د ځوانانو مناظره: ځوان نسل د بدلون لامل

د ځوانانو مناظره: ځوان نسل د بدلون لامل

په افغانستان کې د محمد عادل ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل شول، د افغانستان ځوانان د يوې پراخې متحدې ټولنې د جوړولو او د يو پياوړي او ښيرازه اقتصاد لپاره ډېر اړين دي.

د خوست ولايت د يوې ورځپاڼې مسؤول چلوونکي، سپين روان نورزي د محصلانو يوې غونډې ته وويل، ځوانان لاس نه وروړل شوې سرچينه ده چې د افغانستان د راتلونکې امنيت او سوکالۍ لپاره خورا اړين دي.  

د ملگرو ملتونو پراختيايي پروگرام په ٢٠٠٨ کال کې اټکل کړی و چې ٦٨ سلنه افغانان تر ٢٥ کلونو څخه لږ عمر لري. ښايي نن دا شمېره يو لږ څه راټيټه شوې وي، ځکه د عمر منځنۍ کچه يو څه لوړه شوې او د زيږون کچه رالوېدلې ده. 

نوروزي د اپرېل د ٣٠ نېټې مناظرې برخوالو ته وويل: "زما په اند زموږ ځوانانو ته بايد د هېواد په ودانولو کې پراخ رول ورکړل شي."نوموړي يادونه وکړه چې د ولسمشر حامد کرزي ځايناستی بايد دې پوړکي ته بشپړ پام واړوي.

هغه وويل: "ځوانان د هېواد پراخ کاري ځواک او انرژي جوړوي. تنظيمي، توکميز او سمتي توپيرونه دې برخې ته زيان رسوي. غوره داده چې د ځوان نسل پر پوهې او زده کړې ډډه ولگول شي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د خوست د ښار د غازي امان الله خان په خصوصي پوهنتون کې جوړه شوې وه. خوست له پاکستان سره په گډه پوله پروت دی.

د خوست ولايت د متحده ايالتونو په مشرۍ له ٢٠٠١ کال يرغل راوروسته زياتو کړاوونو ځپلی او د ناتو پرسرتېرو او افغان امنيتي ځواکونو يو شمېر مرگونې بريدونه سرته رسېدلي دي.

د پوهنتون رئيس، نوراحمد نور د غونډې برخوالو ته په وينا کې دا ومنله، راتلونکی ولسمشر بايد د دې ډاډ ترلاسه کړي چې د هېواد ځوانانو ته فرصت ورکړ شوی دی.   

هغه وويل، ښوونه او روزنه د داسې يوه بنسټ په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي چې پر مټ يې يو نوی او پياوړی ولس پر پښو ودريږي. هغه زياته کړه، وزيران دنده لري چې د افغانستان له ځوانانو څخه د جگړې په بندولو کې کار واخلي. 

نور وويل: "کله چې ځوانانو ته سم تگلوری، رغنده ښوونه او روزنه او فرصتونه په لاس ورکړل شي او د دولت د يوې برخې په توگه کار وکړي، نو زه باوري يم چې سترې ستونزې به هوارې شي."

د خوست د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، انور زاهد وويل، د ٢٠٠١ کال راهيسې د هېواد د پراختيا لپاره ډېرې هلې ځلې شوي، خو گوته يې هم وڅنډله، چې په جگړې کې ښکيلو يو شمېر خلکو ته رسېدلي رواني زيانونو هم ورغاول شي. 

نوموړي محصلانو ته وويل: "باوري يم تر هغه چې د خلکو، په تېره بيا د ځوانانو، د ذهنونو د بيارغاولو لپاره کار ونه کړو، دا ډار شته چې لاسته راغلې برياوې به له لاسه ورکړو."

د مناظرې يو تن گډون کوونکي قدرت شاه وويل، د کرزي ځايناستی، چې ښايي يا عبدالله عبدالله وي او يا هم اشرف غني احمدزی، بايد بېلگه ييز حکومت وکړي.

هغه وويل: "زما په زړه کې ډېرې هيلې دي. خو له راتلونکي ولسمشر څخه زما لومړۍ غوښتنه د امنيت تامين او بيا د فساد د جرړو ايستل دي."

د عزيزالله په نامه يو بل گډونکوونکي وويل: "بايد په [نوې ادارې] کې کار ماهرو خلکو ته وسپارل شي، امنيت تامين شي او ځوانانو ته کاري فرصتونه وموندل شي."

محمد عادل د خوست د يو ی پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists