د ځوانانو مناظره: په کندوز کې د رايه ورکوونکو د شمېر زياتوالی

د ځوانانو مناظره: په کندوز کې د رايه ورکوونکو د شمېر زياتوالی

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د يلدا يوسفزۍ ليکنه

د ټاکنو د خپلواک کميسون د يوه چارواکي په وينا، په کندوز ولايت کې له اټکل پرته زيات شمېر رايه ورکوونکو د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې گډون وکړ. د ټاکنو په ورځ يوازې د گوتو په شمېر تخنيکي ستونزې رامنځته شوې.

د ټاکنو د خپلواک کميسون يوه کارکوونکي، سيد عارف، د ټاکنو له ورځې څخه شپږ وروسته د کندوز پوهنتون محصلانو ته د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې وويل، د رايه ورکونکو ځوانانو، ښځو او زړو خلکو شمېر خورا لوړ و. 

د پوهنتون استاد او د مدني ټولنې د فعال، محمد نعيم رحيمي په نامه يو بل وينا وال د يو لړ موضوعگانو يادونه وکړه، چې د رايو د ورکولو په ورځ  يې بهير غړند کړی و.

هغه وويل: "پهرسنیو کې ستره اندېښنه د رايو د مرکزونو ناوخته پرانستل کېدل، د رايو ورکولو د پاڼو کمېدل، په خپل وخت د رايو ورکولو مرکزونو ته د رايو د پاڼو نه رسېدل او د رايو ورکولو په هر محل (سايټ) کې د رايه ورکوونکو د شمېرې د دقيقې احصايي نشتوالی و."

عارف په ځواب کې وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون په کندوز کې د رايو ورکولو ٧٠١ مرکزونو ته ٤٢٠٦٠٠ د رايو پاڼې لېږلې وې او د مرستې لپاره مو نور ٢٩ ټيمونه استولي وو.   

عارف وويل، د رايو ورکولو ډېری مرکزونه د سهار په اوو بجو پرانيستې وو، خو يو شمېر يې يو څو دقيقې ناوخته پرانيستل شول. د ټاکنو کارکوونکې د يوې ورځې لپاره په کار گومارل شوي وو. دا ستونزمنه خبره وه چې هغوی ټولو ٣٥٠٠ تنو دې مسلکي معيارونو درلودلای. 

د ښوونې او روزنې د پوهنځي يو محصل، محمد حسن وپوښتل، ولې د رايو پاڼې د خلکو د شمېر پر بنسټ نه وې وېشل شوې.

عارف وويل: "موږ خپلې شمېرنې د پخوانيو ټاکنو پر بنسټ چمتو کړې وې، خو زموږ له اټکل پرته ډېرو خلکو په ټاکنو کې گډون وکړ."

د سولې د ودې لپاره د ښځو او ځوانانو په نامه د يوې ناحکومتي موسسې د پروگرام کارکوونکې، ميرزا رستمي وويل، د رايو ورکوونکو د شمېر زياتوالي او د رسنيو پوښښ د فساد په مخنيوي کې مرسته وکړه.

هغې وويل: "د زيات شمېر خلکو د موجوديت او د څارونکو او رسنيو مرستې تر زياتې کچې پورې د درغلۍ مخه ډب کړې وه." 

رستمي د ښځو رايه ورکوونکو د شمېر پر زياتوالي هم رڼا واچوله، ويې ويل: "د ښځو د شمېر د زياتوالي لامل امنيت، د هغوی په هڅولو کې د رسنيو رول، د خپل برخليک له جوړولو سره د هغوی مينه او د سياسي پوهاوي لوړوالی و."

يلدا يوسفزۍ د کندوز پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists