Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د ژوند د لارې بدلول

په نوى اساسي قانون کې داسې احکام راغلي، چې له جګړې ځپلو او وچکالۍ وهلو کوچيانو سره د مرستې غوښتنه کوي.
By Wahidullah Amani

چمن ګل کوچى وايي، د هغه په اند اوس ددې وخت رارسيدلى دى، د کوچيتوب هغه ژوند ته شا کړي، چې د پېړيو په اوږدو کې د هغوى د پلرونو او نيکونو په واسطه تر دې دمه رارسيدلى دى. د شپېتو کالو په منګ چمن ګل، چې اوس له نورو څلوېښتو کورنيو سره د کابل په لوېديځ کې په خټينو کورونو کې اوسيږي، وايي: "زموږ نيکونه، له دې لارې پرته، په بل شي نه پوهېدل. هغوى په دښتو او ميرو کې ګرځېدل را ګرځېدل او خپلې ټولې پيسې يي په څارويو لګولې، چې هغه به هم مړه کېدل." نوموړى زياتوي: "موږ نه غواړو له دې وروسته په څارويو پيسې ورکړو. موږ غواړو په يوې سيمه کې ميشت شو."


د افغانستان د کوچيانو د شپونتوب ژوند، چې په دې وروستيو وختونو کې ډېر ويجاړ شوى دى، يو زيات شمېر د چمن ګل په څېر د نوي اساسي قانون د احکامو هر کلى کوي. هغوى په دې اند دي چې د نوي اساسي قانون احکام به، لکه د نورو خلکو په څېر په يوې سيمې کې د هغوى له ميشت کېدو سره مرسته وکړي.


اساسي قانون، چې په دې وروستيو وختونوکې ولسمشر حامد کرزي توشيح کړ، کوچيانو ته د استوګنو د ځايونو په ګډون، د هغوى د ژوند د حالت د ښه کولو په منظور يو لړ ځانګړي احکام لري.


کوچيان هغه يوازينۍ ټولنه ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې ادراه (يوناما) يي د هېواد د تر ټولو بېوزلي قشر په توګه په نښه کوي.


هغوۍ نه يوازې د جګړو له امله په افغانستان او پاکستان کې په ناولو او چټلو کمپونو کې د ستونزو اوکړاو ډک ژوند لري، بلکې وروستۍ وچکالۍ د هغوى هست او بود ټول خاورې ايرې کړي دي.


د چمن ګل د شپونتوب ژوند، چې ژمى به جلال آباد او اوړي به کابل ته کوچېدل، ټول له کړاو او ستونزو څخه ډک و او دې ته اړ ايستل شوى و، چې د څلوېښتو ميږو خپله ټوله رمه وپلوري. اوس د تېرو دوو کلونو راهيسې هغه په کابل ښار کې ورځ مزدوري او غريبي کوي.


د نوي اساسي قانون څوارلسمه ماده حکومت ته لارښوونه کوي، چې د کوچيانو د "اقتصادي، ټولنيز حالت او د ژوند د ښه کولو او د هېواد اړو اوسېدونکو ته د کورونو او استوګنو د برابرولو په لاره کې لازم ګامونه پورته کړي."


د سرحدونو او قبايلو د چارو د وزارت معين، محمد عمر ببرکزى، چې اداره يي په کوچيانو پورې اړوندې چارې سمبالوي، اندېښنه لري، چې په دغو غوښتنو پورې اړوند عبارت ډېر پټ او ناڅرګند دى. ببرکزى وايي: "په دې عبارت کې بايد د "د هغې د مادې سرچينو سره سم" جمله نه واى ليکل شوى." هغه زياتوي: "دولت څنګه مادي امکانات نه لري؟ ټوله ځمکه د دولت ده."


خو د کوچينانو قومي مشر او په تېرې لويي جرګې د کوچيانو ځانګړى استازى، حشمت غني احمدزي بيا په دې ټکي زور اچوي، چې ټولې شوې ژمنې په خپل وخت کې عملي کيږي. هغه په بشپړ ډاډ وويل: "کله چې د غبرګولي په مياشت کې ولسمشرۍ ته ترټاکنو وروسته د حکومت بودجه جوړه او د نوې سر شمېرنې له مخې د کوچيانو ټول شمېر معلوم شي، نو حکومت به (په دې اړوند) لازم ګامونه واخلي."


يوازې د کوچيانو د شمېر معلوميدل پخپله يوه لويه بريا ده. د احمدزى د اټکل له مخې کېداى شي، دا شمېره د افغانستان په شل پنځه ويشت ميلونه ټول نفوس کې تر شپږو مليونو پورې وي.


د چمن ګل کوچي يو، دېرش کلن ګاونډى محمد عمر کوچى، د هغو کوچيانو په ډلې کې دى، چې غواړي ميشت شي. نوموړي آى ډبليو پي آر ته وويل: "که حکومت موږ ته د کورونو لپاره ځمکه راکړي او د غلو دانو مرسته راسره وکړي، نو موږ د هر راز چوپړ او خدمت سر ته رسولو ته چمتو يو."


نور شمېر کوچيان د خپل دوديز ژوند له بدلولو سره زياته مينه نه لري. ولسمير کوچى وايي، د ځمکې د آبادولو په ځاى دې دوى ته د هغو څارويو په بدل کې پسې ورکړشي، چې پلورلو ته يي اړ ايستل شوي وو او يا مړه شوي دي.


د غزني ولايت د کوچيانو يو قومي مشر، نصراله خان ټينګار کوي، چې د کوچيتوب د دود له لاسه ورکول به په ټول هېواد ناوړه اغېز وشيندي. نوموړى وايي: "که کوچيان خپل د کوچيتوب ژوند پرېږدي، نو زما په اند به د افغانستان په اقتصاد ناوړه اغېز وکړي؛ ځکه دا کوچيان دي، چې غوښه، شيدې مستې، کوچ او قره قلي پوستکي توليدوي.


له غوښتنو سره سره، ښايي کوچيان د خپل دوديز ژوند په پرېښوولو کې لږ واک او اختيار ولري.


ولسمير دا مني، چې د زورخاوندانو دوديز څړ ځايونه ترخپل ګرت لاندې راوستي او کوچيان نه شي کولاى په دغو ځايونو کې آزادانه تګ او راتګ وکړي. نوموړى وايي: "موږ په اوړي کې پنجشېر او په ژمي کې لغمان ته تلو. اوس په دواړو ځايونو کې قوماندانان حاکم دي."


يو شمېر نور، د کوچيتوب او ميشت کېدو دواړو مينه وال دي. د بغلان ولايت د کوچيانو يو استازى ببرک خان وايي: "موږ له حکومت څخه د کورونو د جوړولو لپاره ځمکه غواړو. خو د هغې تر څنګ داهم غواړو، چې د کوچيتوب خپل دوديز ژوند وساتو. که موږ کورونه او څاروي دواړه ولرو، نو زموږ ژوند به ښه شي."


د کوچيانو په هکله د اساسي قانون يوه بله ماده، آن د ټولو افغانانو په انډول، په کوچيانو کې د نالوستو د شمېر د زياتوالي له مخې، د هغوى لپاره د ښوونې او روزنې په هکله سپارښتنه کوي.


د پوهنې وزارت معين، سيد اشراق حسيني آى ډبليو پي آر ته ددې خبرې پخلى وکړ او ويي ويل، په پام کې دي، چې کوچيانو د ګرځنده ژوند د په پام کې نيولو له مخې هغوى ته د اوړي او ژمي ښوونځي جوړ شي. د لوړو ټولګيو د زده کوونکو لپاره به ليليي جوړې شي او حکومت به کوچيانوته د ښوونکو د شمېر زياتوالي ته لومړيتوب ورکړي.


د اساسي قانون بله ماده له ولسمشر څخه غواړي، چې په مشرانو جرګه کې دګډون لپاره د کوچيانو دوه تنه استازي وټاکي. خو هر څوک له دغه شمېر سره همغږي نه دي. د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې د شمال ختيځو سيمو د کوچيانو استازى، هستي خان ګواښنه کوي، چې که چېرته په پارلمان کې د هغوى د استازو شمېر دوه برابره نه شي، نو په راتلونکو ټول ټاکنو کې به له ګډون سره پرېکړه وکړي. نوموړى زياتوي "موږ په لويه جرګه کې په دې ټکي سره سلا نه شو، چې کوچيانو ته په پارلمان کې دوه څوکۍ ورکړ شي. موږ د لويي جرګې له مشر صبغت الله مجددي او د دارالانشا له سکرتر، فاروق وردګ څخه غوښتنه وکړه، چې کوچيان بايد لږ تر لږه څلور استازي ولري."