د ځوانانو مناظره: څارونکي د رايو ورکولو د شفافيت په اړه جدي دي

د ځوانانو مناظره: څارونکي د رايو ورکولو د شفافيت په اړه جدي دي

د محمد فيصل نويد ليکنه

په افغان پلازمينې، کابل کې د ټاکنو چارواکي ټينگار کوي چې د بې پرې څارونکو شتون د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ د کچې راټيټولو ته اړين دي.  

د ټاکنو د خپلواک کميسون يو وياند، سيد عبدالله افغاني په پلازمېنې کې د آی ډبليو پي آر په ملاتړ د يوې جوړې شوې مناظرې برخوالو ته وويل، د ټاکنو د بهير د شفافيت د ډاډمنولو لپاره رضاکارو څارونکو ته اړتيا شته. 

نوموړي وويل، د هغوی له ملاتړ پرته به د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې د فساد او ډارونې د هماغه کچې د تکرار له خطر سره مخامخ شي، چې پنځه کاله وړاندې ټاکنې يې تر سيورې لاندې راوستې وې.  

د جمهوري رياست د ٢٠٠٩ کال ټاکنې، چې په دويم پړاو کې يې حامد کرزي بيا وټاکل شو، د رايه ورکوونکو د شمېر د لږوالي، کمزوري امنيت او د رايو د پاڼو د ځای په ځای کولو له امله د نړيوالو او کورنيو څارونکو له گډو غندنو سره مخامخ شوې وې. 

افغاني د جنورۍ د مياشتې پر ٢٨ د کابل محصلانو ته د آی ډبليو پي آر په ملاتړ په يوې مناظرې کې وويل: "د رايو ورکولو په مرکزونو کې د څارونکو شتون به د هر ډول ممکنه درغليو مخه ونيولای شي. که هغوی له خپلو اصولو  پښه بهر کېښوده، نو تېرې ستونزې به بيا تکرار شي."

د موجود اساسي قانون له مخې به دا درېم ځل وي چې په هېواد کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره رايې ورکول کيږي.

د ٢٧ نوماندو له ډلې څخه اوس يوازې يوولس تنه پاتې دي، خو بيا هم د رايو د ورکولو تر ورځې پورې د دې شمېرې د راټيټيدلو امکان شته، ځکه سياسي سيالان د پردې تر شا پر معاملو لگيا دي.

[ټاکنو ته] له اوياوو ورځو څخه لږه موده پاتې ده، شنونکي د افغانستان دننه او بهر په پراخېدونکي توگه اندېښمن دي، چې که د برياليتوب لپاره په ټاکنو کې پراخه درغلي وشي، نو دا ملت به، چې يو سخت کال په مخ کې لري، لا پسې بې ثباته شي. د پلان له مخې به د دسمبر تر مياشتې پورې د ناتو تر مشرۍ لاندې ټول جگړه ييز سرتيري له هېواد څخه ووځي او امنيت به افغان اردو ته وسپارل شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ وياند، فهيم نعيمي د مناظرې برخوالو ته وويل، بريالۍ ټاکنې به په دې پورې تړلې وي چې ايا د ټاکنو څارونکي کولای شي خپله دنده په ښه ډول سرته ورسوي. هغه وويل، د هغه موسسې د خپلې خوښې لس زره کارکوونکي گومارلي چې په ټول هېواد کې له درې سوه زرو تنو څارونکو سره مرسته وکړي. د هغوی بې پريتوب او مسلکي چال چلن به يا له ټاکنو سره مرسته وکړي او يا به زيان ورواړوي.

نعيمي وويل: "څارونکي ... د ټاکنيز بهير د شفافيت د ډاډمنولو لپاره خورا اړين دي."

"څارونکي بايد د دې ډاډ تر لاسه کړي چې هيڅ کوم نوماند د ځان په گټه له درغلۍ کار وانخلي."

د سازمان خط نو په نامه د مدني ټولنې د مؤسسې، رئيس، فهيم صديقي د نعيمي له ارزونې سره موافق و او د ټاکنو د خپلواک کميسون چارواکو ته يې وويل، چې که چېرته يې د فساد په اړه کومه بېلگه ترلاسه کړه، نو په وړاندې دې مناسب او وړ گام واخلي.

هغه وويل: "د مدني ټولنو څارونکي کولای شي ټاکنو ته د اعتبار له ورکولو سره مرسته وکړي. هغوی به د رايو ورکولو د مرکزونو په اړه خپل رپوټونه د ټاکنو د شکايتونو کميسون ته ورکړي. دا به د ټاکنو د شکايتونو په کميسون پورې ولري چې شکايتونو وڅېړي."

د کابل پوهنتون د يوه محصل، سخي محمد د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې څرنگه به د دې ډاډ ترلاسه شي، پخپله څارونکي متعصب او تنگ نظره نه دي، نعيمي وويل: "کارکوونکو ته معاش نه ورکول کيږي او هيڅ سياسي تړاو نه لري. د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټله څارونکو څخه ژمنه ترلاسه کړې چې د خپلو دندو او شرايطو درناوی وکړي." 

محمد فيصل نويد د کابل پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists