د ښوونځيو تړلو پر کندهار ولايت ناوړه اغېز کړی

په ولسواليو کې د امنيت د نشتوالي له امله هلکان او نجونې له زده کړې بې برخې دي.

د ښوونځيو تړلو پر کندهار ولايت ناوړه اغېز کړی

په ولسواليو کې د امنيت د نشتوالي له امله هلکان او نجونې له زده کړې بې برخې دي.

A classroom in Kandahar province, southern Afghanistan. (Photo: Joe Raedle/Getty Images)
A classroom in Kandahar province, southern Afghanistan. (Photo: Joe Raedle/Getty Images)

د مدني ټولنې فعالان گوته څنډي چې په سويلي ولايت، کندهار کې د دولتي ښووڼځيو سيستم په گډوډ حالت کې دی او څه ناڅه ٥٠٠٠٠ کوچنيان په بشپړ ډول د زده کړې له نعمت څخه بې برخې دي.

د کندهار ولايت د پوهنې رئيس، محب الله قادري آی ډبليو پي آر ته وويل: «په کندهار کې ٥٧٣ ښوونځي موجود دي. له دغه شمېرې څخه ٤٢٠ يې پرانيستي دي. پاتې نور ١٥٣ يې فعال نه دي.»

کندهار، چې له پاکستان سره گډه پوله لري، په روانې شخړې کې ښکېل دی. د امنيت نشتوالي د زياترو اوسيدونکو، په تېره بيا د لرې پرتو سيمو خلکو ژوند تريخ کړی دی.

قادري وويل، د شوراوک، ريگستان او غورک د ولسواليو ټول حکومتي ښوونځي تړلي دي.

يو شمېر ښوونځي د شاه وليکوټ، خاکريز، ميانشين، نېش، ميوند او ارغستان په ولسواليو کې هم تړل شوي دي.

هغه وويل: «بې امنيتي، د ښوونځي نيمگړې وداني، د ښوونکو کمښت او په ځينو سيمو کې د ځايي خلکو نه همکاري او ملاتړ د دغه زياترو ښوونځيو د تړل کېدو لاملونه دي.»

قادري وويل، د بېلگې په توگه، په ځينو ولسواليو کې ښوونځي د لوست خونې نه لري. پکار ده چې د دغو ښوونځيو د بشپړ فعاليت لپاره  د ٢٠٠ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

د کندهار شتمنې کورنۍ کولای شي خپل اولادونه خصوخي ښوونځيو ته واستوي. د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې رئيس، بشير اجمد بشرمل وويل، په کندهار کې پنځه خصوصي لېسې، اته منځني ښوونځي او اوولس لومړني ښوونځي موجود دي. په دې ښوونځيو کې د ٤٠٠٠ نجونو په گډون ټول ١٨٠٠٠ زده کوونکي پر لوست بوخت دي.

ټولې کورنۍ، په تېره بيا د لرې پرتو سيمو کورنۍ، نشي کولای خصوصي ښوونځيو ته خپل اولادونه وليږي. 

ټولنيز فعال فضل الباري بريالي گوته وڅنډله، هر کال له زده کړې څخه د ٥٠ زرو کوجنيانو بې برخې کېدل، به نه يوازې پر کندهار، بلکې په ټول هېواد ډېر ناوړه اغېز وکړي.

هغه وويل: «هغه هېوادونه هيڅکله پرمختگ نشي کولای چې د زده کړې مرکزونه يې د زده کوونکو پر مخ تړلي وي. په کندهار کې ١٥٣ ښوونځيو د تړلو خبره خورا خواشينوونکې ده.»

په افغانستان کې د خپلواکو رسنيو د ملاتړ د ادارې مشر، عبدالواسع غيرتمل له پورته خبرې سره موافق دی او وايي، دا د شرم خبره ده چې د افغانستان په تر ټولو لوی ولايت کې په دومره لوی شمېر کوچنيان له زده کړې بې برخې دي.

نوموړي ادعا وکړه، د ښوونځيو په تړلو کې ډېره پړه پر فساد اچول کيږي، ځکه حکومتي بودجه د سيمه ييزو چارواکو له خوا حيف او ميل کيږي.

دا ستونزه د غور په څېر په نورو ولايتونو کې هم موجوده ده. سره له دې چې هلته ښوونځي تړلي دي، خو په منظم ډول د غايبو ښوونکو په نامه معاشونه اخيستل کېږي. 

(د لا نورو معلوماتو لپاره وگورئ: افغانستان: د غور ولايت د ښوونې او روزنې سيستم سقوط ته نژدې دی)

غيرتمل زياته کړه: «د دغه تړلو ښوونځيو په نامه په مليونونو افغانۍ تر لاسه کيږي او وروسته دا پيسې په خپلو منځونو کې ويشل کيږي.»

قادري د کندهار د زده کړې په سيستم کې د هر ډول فساد خبره رد کړه. هغه وويل، د کندهار د پوهنې رياست هلې ځلې کوي چې د کندهار ولايت د ټولو ولسواليو تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي، تر څو کوچنيان خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. 

هغه په دوام وويل، بايد ووايو، چې له ٦٧٠٠٠ څخه د زياتو نجونو په گډون، څه دپاسه  ٢٧٧٠٠٠ زده کوونکي په ښوونځيو کې پر زده کړه بوخت دي.

د پوهنې په رياست کې، د ٧١٣ ښځينه ښوونکو گډون، ټول ٥٢١٥ تنه ښوونکي رسما پر دندې گومارل شوي دي. قادري وويل، همدارنگه نور ٢٠٠٠ تنه ښوونکي په موقتي ډول د ښوونکو په توگه په ښوونځيو کې تدريس کوي. 

هغه وويل: «د تړلو ښوونځيو پرانيستل زموږ له لومړيتوبونو څخه دي. په دغه بهير کې فساد نشته او نه به په راتلونکې کې وجود ولري. ښوونکو ته د تدريس په وړاندې معاش ورکول کيږي. د تړلو ښوونځيو ښوونکو ته معاش نه ورکول کيږي.»

يو شمېر خلک وايي، ستونزه تر دې کچې پراخه ده چې هواری يې د مرکزي حکومت لاسوهنې ته اړتيا لري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون له حکومت څخه غواړي چې په کندهار کې د ښوونځيو تړلو ته پام واړوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د سيمه ييزې څانگې مشر، عبدالعزيز اکرمي وويل، حکومت ښايي د ښوونځيو پرانيستلو ته لومړيتوب ورکړي، ځکه زده کړې ته لاسرسی د هر ماشوم حق دی.

د کندهار د ولايتي شورا غړي، سيد احمد سيلاب وويل، په کندهار کې د تړلو ښوونځيو ستونزه يې په کابل کې د چارواکو غوږونو ته رسولې ده.

هغه وويل: «ما څو څو ځله د کندهار د تړلو ښوونځيو ستونزه په کابل کې د پوهنې وزير ته ياده کړې ده. هغوی د دغه ستونزې د هوارۍ ژمنه کړې، خو تر اوسه هيڅ هم نه دي شوي او ټولې ستونزې، هغسې چې وې، پر خپل ځای پاتې دي.»

د کندهار د ولايت وياند، صميم خپلواک د سيلاب خبره مني او وايي چې په اړه هيڅ گام پورته شوی نه دی. هغه وويل، د کندهار والي هم د کندهار د تړلو ښوونځيو موضوع د پوهنې له وزارت سره ياده کړې، خو هيڅ نتيجه يې ورکړې نه ده.

د پوهنې وزارت د خپرونو او عامه اړيکو رييس، کبير حقمل په غبرگون کې وويل، ولايتي چارواکي د مرکزي حکومت له وس څخه پورته خبرې کوي.

هغه وويل: «يوازې د پوهنې له وزارت سره د ستونزو شرېکول د دې معنا نه لري چې هغه به په چټکۍ هواريږي. موږ ته د ټول هېواد مسؤوليت پر غاړه دی. موږ بايد خپل خدمتونه د ولايتونو تر منځ له تبعيض پرته په مناسب ډول چمتو کړو.»

حقمل وويل، دا خبره په اړوند رياست پورې تړاو لري او بايد هواره يې کړي.

هغه وويل: «که موږ زېر بنا ولرو، تولې ستونزې هواريږي، خو کله ناکله د عمده تاسيساتو رغاول ډېره موده نيسي.»

د راتلونکې لپاره په ولسواليو کې د زيانمنو شوو کورنيو امکانات ډېر لږ دي، که هغوی وغواړي چې اولادونه يې زده کړه وکړي، بايد بل ځای ته پر کوچېدلو غور وکړي.  

شپاړس کلن محمد اسلم اصلا د کندهار ولايت د خاکرېز د ولسوالۍ اوسېدونکی دی. کورنۍ يې د هغه د زده کړو د دوام لپاره د ولايت مرکز ته وکوچېده. نوموړي هلک وويل، يوازنۍ هيله يې دا ده چې که وشي، بېرته په خپلې ولسوالۍ کې ښوونځي ته لاړ شي.

هغه وويل: «زموږ په سيمه کې ښوونځي تړلي دي. موږ غواړو هغه بېرته پرانيستل شي، ترڅو لوست پکې ولولو او له اندېښنې پرته خپلو زده کړ ته دوام ورکړو.»

د شاه وليکوټ د ولسوالۍ اوسيدنکی، د ١٤ کلن ذبيح الله په نامه د هغه يو همټولگيوال په ورته حالت کې دی. 

هغه وويل: «حکومت بايد موږ ته غوږ ونيسي او څومره ژر چې شوني وي، ښوونځي مو بېرته پرانيزي. که چېرته زموږ د ولسوالۍ ښوونځي همداسې تړلي وي، د هلکانو او نجونو راتلونکې به نوره هم تياره پاتې شي.»

Frontline Updates
Support local journalists