Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د چارواکو د نه موجوديت له امله مراجعين ورځې ورځې انتظار باسي

د ارزګان اوسيدونکي د بنسټيزو خدمتونو د اجرا لپاره د ډېر انتظار له ايستلو څخه شکايت کوي.
By Ahmad Shah Jawad

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمد شاه جواد ليکنه

د رحمت الله کارپه دې پورې ځڼډېدلى چې تذکره واخلى او بيا پاسپورت واخلى ترڅو  يو ناروغ خپلوان د درملنې لپاره له افغانستان څخه پاکستان ته يوسي.   

د تېرو دوو اوونيو راهيسې هغه د ارزګان ولايت د احصايې د دفتر بهر ولاړ دى  او د خپل کار  اجرا ته سترګې په لار دی.

د چارچينو د ولسوالۍ اوسيدونکي، رحمت الله آی ډبليو پي آر ته وويل: «مامورين  دلته نشته. که وي هم، د ورځې دوه ساعته کار کوي. سهار لس بجې راځي او تر يوولس نيمو بجو پورې کار کوي او موږ ته وايي لاړ شئ، زموږ د ډوډۍ وخت دی.  زياتره يې له ډوډۍ وروسته بېرته نه راځي او کورونو ته ځي. موږ نه پوهيږي څه وکړو؟» 

حکومتي خدمتونو ته لاسرسی په دې بېوزلي ولايت کې له کړاو ډک کار دی. اوسيدونکي وايي زياتره د چارواکو د ليدو لپاره ورځې ورځې کتار ولاړ وي. هغوی راځي او لږ وخت په کار تېروي. د لرو پرتو کلو او بانډو اوسيدونکي وايي هغوی د ولايت  په مرکز، تېرينکوټ کې اوونۍ اوونۍ په هوټلونو کې يوازې دهغوی د ليدلو لپاره  اوسيږي. 

د تېرينکوټ د ولسوالۍ اوسيدونکي، پنځوس کلن داود وويل، يوه اوونۍ کيږي چې په مستوفيت کې خپل نوبت  ته انتظار کوم. نوموړي، چې په شړۍ کې کې ځان پېچلی و، آی ډډبليو پي آر ته وويل هره ورځ له دفتر څخه بهر ولاړ يم، چې اوس به مې نوم اخلي، وروسته بېرته هوټل ته ځم.  د هغه د نظر وړ چارواکی هره ورځ نه راځي، که کله راشي، نو دوه ساعته کار کوي.

هغه وويل: «که رښتيا درته ووايم، په ارزګان کې حکومت نشته. هغه څوک چې دلته کار کوي، [حکومتي] ودانۍ خپل شخصي کورونه ګڼي. څه يې چې زړه وغواړي، هغه کوي.» 

خلک حکومتي مامورين په لټۍ، بې مسلکۍ او فساد  تورونوي، په داسې حال کې چې ځايي چارواکي پړه پر ترانسپورت او هوا اچوي چې له امله يې مامورين په خپل وخت دفترونو ته نشي رارسېدای. 

ارزګان د افغانستان ترټولو وروسته پاتې ولايت دی. يوازې يو څو سم سړکونه لري.

د نوموړي ولايت مستوفي، الحاج غلام  شاه ددې پخلی وکړ چې د ټولو حکومتي ادارو مامورين «ډېر ناوخته» راځي، خو ويې ويل، «نوموړي مامورين په لرو سيمو کې اوسيږي او د لېږد رالېږد وسايل نه لري.»

د ارزګان د والي مرستيال خدای رحيم يادونه وکړه، يوازې په ژمي کې په کارونو کې يو څه ځنډ راځي، خو په اوړي کې ټولې حکومتي ادارې د سهار په اتو بجو پرانيستې وي.

د نوموړي ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رئيس، محمد قيس په وينا حکومتي کارکوونکي بايد د ورځې اووه ساعته کار وکړی، خو هغه کارکوونکي، چې کورونه يې لرې دي، يو څه ځانګړتيا لري.

له هغه څخه د هغو مامورينو په اړه وپوښتل شول چې خلک يې د لېدلو لپاره اوونۍ اوونۍ کتار ولاړ وي، په ځواب کې يې وويل: «ژمنه کوو چې له دې وروسته به د هرې ادارې اجراات وڅېړو او د ستونزو د هوارۍ لپاره به قانوني ګامونه پورته کړو.»  

همدارنګه د کارونو د ځنډولو له امله د خلکو نه قناعت  ښايي ځينې پايلې ولرلای شي.

يوه قومي مشر ګوته وڅنډله او ويې ويل خلک ښايي طالبانو ته ورواوړي، چې د ځايي حکومت په پرتله کله ناکله ستونزې په ډېره اغېزمنه  لاره هواروي. 

نوموړي قومي مشر د نامه د نه ښودلو په  شرط وويل، هغه په تېرو لسو کلونو کې هڅه وکړه له چارواکو څخه د خپل قوم د خلکو لپاره پېژندپاڼې [تذکرې] واخلي، خو ورته څرګنده شوه چې حکومتي اجراات خورا ډېر بې خونده دي.

هغه وويل: «هيڅوک راته غوږ نه نيسي.  که خبره همداسې وي، نو څنګه به مې ولس ته ووايم چې د حکومت ملاتړ وکړي؟»

More IWPR's Global Voices