د ځوانانو مناظره: ژورنالستان په غزني ولايت کې گواښول شوي

د ځوانانو مناظره: ژورنالستان په غزني ولايت کې گواښول شوي

په افغانستان کې د عباد الله عمر ليکنه

د غزني ولايت محصلانو له ژورنالستانو سره د اپرېل د پنځمې نېټې د يو شمېر نوماندانو د چال چلن په اړه اندېښنه څرگنده کړه.

د غزني پوهنتون يو محصل، عبدالاحد د فبرورۍ په ٢٧ د آی ډبليو پي آر له خوا د يوې رابلل شوې مناظرې برخوالو ته وويل، په دې وروستيو کې يې په خپلو سترگو د يوه ژورنالست ډارول ليدلي دي.  

هغه د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون پر چارواکو غږ وکړ چې د پېښې پلټنه وکړي او د مناظرې له ويناوالو يې په دې اړه د هغوی د نظر پوښتنه وکړه. 

هغه له دې پرته چې د ښکېلو اشخاصو هويت څرگند کړي، وويل: "يو شمېر نوماندان له رسنيو سره سم چلن نه کوي. ما يو تن وليد چې د يوه ژورنالست [د فلم کمره يې] ماته کړه. تاسو دې راز چلن ته په کومه سترگه گورئ؟"

د [غزني] ولايت د ازادو او عادلانه ټاکنو د غيرحکومتي بنسټ مشرې، راحلې سجادي په ځواب کې وويل، هيڅ يو نوماند حق نه لري چې څوک په تاوتريخوالي وگواښوي.

هغې د ټاکنو د خپلواک کميسون مقرراتو ته گوته ونيوه چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ته ولاړو نوماندانو ته يې د هغوی د چال چلن په اړه څرگندې لارښوونې کړې دي. 

سجادي وويل: "هيڅ يو نوماند حق نه لري چې چاته گواښ وکړي. ټولو ولاړو نوماندانو ته يې لارښودونه ورکړي چې کوم کار کولای او کوم کار نه. هيڅ يو نوماند اجازه نه لري چې ناسم چلن وکړي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د غزني ښار په عامه کتابتون کې د شاوخوا سلو تنو نارينه او ښځينه محصلانو په گډون جوړه شوې وه. په ويناوالو کې د غزني د ولايتي شورا مشر، عبدالجامي جامي، د غزنويانو د رادېو تلويزيون وياند، توريالی افغان او د سما رادېو وياند، کاظم سرور برخه اخيستې وه. د غزني ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند ته هم بلنه ورکړ شوې وه، خو رانغی.

د مناظرې په بهير کې محصلانو واورېدل، ټاکنو ته په پاتې يوه مياشت کې رسنۍ د هغو عادي افغانانو "سترگې او غوږونه"دي چې غواړي د کمپاين څارنه وکړي او په پوره ناپلويتوب "خلکو ته معلومات ورکړي او پوه يې کړي."

عبادالله عمر د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists