د ځوانانو مناظره: ښځې، سياست او قدرت

د ځوانانو مناظره: ښځې، سياست او قدرت

Tuesday, 17 December, 2013

په افغانستان کې د عذرا عزيز ليکنه

په لويديځ ښار، هرات کې يوه ښځينه پوهه وايي، ښځو د افغاني سياست په ډگر کې يوه څه ترلاسه کړي، خو لا تر اوسه په حکومت کې پوره اغېز نه لري.

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځي استادې، سهيلا عرفاني د دسمبر په پنځمه نېټه د آی ډبليو پي آر له خوا ځايي محصلانو ته په يوې جوړې شوې غونډې کې د ښځو په وړاندې د تعصب د فرهنگ د موجوديت په اړه څرگندونې وکړي چې له امله يې ښځينه سياستوالې له خپلو نارينه سيالانو څخه ډېرې وروسته پاتې شوي دي. 

هغې وويل: "افغان ښځې د سياسي گډون او مشارکت په پرتله مازې يو سياسي شتون لري. ښځې نشي کولای په افغانستان کې سياسي مشارکت ته ځانونه ورسوي، يوازې يو څو حکومتي څوکۍ يې اشغال کړي دي."

د راتلونکي کال د اپرېل د مياشتې ولسمشريزو ټاکنو ته کومه ښځه نومانده نه ده ولاړه، يوازې يو څو يې ځانونه ولايتي شوراگانو ته نومولي دي، چې په يوه وخت کې تر سره کيږي.  

د هرات د مدني ټولنې يوې فعالې، خالدې خرسند دا مني، تر هغه چې ښځينه نوماندې دوديز تړونونه او رواجونه مات نه کړي او د بدلون لپاره کار او مبارزه ونه کړي، نو په ملي او سيمه ييز سياست کې به يې ښکېلتيا تر ډېره بريده مازې يوه سمبوليکه بڼه ولري.

خرسند وويل، ښځې بايد ډېره سياسي پوهه تر لاسه کړي، بايد په خبرو اترو کې له گډون او د خپل نظر له څرگندولو څخه ونه شرميږي. هغې همدا راز وويل، هغه شمېر ښځې چې د پارلمان غړيتوب يې تر لاسه کړی، د دې ډاد تر لاسه کړي چې د حکومت په کاري سيستم ښې پوهېدلي، ځکه د تجربو د نشتوالي له امله به د ښځينه رايه ورکوونکو د لېوالتيا کچه ټيټه کړي. 

عذرا عزیز د هرات پوهنتون د ژورناليزم محصله ده.

دا رپوټ د آزاد فکر، خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتود سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists