د ځوانانو مناظره: ځوانان د ټولنې شمزۍ ده

د ځوانانو مناظره: ځوانان د ټولنې شمزۍ ده

په افغانستان کې د عبادالله عمر ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، په غزني ولايت کې محصلانو پتېلې چې د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې رغنده رول ولوبوي.

د ځايي ځوانانو د ډلې مشر، عبدالاحد مرجان خېل وويل، د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د ځوانانو گډون د پايلو د برياليتوب لپاره ډېرې اړينې دي. 

نوموړي د دسمبر په ٢٩ په غزني پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا په رابلل شوې مناظرې کې څه دپاسه نوي تنو گډون کوونکو ته وويل: "ټول په دې پوهيږو چې ځوانان د يوې ټولنې د ملا تېر جوړوي. په تېرو دولسو کلونو کې زموږ ځوانانو له ښو زده کړو گټه پورته کړې او اوس کولای شي په راتلونکو ټاکنو کې اغېزمن رول ولوبوي."

د مناظرې په ويناوالو کې مدني فعال، نورالله حميدي، د غزني ولايت د رسنيو استازي، عبدالحسين رحيمي او د غزني پوهنتون رئيس، شفيق الله شفيق برخه درلوده.

د [غزني] پوهنتون محصل، جمال له حاضرينو څخه د ټاکنو د خپلواک کميسون د رول په اړه پوښتنه وکړه.  په ځواب کې مرجان خېل وويل، د نوموړې کميسون يوه ستر مسؤوليت د رايو ورکولو په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.

مرجان خېل وويل: "تر ټولو لومړی، بايد خلک پر دې وپوهيږي چې ولې رايه ورکوي. دويم، که چېرته کوم شکايت ولري، څنگه يې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسون ته وړاندې کړي. دا دوه ټکي زما په اند ډېر مهم دي."

د مناظرې برخوال، مير افغان له ويناوالو وپوښتل، د ټاکنو په خپلواک کميسون کې د کارکولو لپاره کوم معيارونه وجود  لري. رحيمي وويل، د قانون له مخې بايد کارکوونکی افغاني تابعيت ولري، تر دېرشو کلونو پورته عمر ولري، د پوهنتون د فراغت سند ولري او لږ ترلږه درې کلنه کاري تجربه ولري. 

حميدي د رسنيو د ناسم چلن موضوع هم راپورته کړه. نوموړي پر هغو رسنيو غږ وکړ چې د ټاکنو په اړه رپوټ چمتو کوي، ترڅو د ټاکنو د کميسون اصول تر پام لاندې ونيسي او د دې ډاډ ورکړي چې په رپورټ ورکولو کې د چا پلوي نه کوي.

هغه نيوکه وکړه چې ولسمشرۍ ته ولاړ يو شمېر نوماندانو افغاني تلويزيونونه او راديوگانې تر خپل گورت لاندې راوستي او کېدای شي د هغوی خپرونې کنترول کړي. هغه وويل: "دا د ټاکنو د خپلواک کميسون دنده ده چې د دې راز ناسمو کړنو مخه ونيسي."  

عبدالله عمر د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists