د ځوانانو مناظره: ځوانانو ته د رايو ورکولو د مالوماتو په اړه اندېښنې

د ځوانانو مناظره: ځوانانو ته د رايو ورکولو د مالوماتو په اړه اندېښنې

په افغانستان کې د سيد تاج محمد ليکنه

د افغانستان په سويل کې محصلان او کليوال پوښتنه کوي چې ايا چارواکو په اپرېل کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاکلو په اړه د مالوماتو د لوړولو لپاره سم کار کړی، که نه؟

د فبرورۍ په پنځمه نېټه د کندهار پوهنتون په سالون کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې برخوالو ويناوال وپوښتل چې ايا د رايو ورکولو مرکزونو ته د زيات شمېر خلکو د راتگ په موخه پوره کارونه سرته رسېدلي، په تېره بيا د ډېری کليوالي ځوانانو په اړه، چې نالوستي دي. 

د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې ادارې د اټکل له مخې د افغانستان د ٢٨ مليونو ٦٨ سلنه وگړي تر ٢٥ کلنۍ ټيټ عمرونه لري. د رسمي شمېرو له مخې څرگنديږي چې ٧٧ سلنه اوسيدونکي په کليوالي سيمو کې اوسيږي، له دې امله ډېره اړينه ده چې هغوی وکړای شي خپلې رايې وکاروي.

د کندهار پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، عدالمجيد حاجي زوی پر ځوانو رايه ورکوونکو ټينگار وکړ چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټول ټاکنو کې د خپلې رايې په کارونې خپل حق ترلاسه کړي. هغه وويل، دا خلک (ځوانان) د افغاني ټولنې د ملا تېر جوړوي. هغوی ته د گډون حق ورکول د افغانستان د پرمختگ لپاره ډېر زيات اهميت لري.

حاجي زوی وويل: "د رايې ورکولو هر وړ ځوان کولای شي رايه ورکړي او يا ځان ونوموي. دا د هغوی څرگند حق دی. ځوان نسل بايد د خپلې رايې د کارولو لپاره لسټونې بډ وهې چې له خپلو ځانونو او خپل هېواد سره په سم ډول مرسته وکړای شي."

هغه زياته کړه: "موږ بايد هغوی وپوهوو  چې دغه بهير د ډاډ وړ دی. عمومي پوهاوی د خلکو لپاره ډېر مهم دی. که چېرته ځوانانو ته زده کړه چمتو نه وي، نو د جوماتونو امامان او د کلیو مشران بايد د ځوان نسل په پوهولو کې مرسته وکړي."

 د افغانستان د بشری حقونو دخپلواک کمیسیون د عامه چارو کارکوونکی، عبدالعزيز اکرمي هم په رايه ورکولو کې د ځوانانو د زيات شمېر د گډون او د هغوی د ښکېلتيا د اړتيا پر اهميت ټينگار وکړ.

اکرمي د ليک لوست د کچې د ټيټوالي له امله د راولاړو شوو ستونزو په منلو پر هغو خلکو غږ وکړ چې نېکمرغه دي او زده کړه يې تر لاسه کړي. هغوی بايد د دې پيغام په رسولو کې خپله ونډه سرته ورسوي، چې په ټاکنو ونډه اخيستل د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېره مهمه ده.     

هغه وويل: "له بده مرغه زموږ ځوان نسل په کلیو او بانډو کې له نالوستۍ سره لاس او گرېوان دي، له دې امله د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د پروگرامونو او تگلارو د پوهېدو وس نه لري. هغوی په دې نه پوهيږي چې د ملي گټو لپاره کوم کار ښه دی. له دې امله محصلان، د مدنې ټولنو موسسې او د ټاکنو خپلواک کميسون دنده لري چې د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو د مالوماتو کچه ښه لوړه کړي."

په مناظره  کې شاوخوا سلو تنو گډون کړی وو او په ويناوالو کې د کندهار ولايت د ځوانانو د چارو رئيس، نصيراحمد اريا او په سيمه کې د ځوانو رضاکارانو د فدراسيون مشر، تاج محمد ساحل گډون درلود.

يو گډون کوونکي له اريا څخه وپوښتل، د هغه تمه له نالوستو ځوانانو څخه څه ده، چې څنگه به رايه ورکړي، که چېرته د کلي مشران هغوی له دې کار څخه منع کړي او يا يې د زده کړې له نشتوالي څخه په گټې اخيستنې کوم ځانگړي نوماند ته په رايه ورکولو اړ باسي.

اريا په ځواب کې وويل، دا ستونزه يوازې هغه مهال هوارېدای شي چې د خلکو د مالوماتو د کچې د لوړلو لپاره د کلیو، ولسواليو او ولايتونو په کچې پراخ پروگرامونه پلي شي. نوموړي د سيمه ييزو شوراگانو د هغو نوښتونو يادونه وکړه، چې له مخې يې مشران هڅول کيږي خلک رايې ورکولو ته پريږدي. هغه وويل يوازې د گوتو په شمېر افغانان د ټاکنو مخالف دي.

هغه وويل: "موږ په زياتو سيمو کې د ولسوالۍ د شورا د کچې پروگرامونه لرو، چې د جوماتونو امامان او د کلیو مشران پکې گډون کوي. موږ د هغوی له لارې د عامه پوهاوي چارې پر مخ وړو."

ساحل د دې مفکورې په اړه استدلال وکړ، چې زياتره افغانان د ټاکنو هرکلی کوي.

هغه وويل: "داسې ځوانان شته چې [په ټاکنو کې] د ونډې اخيستلو په اړه دوه زړي دي، ځکه دمخه د هغوی د ژوند د ښه کولو په اړه ډېرې ژمنې شوي، خو کوم بدلون يې نه دی ليدلی. له دې امله په ځوانانو کې هغومره لېوالتيا نشته."

سيد تاج محمد د کندهار پوهنتون محصل او د ای ډبليو پي آر تر روزنې لاندې يو خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists