د ځوانانو مناظره: پياوړې اردو د راتلونکې کلید

د ځوانانو مناظره: پياوړې اردو د راتلونکې کلید

په افغانستان کې د عنايت الله عمري ليکنه

د اردو يو متقاعد جنرال وويل، که چېرته افغانستان غواړي له ٢٠١٤ کال څخه وروسته په سيمه کې اغېزمن رول ولوبولای شي، بايد خپله اردو پياوړې کړي.

د اردو يو پخواني جنرال او د پوځي چارو شنونکي، عتيق الله امرخېل وويل، د ولسمشر حامد کرزي ځايناستی بايد پر دې پوه شی چې د روان کال په پای کې د ناتو د پوځونو د ډېری برخې له وتلو څخه وروسته به يې هېواد تر کومې کچې زيان منونکی اوسي.

په کابل کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې امرخيل وويل، د سيمه ييزو گټو د خوندي کولو په برخه کې به د نوي حکومت کمزورتيا د دې هېواد وړتيا تر سيوري لاندې راولي. د يوې غښتلې اردو نشتوالی به هرو مرو د افغانستان پر اقتصادي هڅو اغېز وکړي او له دې خطر سره به يې مخامخ کړي چې د پاکستان او ايران په څېر گاونډي هېوادونه به پکې د خپل اغېز په لټه کې شي.

امرخېل په غونډې څه دپاسه پنځوسو گډون کوونکو محصلان ته وويل: "وسله وال پوځونه د کټۍ برغولي (سرپوښ) ته ورته دي. که چېرته پر لوښي برغولی نه وي، هر شي پکې لويږي. افغانستان بايد د هر بهرني واک له لاسوهنې خوندي وي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د جون په نهمه نېټه د اطلاعاتو او فرهنگ په وزارت کې جوړه شوې وه. په ويناوالو کې امرخېل، د افغانستان د علومو د اکادمۍ غړي، حبيب الله رفيع، سياسي شنونکي، مطيع الله اباسين او تجربه لرونکي ژورنالست، امان الله جهانيار برخه درلوده.

امرخېل وويل، له ښه روزل شوې او سمبالې اردو پرته به د افغانستان راتلونکی ولسمشر د هرې نوې تگلارې په پلي کولو کې، د کور دننه يا بهر، له ستونزو سره لاس اوگرېوان شي. هغه وويل، موجود وسله وال پوځونه درنې وسلې نه لري چې د مدرن جگړيز ځواک لپاره اغېزمنې گڼل کيږي. 

هغه د قومونو تر منځ پر بې اتفاقۍ هم خبرې وکړې، ويې ويل  لوړپوړي قوماندانان، د دې پرځای چې د اردو عمومي گټې په پام کې ونيسي،  زياتره د تنظيمي گټو پر بنسټ پرېکړې کوي.

هغه وويل: "که امريکا نن پر ټوله نړۍ واک چلوي، لامل يې [د هغه هېواد] د غښتلې اردو وړتيا ده. له دې امله په نړۍ کې لومړی د امريکا نوم اخيستل کيږي. زموږ راتلونکی ولسمشر بايد ساړه ماغزه او توده وينه ولري."

جهانيار وويل، افغانستان ته په کار ده چې يو رغنده او متنوع اقتصاد رامنځته کولو ته کار وکړي. سياسي شنونکي تل په هېواد کې د بهرنيو مرستو د اړتيا په اړه خبرې کوي.

هغه وويل: "د يوې غښتلې اردو د رامنځته کولو تر څنگ راتلونکی ولسمشر بايد اقتصاد ته پام وکړي. هغه بايد امنيت، د ملي واکمنۍ ساتنې او پر خپلو پښو د هېواد ودرېدلو ته لومړيتوب ورکړي."

د غونډې گډون کوونکي، احمدشاه پاينده وپوښتل، ايا د دوو نوماندانو، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي له ډلې څخه به يو وکړای شي په هېواد کې سول تامين کړي؟

جهانيار وويل، هغه باور لري له طالبانو سره تلپاتې سولې ته هغه مهال رسېدای شو چې دولت پوځي قدرت ولري او وښيي چې له خپلو گټو څخه په سم ډول دفاع کولای شي.

هغه وويل: "سوله هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې موږ له سياسي او پوځې پلوه غښتلي واوسو. له بده مرغه، نن ورځ موږ غښتلي نه يو. ولې به زموږ مخالفان، چې غښتلي دي، وغواړي له کمزوري حکومت سره خبرو ته کيني. زما په اند، په افغانستان کې د سولې تامين به زموږ د راتلونکي ولسمشر په وړاندې يوه ستره ننگونه وي."

اباسين وويل، هغه د اردو د پياوړتيا او د اقتصاد د غوړېدا د غوښتنو ملاتړ کوي. هغه وويل: "که موږ يو غښتلی حکومت، يوه غښتلې اردو او غښتلی اقتصاد ولرو، هرڅوک به د افغانانو غږ واوري."

عنايت الله عمري  د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists