د ښځو کیسې ناویلې پاتې دي

ټولنیز خنډونه لا تر اوسه پورې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کار مخه نیسي.

د ښځو کیسې ناویلې پاتې دي

ټولنیز خنډونه لا تر اوسه پورې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کار مخه نیسي.

د آی ډبلیو پي آر د یوه څېړنیز رپوت له مخې څرګنده شوه، چې د سویلي ولایت، زابل په رادېو ګانو کې چې اوسمهال خپرونې لري، یوه ښځینه خبریاله هم ګومارل شوې نه ده.

رادیوي خپرونې د هېواد ډېر خلک اوري، دا وسیله د مختلفو رسنیو د ډګر مهمه برخه ده، چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط څخه وروسته په پرېمانه ډول رامنځته شوې.  

څه دپاسه د ایف ایم څپو ۱۷۰ رادیوګانې د هېواد په کچه فعالیت کوي. په زابل کې درې خپلواکې او یو دولتي رادیو خپرونې کوي.

د زابل ولایت د شیخ متي رادیو مشر، نثار احمد څپاند آی ډبلیو پي آر ته وویل، د ښځینه کارکوونکو د کمښت له امله د زیاتره موضوعګانو په اړه خبر نه ورکول کیږي.

هغه وویل: «موږ له ښځو سره په دې اړه خبرې کړي، سره له دې چې هغوی په رسنیو کې له کار کولو سره مینه لري، خو کمزوری امنیت او محافظه کاره فرهنګي دودونه په دې لاره کې د هغوی په وړاندې ستر خنډونه دي.»

«د بېلګې په توګه، که د یوې ښځې کورنۍ د دغه دودونو له امله هغوی ته اجازه ورنه کړي چې له موږ سره کار وکړي، باید موږ یو شمېر پرګرامونه فسخ کړو‍‍‍، ځکه د ښځو په اړوند موضوعګانو باندې د رپوټ ورکولو لپاره ښځینه ژورنالستانو ته اړتیا لیدل کیږي. دایوه ستره ستونزه ده.»

د دغې موضوع یوه برخه په افغاني ټولنه کې د محافظه کاره دودونو شتون دی چې د بدلون منلو ته چمتو نه ده. زیاتره کورنۍ په عمومي توګه له کوره بهر د ښځو له کار سره موافقې نه دي.

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رئیس، عزیزالله بسمل ومنله چې ټولنیز خنډونو په دې ډګر کې د ښځو مخه ډب کړې ده.

هغه وویل، چارواکو د ورکشاپونو له لارې په رسنیو کې د کارکولو په اړه خلکو ته پراخ معلومات ورکړي دي. هغه زیاته کړه، تر اوسه یوازې نارینه ګانو په سمینارونو کې ګډون کړی دی.

هغه وویل: «زه له دې سره موافق یم چې ځینې فرهنګي خنډونه موجود دي، خو زه د زابل له خلکو څخه غواړم ښځو ته د ژورنالیزم په ډګر کې د کار کولو اجازه ورکړي. ښځې باید اجازه ولري چې خپل دریځ معلوم کړي، د خپلو حقونو د لاسته راوړولو لپاره مبارزه وکړي او د ځان په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه حکومت او نړیواله ټولنه خبره کړي.»

فعالان ټینګار کوي چې ښځینه ژورنالستانې کولای شي د نورو ښځو پر ژوند رښتینی اغېز وکړي.

د زابل ولایت د خوشال خیریه بنسټ مشرې، شبانې خوشال وویل، ښځینه ژورنالستانې په ښه ډول د جنسیت اړوند موضوعګانې څرګندولای شي.

هغې وویل: «کله چې نارینه خبریال غونډې ته د دې بنسټ په اړوند د موضوعګانو په اړه خبرو ته راغواړم، نو زیاتره زړه نازړه غبرګونونه اورم.»

«ستونزه  دې کې ده چې زموږ ښځینه ګډون کوونکې نارینه خبریالانو سره د خبرو کولو وړتیا نه لري او برعکس نارینه له ښځو سره.»

«په زابل کې حکومتي ادارې چې د ښځو په استازیتوب کار کوي، باید سیمه ييزې رسنۍ وهڅوي زیاتره ښځینه خبریالانې پر کار وګوماري.»

د محمد هوتک په نامه یو بل فعال، آی ډبلیو پي آر ته وویل، د ټولنیز بدلون رامنځته کولو ته ښځینه غږونه ډېر مهم دي.

هغه وویل: «که زیاتو مېرمنو په رسنیو یا مدني ټولنه کې کار کولای، نو د هغوی په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه به د خلکو د معلوماتو کچه ډېره لوړه شوې وه. د بېلګې په توګه د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کې به کموالی راغلی و.»

هغه نجونې چې په رسنیو کې له کار سره مینه لري، له دې سره موافقې دي، په رسنیو کې کار به پراخه ګټې رامنځته کړي. ځینې یې وایی، هغوی د لوړې بیې ورکولو ته چمتو والی نه لري.

د قلات اوسیدونکې، ۲۵ کلنې شبنم فضلي وویل: «داسې موضوعګانې شته چې ښځې يې یوازې له ښځینه خبریالانو سره شریکولای شي. د کورني تاوتریخوالی او جنسي ځورونې په څېر ستونزې د نارینه ګانو په مخ کې نشي ویل کېدای.»

هغې وویل، له دې سره سره هغه په دې اند نه ده چې خپل د خوښې کار به نور مخ ته ونشي وړای .

شبنم وویل: «د ژورنالیزم په څو کورسونو کې مې ګډون کړی دی، خو په زابل ولایت کې د ناامنۍ او همدارنګه د کلتوري خنډونو له امله مې په رسنیو کې کار ونه کړای شو.»

د زابل ولایت  د ښځو د چارو رئیسې، صدیقې جلالي وویل، دولت د دې حقیقت په بدلون کې مهمه دنده لري.  

هغې وویل، په داسې حال کې چې زیاتې ځوانې نجونې په رسنیو کې د دندې سر ته رسولو ته لېواله دي، خو د روزنې سرچینې ورته چمتو نه دي.

جلالي وویل: «زموږ ټولنې ته د ښځینه ژورنالستانو موجودیت دومره اهمیت لري، لکه ښځینه ډاکټرانو ته یې چې لري. که د زابل ولایت رسنۍ په هر دلیل د ښځو د ګومارلو لپاره مبارزه وکړي، په کابل کې د ملي رادیو تلویزیون په څېر رسنۍ ښايي د خپل مسؤولیت له مخې د ښځو د موضوعګانو په اړه د رپوټونو  چمتو کولو لپاره لږ تر لږه د میاشتې یو ځل خپلې ښځینه ژورنالستانې دې ولایت ته راواستوي.»

د زابل ولایت د ولایتي شورا سکرترې، فوزيې یونسي کاکړ وویل، دا ستونزه باید هواره شي

هغې وویل: «افغان حکومت او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته پکار ده چې زابل ته ځانګړی پام وکړي، تر څو هغه خنډونه  په نښه او له منځه یوسي چې د ژورنالیزم په ډګر کې د ښځو د کار کولو مخه نیسي.»

«دا کومه نوې موضوع نه ده. په نورو ولایتونو کې هم دا ستونزه موجوده ده، خو ځايي چارواکي د هغې په اړه ګام پورته کوي او هواروي یې. اړوندې څانګې باید یو له بله سره په ګډه کار وکړي.»

Frontline Updates
Support local journalists