوی د ټولې ولسوالۍ پر سر يوازې يوه ښځينه ډاکټره موجوده ده. کله چې په ولسوالۍ کې يې کومه ښځه ناروغه شي، نو د گرديز د عامې روغتتيا روغتون ته لېږدول کيږي، هلته هم يوازې درې ښځينه ډاکټرانې کار کوي. يا يې د درملنې لپاره د پولې هاخوا پاکستان ته لېږدوي.

د نورو ولسواليو اوسيدونکي وايي د هغوی په سيمو کې وضعه هم په ورته ډول ستونزمنه ده. پر هغې سربېره د سړکونو خرابوالی د ناروغه يا اميدواره مېرمنو په وړاندې بل ستر خنډ دی چې د درملنې په مومخه اوږد واټن ووهي.

په گردېز کې د ډاکټرانو د اتحاديې مرستيال يادونه کوي چې آن نارينه ډاکټران د امنيتي خطر او يا د طبي نيمگړو او دتاسيساتو دنه موجوديت له امله يو شمېر سيمو ته نشي تللای.

حامد احمدزی په پکتيا ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists