د ښځولپاره ځانګړي رستورانونه اختلافونه پارولي دي

داسې ښکاري چې یو نوی تشبث د خپلواک پرمختگ په موخه لا ډېر دمخه دی.

د ښځولپاره ځانګړي رستورانونه اختلافونه پارولي دي

داسې ښکاري چې یو نوی تشبث د خپلواک پرمختگ په موخه لا ډېر دمخه دی.

Wednesday, 14 February, 2018

په هرات کې د ښځو ځانگړي نوې هڅه د بنسټپالو تر منځ د نظریو د توپیر او اندېښنو لامل شوې ده.

ډېری مېرمنې وايي، دغه رستورانتونه د ښځو لپاره د استراحت ځایونه دی چې د نارینه گانو له گواښونو او ځورونې څخه بېغمه وي.

یو شمېر ځايي مشران وايي، دا کار په ټولنه کې د اندېښنې وړ فرهنگي بدلون رامنځته کوي، په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو موضوع ډېر حساس ځای ته رسېدلې ده.

د خلکو پام دې حقیقت ته اوښتی چې په دغه راز ډېرورستورانتونو کې هوکا او شیشه يې پایپونه ( یو راز چلمونه ) کاریږي، چې یو مهال د نارینه گانو د وخت د تېرېدو شیان گڼل کېدل.

ډېرو رستورانتونو له اوږدې مودې راهیسې میلمنو ته د اوبو چلمونه چمتو کړي. دا میلمانه به پر توشکونو ناست او بالښتونو ته به يې ډده لگولې وه او د وچو مڼو، سنټرو او نورو مېوو لوگي يې څکول. دا چلمونه، چې یوازې یوه نله لري، په خلکو کې گرځول کیږي، د مېوه يي چلم یا مېوه يي هوکا په نامه یادیږي.   

نولس کلنه لاله  د ښځو د «جلوه گاه دارچین» په نامه د ښځو په ځانګړي رستورانت کې ناسته ده، آی ډبلیو پی آر ته يې وویل: «ما نن له هغه وروسته، چې له پلار سره مې خبرې تاوې کړې، د لومړي ځل لپاره د هوکا مېوه یي چلم وڅکاوه.»  

هغې وویل: «اصلا غوښتل مې د هغه خبرې له یاده وباسم. یوې ملگرې مې راته وویل، چلم وڅکوه او ما ومنل ، لومړی لږه ډارېدم او اعصاب مې خراب وو. خولې ته مې کانگې راتلې. خو اوس روږدې شوې یم او خوند راکوي.»

د لاله یوې ملگرې، سهر زیاته کړه: «کله چې به عمومي رستورانتونو ته تللو، نو زیاتره به ځورول کېدو، هلکانو به د هوکا د څکولو له امله ازارولو، خو اوس دا خبرې نشته.»

په تېر کال کې په هرات کې د گلهای نارنج، گندم، سکرینتون، فلادلفیا، محیط بانوان، هرېوا او جلوه گاه يې دارچین په نامه ځانته د ښځو څو رستورانتونه جوړ شوي دي.

د نوموړي ولایت ډېر شمېر پنسټپالو، څکول پر هغوی باندې د بدنامۍ د یو داغ په څېر گڼي. هغوی د ښځو له خوا د هوکا د چلم څکول اخلاقي تنزل بولي، چې په ژوره بنسټپاله ټولنه کې پاتې دي.

د هرات پوهنتون د ټولنپوهنې استاد، عبدالوهاب شمس، وویل: «دا کار کورنۍ او ټولنې د زیان لامل کیږي.» هغه زیاته کړه، ښځې او نجونې ډېرې ژر اغېزمنې کیږی. ښځې د یو بل پر چار چلند ډېر ژر اغېز کوی.»

د هرات ولایت د ولایتی شورا غړې، سکینې حسینی هم د ښځو په ځانګړو رستورانتونو کې د هوکا څکول د اخلاقي تنزل یو ثبوت بولي او وايې چې دا کار په پای کې د نشه یی توکو کارونې ته لار پرانیزي.

هغې وویل: «دا ستونزه خطرناکې پایلې لري، ځکه کېدای شی پر نشې باندې روږدېوالی رامنځته کړي. لومړی مو ځوانانو ته زیان رسوي او په پای کې ټوله ټولنه له زیان سره مخ کوي.»

ځینې نور خلک وايي، هغوی د ښځو په ځانګړو رستورانتونو کې د ښځو د چلم پر څکلو نیوکه کوي. د افغانستان د تمباکو د کنترول قانون لسمه ماده د ۲۰۱۴ کال راهیسې هرڅوک د رستورانتونو، مېلمستونونو او مکتبونو په گډون په عامه ځایونو کې د تمباکو له څکولو څخه منع کوي. دا قانون کله ناکله نافذیږي.

د هرات ښار اوسیدونکې، ۳۰ کلنې زهرا وویل، د رستورانتونو پوره پلوي کوي او زیاتره له ملگرو سره هلته ځي.

هغه مني چې د هوکا څکول ناوړه روغتیایی زیانونه رامنځته کوي او ځايي فرهنگ او ټولنیز حساسیتونه راپاروي.

هغې وویل: «په هرات کې د ښځو د ځانگړې رستورانت موضوع یو مثبت گام دی او هره ورځ د هغې د شمېر زیاتوالی پخپلو سترگو گورو.خو دغه رستورانتونه، چې ښځو ته هوکا هم چمتو کوي، ناسم کار دی. دا کار زموږ د ټولنیزو ارزښتونو مخالف عمل دی، ښه خبره داده چې هغوی دا کار ونه کړي. زیاتره ښځو د چلم له څکولو څخه خبرې نه دي.»

دهرات د والي ویاند، جیلانی فرهاد هم وویل چې د هوکا څکول کرار کرار عام شوي دي.

هغه وویل، ځایی چارواکي د دغه پدېدې د کنترولو هڅه کوي، که چېرته اړتیا وي، پولیس به دغه رستورانتونه وتړي.

هغه وویل: «د هوکا څکول ډېر زیات شوي دي، پکار ده چې پولیس او د عامې روغتیا ریاست لاس په کار شي.»

هغه وویل: «په داسې حال کې چې موږ د ښځو د ځانگړو رستورانتونو فعالیدل یوه ښه مفکوره بولو، خو هر هغه څوک به تر عدلي تعقیب لاندې ونیسو چې مېلمنو ته چلم چمتو کوي.»

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد هم وویل، دغه رستورانتونه  یوه څه د شاباسي وړ دي، زیاته يې کړه: «دغه رستورانتونه حقیقتا یو ښه نوښت دی، خو  که هوکاگانې په دغو ځایونو کې وکاریږي، موږ به يې پر وړاندې قانوني گام بورته کړو.»

په هرات ښار کې د ښځو د دغو ځانگړو رستورانتونو د یوه رستورانت منیجر، بهار درانۍ وویل، موږ یوازې غوښتنې پوره کوو.

هغه وویل: «که یوه ښځه وغواړي هوکا وڅکوي، نو هغه رستورانتونو ته ځي چې چېرته ورت چمتو کيږي.ښه به دا وي چې هغوی یو خلوت او مستریح ځای ته لاړې شي، نه هغه ځای ته چې د نارینه گانو په منځ کې وي.»

آی ډبلیو پي آر له یو شمېر مېرمنو سره خبرې وکړې چې هوکا له څکولو يې خوند اخیست، خو پر دې نه پوهېدل چې د تمباکو څکول روغتیا ته څه زیان رسوي.

دوه ویشت کلنې طیبې وویل، چې د تمباکو څکول هغې ته کوم زیان نه پېښوي. ويې ویل پر مېوې پوښل شوي تمباکو، هیڅ زیان نه رسوي.

هغې وویل: «د هوکا څکول د سگریټو د څکولو په څېر نه دي. هغه توکي چې په هوکا کې کارېږي، بدن ته زیان نه لري، ځکه هغه مېوې ته ورته دی، چې زیاتره خلک يې د ښې روغتیا له امله هره ورځ خوري.»   

د هرات په ښار کې د اماني کسیر په نامه د ښځینه ناروغیو یوه ډاکټر وویل، دا خبر په هیڅ ډول سمه نه ده.

هغه وویل: «موږ پوهیږو چې تمباکود انسان د معافیت سیستم تر اغېز لاندې راولي او کېدای شي ساري ناروغۍ رامنځته کړي. دا یو حقیقت دی چې د نري رنځ په څېر ساري ناروغیو له ودې سره مرسته کوي .همدا شان د امیداورۍ پر مهال د تمباکو څکول د مور په نس کې ماشوم ته ډېر زیان رسوي.»

د هرات ولایت د ښځو د چارو د ریاست، سرپرستې، عزیزې کریمي وویل، د ډېر اهمیت وړ خبره ده چې د ښځو ځانگړی رستورانتونو څومره بدلون رامنځته کړی دی. دغه ځایونه نه یوازې د ښځو لپاره د ناستې ولاړې ښه فزصتونه چمتو کړي دي، بلکې د ښځو اقتصادي پر مختگ ته هم وده ورکوي.  

هغې وویل: «پخپله مېرمنې دي چې پر خپله پانگه يې دا کسب او کار رامنځته کړی دی. هغوی د دندو ځایونه پیدا کړي او ښځو ته يې  ارام چاپېریال چمتو کړي چې هلته لاړې شي او استراحت وکړي.»

Frontline Updates
Support local journalists